حديث للعالم
عقیده

پر قضاء او تقدير ايمان

8 حديث

8 حديث

له ابوهریرة رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: " نارینه مومن او ښځینه مومنه تر هغه پورې په خپل نفس، اولاد او مال کې امتحانیږي، تر څو چې له الله سره مخ شي او هېڅ ګناه پرې نه وي".الترمذي او احمد روايت کړی دی
له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی: هغه عطاء بن ابي رباح ته وويل: آیا زه تاته د جنتيانو څخه یوه ښځه ونه ښیم؟ ما وویل: هو، هغه وویل: دا توره ښځه ده؛ پېغمبر صلی الله علیه وسلم ته راغله او ویې ویل: پر ما مېرګي راځي او زه بربنډېږم، نو له الله تعالی څخه زما لپاره دعا وغواړه، هغه وویل: «که ته وغواړې، صبر وکړې او ستا لپاره به جنت وي، او که وغواړې، زه به له الله تعالی څخه سوال وکړم نو روغه به دې کړي» هغې وویل: زه صبر کوم، او ویې ویل: خو دا چې زه بربنډېږم، نو له الله تعالی څخه وغواړه چې بربنډه نه شم، نو دعا یې ورته وکړه.متفق علیه دی
له انس بن مالک رضي الله عنه – څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د ثواب لوی والی د مصیبت په لوی والی سره دی، او الله - تعالی - چې کله د کوم قوم سره مینه ولري، په مصیبت سره یې امتحانوي؛ نو څوک چې خوښ و د هغه لپاره رضایت دی او څوک چې ناراضه و د هغه لپاره نارضایتي ده".ابن ماجه روايت کړی دی - ترمذی روایت کړی دی
له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی وایي چې: زه د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره شاته په سپرلۍ سپور وم نو ویې وییل:« اې هلکه، زه تا ته څو خبرې درښایم: الله په ياد لره، هغه به ستا ساتنه وکړي، الله په ياد لره، هغه به دې په وړاندې ومومې، کله دې چې څه غوښتل نو له الله څخه یې وغواړه، او کله دې چې مرسته غوښتله، نو له الله نه یې وغواړه او پوهه شه چې: که دا ټول خلک راغونډ شي تر څو تاته د څه ګټه درورسوي، نو هغوی به تاته هېڅ ګټه و نه رسوي پرته له هغې چې الله درته لیکلی وي، او که دوی راغونډ شي تر څو تاته یو څه ضرر دورسوي، نو هېڅ ضرر به در ونه رسوي له هغه پرته چې الله تعالی درته لیکلي وي. قلمونه پورته شوي او کاغذونه وچ شوي دي».الترمذي روایت کړی دی
له أبو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «الْمُؤْمِنُ الْقَوِيُّ، خَيْرٌ وَأَحَبُّ إِلَى اللهِ مِنَ الْمُؤْمِنِ الضَّعِيفِ، وَفِي كُلٍّ خَيْرٌ، احْرِصْ عَلَى مَا يَنْفَعُكَ، وَاسْتَعِنْ بِاللهِ وَلَا تَعْجَزْ، وَإِنْ أَصَابَكَ شَيْءٌ، فَلَا تَقُلْ لَوْ أَنِّي فَعَلْتُ كَانَ كَذَا وَكَذَا، وَلَكِنْ قُلْ قَدَرُ اللهِ وَمَا شَاءَ فَعَلَ، فَإِنَّ (لَوْ) تَفْتَحُ عَمَلَ الشَّيْطَانِ». «پیاوړی مؤمن الله ته له کمزوري مؤمن څخه خوښ او غوره دی او په دواړو کې خیر دی، په هغه څه ټینګار وکړه چې ګټه درته رسوي او د الله تعالی نه مرسته وغواړه، او مه کمزوری کیږه، که چیرته درته څه - زیان - ورسیده نو داسې مه وایه: که چېرته مې داسې کړي وای، نو داسې او داسې به شوي وو، خو ووایه: د الله تقدیر دی او هغه چې څه غوښتل هغه یې وکړل؛ ځکه د (که چیرته) کلمه د شیطان کړنې پرانیزي».مسلم روايت کړی دی
له ابو عزة الهذلي رضي الله عنه څخه روایت دی، وایي: رسول الله ﷺ وفرمایل: «کله چې الله تعالی په یوه ځمکه (سیمه) کې د خپل بنده د روح اخیستلو اراده وکړي، نو هلته یې یوه اړتیا پیدا کړي». — رواه الترمذي، احمد او ابو داود الطيالسي.
له عبد الله بن عمرو بن العاص - رضي الله عنهما - څخه روایت دی وایې چې: ما له رسول الله صلی علیه وسلم څخه اوریدلي دي چې فرمایل یې: «الله د آسمانونو او ځمکې له پیدا کولو څخه پنځوس زره کاله مخکې د مخلوقاتو تقدیر لیکلی دی، وایې: پداسې حال کې چې عرش یې د اوبو له پاسه و».مسلم روايت کړی دی
عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: سَمِعْتُ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ: «إِنَّ اللَّهَ قَالَ: إِذَا ابْتَلَيْتُ عَبْدِي بِحَبِيبَتَيْهِ فَصَبَرَ، عَوَّضْتُهُ مِنْهُمَا الجَنَّةَ» يُرِيدُ: عَيْنَيْهِ.رواه البخاري