حديث للعالم
لمونځ

د لمانځه فضیلت

10 حديث

10 حديث

له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "پر منافقانو تر ټولو دروند لمونځ د ماخوستن او سهار لمونځونه دي، که دوی پوه شي چې په دوی کې څه دي، نو دوی به ورته راتګ کړی و، اګر که په خاپوړو وای، او ما هوډ وکړ چې د لمانځه د ادا کولو امر وکړم، بیا یو سړي ته امر وکړم چې خلکو ته لمونځ ورکړي، بیا د ځان سره سړي بوځم چې د لرګیو ګیډۍ ورسره وي، او په هغو خلکو کورونه وروسوځوم چې لمانځه ته نه حاضریږي».متفق علیه دی
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به فرمایل: "پنځه وخته لمونځونه، له یوې جمعې څخه تر بلې پورې، او له یو رمضان څخه تر بل پورې، د دوی تر منځه د ګناهونو کفاره ده پدې شرط چې له کبیره ګناهونو څخه ځان وساتل شي".مسلم روايت کړی دی
له مَعْدَانَ بْنِ أَبِي طَلْحَةَ الْيَعْمَرِي څخه روایت دی وایي: د رسول الله صلی الله علیه وسلم له ازاد شوي غلام ثوبان سره مخ شوم، نو ورته مې وویل: په داسې یو عمل مې خبر کړه چې الله تعالی مې پرې جنت ته داخل کړي؟ یا وایي چې ومې ویل: هغه عمل چې الله تعالی ته ګران وي، نو چپ شو. بیا مې ترې پوښتنه وکړه، نو چپ شو، بیا مې ترې په دریم ځل پوښتنه وکړه، نو ویې ویل: پدې اړه مې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه، نو ویې فرمایل: «عَلَيْكَ بِكَثْرَةِ السُّجُودِ لِلَّهِ، فَإِنَّكَ لَا تَسْجُدُ لِلَّهِ سَجْدَةً، إِلَّا رَفَعَكَ اللهُ بِهَا دَرَجَةً، وَحَطَّ عَنْكَ بِهَا خَطِيئَةً» « الله تعالی ته ډېرې سجدې کوه، ځکه چې ته الله ته هره سجده کوې، الله تعالی دې پرې درجه لوړوي، او یوه ګناه درڅخه تویوي» معدان وویل: بیا له ابو الدرداء سره مخ شوم نو پوښتنه مې ترې وکړه، نو هغه خبره یې راته وکړه لکه څنګه چې ثوبان راته کړې وه.مسلم روايت کړی دی
له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوریدلي یې چې فرمایل یې: «خبر راکړئ چي که ستاسو څخه د يو چا د دروازې په خوله کې یو نهر وي چي هغه پکې د ورځې پنځه ځلي غسل کوي، نو څه وايئ چې په هغه کي به څه خیری پاتې شي؟» هغوی وویل: نه هیڅ خیری به یې پاتې نه شي، ویې فرمایل: همدا د پنځه وخته لمونځونو مثال دی، چې الله جل جلاله پرې ګناهونه پاکوي».متفق علیه دی
له جندب بن عبدالله القسري رضي الله عنه څخه روایت دی وایي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "څوک چې د سهار لمونځ وکړي هغه د الله جل جلاله په ساتنه (ذمه) کې دی، نو الله تعالی دې له تاسو څخه د هغه د ذمې په اړه د څه شي غوښتنه ونه کړي، ځکه چې یقینا که چېرته الله تعالی د چا سره د خپلې ذمې په اړه حساب وکړ نو راګیر به یې کړي، بیا به یې پړمخه د جنهم په اور کې وغورځوي".مسلم روايت کړی دی
له ابو زهير عماره بن رؤيبه رضي الله عنه نه روايت دی وایې چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: «هغه کس به هېڅ کله دوزخ ته نه ننوځي چې د لمر له راختو او لوېدو څخه وړاندې یې لمونځ کړی وي»مسلم روايت کړی دی
له عثمان رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوریدلي چې فرمایل یې: «هیڅ مسلمان نشته چې کله د فرض لمانځه وخت راورسیږي، نو دی ورته ښایسته اودس وکړي، خشوع او رکوع یې پر ځای کړي مګر دا چې د مخکنیو ګناهونو لپاره به یې کفاره وګرځي، تر دې چې لویه (کبیره) ګناه ونه کړي. او همداسې د تل لپاره».مسلم روايت کړی دی
له أبو مالک الأشعري - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایې چې : رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «الطُّهُورُ شَطْرُ الْإِيمَانِ، وَالْحَمْدُ لِلهِ تَمْلَأُ الْمِيزَانَ، وَسُبْحَانَ اللهِ وَالْحَمْدُ لِلهِ تَمْلَآنِ -أَوْ تَمْلَأُ- مَا بَيْنَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ، وَالصَّلَاةُ نُورٌ، وَالصَّدَقَةُ بُرْهَانٌ، وَالصَّبْرُ ضِيَاءٌ، وَالْقُرْآنُ حُجَّةٌ لَكَ أَوْ عَلَيْكَ، كُلُّ النَّاسِ يَغْدُو، فَبَايِعٌ نَفْسَهُ فَمُعْتِقُهَا أَوْ مُوبِقُهَا». «پاکوالی نيم ايمان دی، او (الحمد لله) تله درنوي او ( سبحان الله او الحمد لله) دواړه د آسمان او ځمکې تر منځه - واټن - ډکوي لمونځ رڼا ده ، او صدقه یې د خاوند په ایمان پرېکنده دلیل دی، صبر روښنایې ده، او قرآن خو یا ستا لپاره او یا پر تا باندې حجت دی، ټول خلک - د روزۍ په لټه کې - سبا کوي، ځینې ځان پلوري؛ تر څو یې له اور څخه آزاد کړي، او ځینې نور یې پلوري تر څو یې هلاک کړي».مسلم روايت کړی دی
عن ربيعة بن كعب الأسلمي قال: كنتُ أبيتُ مع رسول الله صلى الله عليه وسلم فأتيتُه بوَضوئه وحاجته فقال لي: «سل» فقلت: أسألك مرافقتك في الجنة. قال: «أو غير ذلك؟» قلت: هو ذاك. قال: «فأعني على نفسك بكثرة السجود».رواه مسلم
عن عائشة عن النبي صلى الله عليه وسلم قال: «ما من ميت تصلي عليه أُمَّةٌ من المسلمين يبلغون مائة، كلهم يشفعون له، إلا شفعوا فيه».رواه مسلم