فضایل او آداب
له ابو هریره - رضي الله عنه - څخه روایت دی
متاح بـ 70 لغة
«له ابو هریره - رضي الله عنه - څخه روایت دی (هغه) له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه په هغه څه کې روایت کوي چې هغه یې له خپل رب څخه حکایت کوي، وایي: « یوه بنده په ګناه کولو سره ګناه وکړه او ویې ویل: اې الله ماته زما ګناه وبخښه، نو الله تبارک وتعالی وفرمایل: زما بنده ګناه وکړه او پوهه شو چې یو رب یې شته چې ګناهونه بخښي او په ګناه نیول کوي، بیا راوګرځید او ګناه یې وکړه، ویې ویل: اې ربه! ماته زما ګناه وبخښه، رب العزت وفرمایل: زما بنده ګناه وکړه، او پوهه شو چې هغه یو رب لري چې ګناهونه بخښي، او په ګناه نیول کوي، بیا راوګرځېده ګناه یې وکړه او ویې وییل: اې ربه ! ماته زما ګناه وبخښه، نو الله تبارک و تعالی وفرمایل: زما بنده په ګناه کولو سره ګناه وکړه، نو پوهه شو چې هغه یو رب لري چې ګناهونه بخښي او په ګناه نیول کوي، څه دې چې خوښه وي هغه وکړه، ځکه چې ما تاته بخښنه کړې ده».»ترجمة بالمعنى ·
ستُحفظ الصورة بجودتها الأصلية








