عقیده
له ابو سعید الخدري رضی الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
متاح بـ 55 لغة
«له ابو سعید الخدري رضی الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «الله تبارک و تعالی به جنتیانو ته ووایي: اې جنتیانو؟ هغوی به ووایي: مونږ دې پرله پسې امر پر ځای کولو ته تیار یو زمونږ ربه! او پرلپسې پرې خوښ یو، نو وبه وایي: آیا راضي یاست؟ هغوی به ووایي: مونږ به ولې نه راضي کیږو پداسې حال کې چې موږ ته دې دومره څه راکړي چې خپلو هېڅ مخلوقاتو ته دې نه دي ورکړي؟ نو وبه وایي: زه به تاسو ته له دې نه هم زیات غوره څه درکړم؟ هغوی به ووایي: اې ربه! لدې به نور کوم څه زیات غوره وي؟ هغه به وفرمایي: زه به تل له تاسو څخه د تل لپاره راضي یم او هېڅکله به درڅخه ناراضه نه شم».»ترجمة بالمعنى ·
ستُحفظ الصورة بجودتها الأصلية








