حديث للعالم
اضغط على الصورة لعرضها بالحجم الكامل
فضایل او آداب

د سليمان بن صرد رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې:

متاح بـ 53 لغة
«د سليمان بن صرد رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې: زه له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ناست وم چې دوو کسانو سره یو بل ته کنځلې کولې، نو د یو مخ سور شو او د مرۍ رګونه یې (له ډېرې غصې) راوپړسېدلې، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "زه په یوه کلمه پوهیږم چې که ویې وایي، نو غصه به یې لاړه شي، که چېرته: أَعُوذُ بِاللَّهِ مِنَ الشَّيْطَانِ) یعنې: زه له شیطان څخه په الله پناه غواړم ووایې: نو هغه څه به ترې لاړ شي چې دی ورسره مخ دی" نو هغوی ورته وویل چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې چې: له شیطان څخه په الله پناه وغواړه»، هغه وویل: آیا پر ما لیونتوب دی؟»

ترجمة بالمعنى ·

شرح الحديث

خلاصة المعنى بعبارة ميسّرة

دوو کسانو د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر وړاندې سره یوبل ته کنځلې وکړې، په داسې حال کې چې د یو مخ سور اوښتی و، د مرۍ خواوشا رګونه یې پړسېدلې وې. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: زه داسې یوې کلمې باندې پوهېږم چې که دا غصه کوونکی یې ووایي غصه به یې لاړه شي، که چېرته: أعوذ بالله من الشيطان الرجيم ووایي. نو هغوی ورته وویل چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې چې له شیطان څخه په الله پناه وغواړه. هغه وویل: آیا زه لیونی یم؟! دا ګمان یې وکړ چې یوازې لیونی انسان له شیطان څخه پناه غواړي.

المصدر
متفق علیه دی
تحميل الصورة

ستُحفظ الصورة بجودتها الأصلية