حديث للعالم
اضغط على الصورة لعرضها بالحجم الكامل
فضایل او آداب

له أبو قتادة رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

متاح بـ 54 لغة
«له أبو قتادة رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "ښه خوب لیدل د الله له طرفه دي او بد خوب د شیطان له طرفه، نو که ستاسو څخه یو څوک داسې خوب وویني چې ترې ډاریږي، خپل کیڼ اړخ ته دې لاړې تو کړي، او د هغه خوب له شر څخه دې په الله پناه وغواړي، نو هغه ته به زیان نه رسوي".»

ترجمة بالمعنى ·

شرح الحديث

خلاصة المعنى بعبارة ميسّرة

رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې نېک او خوشحالوونکی خوب د الله له طرفه وي، او بد خوب؛ یعنې داسې څه په خوب کې لېدل چې کرکه ترې کوي او خفه کوي یې، هغه د شیطان له طرفه وي. نو که چا داسې ېو څه ولیدل چې کرکه یې ترې درلوده، خپل چپ اړخ ته دې لاړې تو کړي او له شر څخه دې په الله پناه وغواړي؛ (که یې داسې وکړل) زیان به ورته ونه لري، ځکه چې الله تعالی یې له شر څخه د سلامتیا سبب ذکر کړی دی.

المصدر
متفق علیه دی
تحميل الصورة

ستُحفظ الصورة بجودتها الأصلية