حديث للعالم
فضیلتونه

د ذکر فضیلت

10 حديث

10 حديث

له ابو الدرداء رضي الله عنه نه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «أَلاَ أُنَبِّئُكُمْ بِخَيْرِ أَعْمَالِكُمْ، وَأَزْكَاهَا عِنْدَ مَلِيكِكُمْ، وَأَرْفَعِهَا فِي دَرَجَاتِكُمْ وَخَيْرٌ لَكُمْ مِنْ إِنْفَاقِ الذَّهَبِ وَالوَرِقِ، وَخَيْرٌ لَكُمْ مِنْ أَنْ تَلْقَوْا عَدُوَّكُمْ فَتَضْرِبُوا أَعْنَاقَهُمْ وَيَضْرِبُوا أَعْنَاقَكُمْ؟» قَالُوا: بَلَى. قَالَ: «ذِكْرُ اللهِ تَعَالَى». "آیا زه تاسو ته ستاسو د غوره عملونو په اړه خبر درنکړم چې ستاسو د واکمن پر وړاندې ترټولو پاکیزه او ستاسو مرتبو لره لوړوونکي وي او ستاسو لپاره د سرو زرو او سپینو زرو له خیراتولو غوره وي، او لدې درته غوره وي چې د خپل دښمن سره مخ شئ ؟ نو تاسو د هغوی څټونه ووهئ او هغوی ستاسو څټونه ووهي؟» هغوی وویل: ولې نه (یعنې خبر راکړه)، هغه وفرمایل: د الله تعالی ذِکر (یادول).او ابن ماجه او احمد روايت کړی دی
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلى الله عليه وسلم د مکې په لاره روان و چې د جمدان نومې غره سره تېرېده نو ویې فرمايل: «سِيرُوا هَذَا جُمْدَانُ، سَبَقَ الْمُفَرِّدُونَ» قَالُوا: وَمَا الْمُفَرِّدُونَ يَا رَسُولَ اللهِ؟ قَالَ: «الذَّاكِرُونَ اللهَ كَثِيرًا وَالذَّاكِرَاتُ». « لاړ شئ دا جمدان دی، ځانته خلک مخکې شول» هغوی وویل چې: ځانته خلک څوک دي اې د الله رسوله! ویې فرمایل: هغه نارینه او ښځې چې الله تعالی ډېر یادوي».مسلم روايت کړی دی
له الأغرّ رضي الله عنه نه روایت دی، او هغه د نبي صلی الله علیه وسلم له اصحابو څخه و، وايي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل: (ای خلکو! الله ته توبه وباسئ، یقینا زه چې یم د ورځې الله ته سل ځلې توبه کوم).مسلم روايت کړی دی
له ابو هریره - رضي الله عنه - څخه روایت دی (هغه) له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه په هغه څه کې روایت کوي چې هغه یې له خپل رب څخه حکایت کوي، وایي: « یوه بنده په ګناه کولو سره ګناه وکړه او ویې ویل: اې الله ماته زما ګناه وبخښه، نو الله تبارک وتعالی وفرمایل: زما بنده ګناه وکړه او پوهه شو چې یو رب یې شته چې ګناهونه بخښي او په ګناه نیول کوي، بیا راوګرځید او ګناه یې وکړه، ویې ویل: اې ربه! ماته زما ګناه وبخښه، رب العزت وفرمایل: زما بنده ګناه وکړه، او پوهه شو چې هغه یو رب لري چې ګناهونه بخښي، او په ګناه نیول کوي، بیا راوګرځېده ګناه یې وکړه او ویې وییل: اې ربه ! ماته زما ګناه وبخښه، نو الله تبارک و تعالی وفرمایل: زما بنده په ګناه کولو سره ګناه وکړه، نو پوهه شو چې هغه یو رب لري چې ګناهونه بخښي او په ګناه نیول کوي، څه دې چې خوښه وي هغه وکړه، ځکه چې ما تاته بخښنه کړې ده».متفق علیه دی
