فقه او اصول یې
له مَعْدَانَ بْنِ أَبِي طَلْحَةَ الْيَعْمَرِي څخه روایت دی وایي:
متاح بـ 59 لغة
«له مَعْدَانَ بْنِ أَبِي طَلْحَةَ الْيَعْمَرِي څخه روایت دی وایي: د رسول الله صلی الله علیه وسلم له ازاد شوي غلام ثوبان سره مخ شوم، نو ورته مې وویل: په داسې یو عمل مې خبر کړه چې الله تعالی مې پرې جنت ته داخل کړي؟ یا وایي چې ومې ویل: هغه عمل چې الله تعالی ته ګران وي، نو چپ شو. بیا مې ترې پوښتنه وکړه، نو چپ شو، بیا مې ترې په دریم ځل پوښتنه وکړه، نو ویې ویل: پدې اړه مې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه، نو ویې فرمایل: «عَلَيْكَ بِكَثْرَةِ السُّجُودِ لِلَّهِ، فَإِنَّكَ لَا تَسْجُدُ لِلَّهِ سَجْدَةً، إِلَّا رَفَعَكَ اللهُ بِهَا دَرَجَةً، وَحَطَّ عَنْكَ بِهَا خَطِيئَةً»
« الله تعالی ته ډېرې سجدې کوه، ځکه چې ته الله ته هره سجده کوې، الله تعالی دې پرې درجه لوړوي، او یوه ګناه درڅخه تویوي» معدان وویل: بیا له ابو الدرداء سره مخ شوم نو پوښتنه مې ترې وکړه، نو هغه خبره یې راته وکړه لکه څنګه چې ثوبان راته کړې وه.»ترجمة بالمعنى ·
ستُحفظ الصورة بجودتها الأصلية







