حديث للعالم
اضغط على الصورة لعرضها بالحجم الكامل
فضایل او آداب

له ابوهریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایي چې: ما له رسول الله -صلی الله علیه وسلم- څخه اورېدلي دي چې ویل یې:

متاح بـ 71 لغة
«له ابوهریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایي چې: ما له رسول الله -صلی الله علیه وسلم- څخه اورېدلي دي چې ویل یې: "د يو مسلمان پر بل مسلمان پنځه حقونه دي: سلام ته ځواب وییل، د ناروغ پوښتنه کول، د جنازې پسې تلل، بلنه منل، او د پرنجي پر مهال ورته (یرحمک الله) وییل".»

ترجمة بالمعنى ·

شرح الحديث

خلاصة المعنى بعبارة ميسّرة

رسول الله صلی الله علیه وسلم د یو مسلمان په خپل مسلمان ورور باندې ځینې حقونه بیان کړي دي. له دغو حقونو څخه یې لومړی دا دی چې سلام ور وګرځوې چا ته چې سلام درته واچوي. دویم حق: د مریض پوښتنه کول او زیارت ته یې ورتلل. درېم حق: جنازې پسې یې له کوره تر هدیرې پورې تلل تر دې چې دفن شي. څلورم حق: د بلنې منل کله چې بلنه ورکړي لکه د واده ولیمې او یا داسې نورو ته. پنځم حق: پرنجي کوونکي ته ځواب وییل: داسې چې هغه کله د پرنجې پر مهال الحمد لله ووایي نو ورته ووایي چې: یرحمک الله (الله دې پر تا رحم وکړي) بیا به پرنجی کوونکی ووایي: یهدیکم الله و یصلح بالکم (الله تعالی دې تاسو ته هدایت وکړي او ستاسو حال دې سم کړي).

المصدر
متفق علیه دی
تحميل الصورة

ستُحفظ الصورة بجودتها الأصلية