له عبد الله بن صامت رضي الله عنه څخه روایت دی، هغه له ابو ذر رضي الله عنه څخه روایت کوي، هغه ویلي: رسول الله ﷺ وفرمایل: «آیا الله تعالی ته تر ټولو زیاته خوښه خبره نه درته ښایم؟». ما وویل: ای د الله تعالی رسوله! الله تعالی ته تر ټولو پر خوښ کلام مې خبر کړه. هغه وفرمایل:« الله تعالی ته تر ټولو زیاته خوښه خبره سُبْحَانَ اللّهِ وَبِحَمْدِهِ ده». رواه مسلم.
عن أبي هريرة رضي الله عنه مرفوعاً: «والذي نفسي بيده، لو لم تذنبوا، لذهب الله بكم، وجاء بقوم يُذْنِبُونَ، فيستغفرون اللهَ تعالى، فيغفر لهم».رواه مسلم
عن أبي سعيد الخدري رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : "الْبَاقِيَاتُ الصَّالِحَاتُ، لَا إلَهَ إلَّا اللَّهُ، وَسُبْحَانَ اللَّهِ، وَاَللَّهُ أَكْبَرُ، وَالْحَمْدُ لِلَّهِ، وَلَا حَوْلَ وَلَا قُوَّةَ إلَّا بِاَللَّهِ".رواه ابن حبان والحاكم، أما النسائي فرواه في الكبرى لكن من حديث أبي هريرة
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "څوک چې په ورځ کې سل ځلې (سُبْحَانَ اللهِ وَبِحَمْدِهِ)، ووايي، یعنې خاص الله لره پاکي او ستاینه ده، نو د هغه ګناهونه به توی شي، كه څه هم د سمندر د ځګ په څېر وي".متفق علیه دی
له عبد الله بن عمرو بن العاص رضي الله عنهما څخه روایت دی چې هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي دي چې وییل یې: «إِذَا سَمِعْتُمُ الْمُؤَذِّنَ فَقُولُوا مِثْلَ مَا يَقُولُ، ثُمَّ صَلُّوا عَلَيَّ، فَإِنَّهُ مَنْ صَلَّى عَلَيَّ صَلَاةً صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ بِهَا عَشْرًا، ثُمَّ سَلُوا اللهَ لِيَ الْوَسِيلَةَ، فَإِنَّهَا مَنْزِلَةٌ فِي الْجَنَّةِ، لَا تَنْبَغِي إِلَّا لِعَبْدٍ مِنْ عِبَادِ اللهِ، وَأَرْجُو أَنْ أَكُونَ أَنَا هُوَ، فَمَنْ سَأَلَ لِيَ الْوَسِيلَةَ حَلَّتْ لَهُ الشَّفَاعَةُ». «کله چې مو له اذان کوونکي څخه (د اذان الفاظ) واورېدل نو تاسو هم هغه څه وایئ چې هغه یې وایي، بیا پر ما درود ووایئ ، ځکه څوک چې پر ما درود ووایي، نو الله تعالی به پر هغه لس ځلې درود وایي، بیا ماته له الله جل جلاله څخه د وسیلې سوال وکړئ، چې هغه په جنت کې یو مقام دی، او د الله په بندګانو کې یوازې یو تن ته ورکول کیږي او له هغه پرته بل چاته نه ښایي، زه امېد لرم چې هغه به زه یم، او څوک چې زما لپاره وسیله وغواړي نو شفاعت به یې کیږي».مسلم روايت کړی دی
د عثمان بن ابی العاص رضی الله عنه څخه روایت دی چې: هغه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او ویې ویل: اې د الله رسوله، زما او زما د لمانځه او زما د قرائت تر منځه شیطان مداخله وکړه تر څو یې راباندې ګډود کړي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: « دا یو شیطان دی چې خنزب ورته ویل کیږي، نو کله دې چې حس کړ، له هغه څخه په الله پناه وغواړه، او چپ لوري ته دې درې ځلې تو کړه»، وایي: دا کار مې وکړ، نو الله تعالی راڅخه لرې کړ.مسلم روايت کړی دی