حديث للعالم
د عبادتونو فقه

لمونځ

126 حديث

126 حديث

له ابو سعید الخدری رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "کله چې تاسو اذان واورئ، نو تاسو هم د موذن په څېر هغه څه ووایئ چې هغه يې وایي".متفق علیه دی
له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "خپل صفونه برابر کړئ، ځکه د صف برابرول د لمانځه له بشپړتیا څخه دي".متفق علیه دی
عن عبد الله بن زيد بن عاصم المازني رضي الله عنه قال: (شُكِيَ إلى النبيِّ صلى الله عليه وسلم الرَّجلُ يُخَيَّلُ إِليه أنَّه يَجِد الشَّيء في الصَّلاة، فقال: لا ينصرف حتَّى يَسمعَ صَوتًا، أو يَجِد رِيحًا).متفق عليه
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «ايا له تاسو څخه يو څوک نه وېرېږي – يا ستاسو څخه څوک دا وېره نه لري چې: کله دی له امام څخه مخکې خپل سر راپورته کوي، چې الله جل جلاله به یې سر د خره وګرځوي، او یا به یې څېره د خره څېره وګرځوي».متفق علیه دی
له عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی وایي چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایل یې: «هغه مهال لمونځ کول نه صحیح کېږي چې خواړه د خوراک لپاره چمتو وي او نه هغه مهال چې د وړوکي او یا لوی اودس ماتي له امله یې اودس تنګ وي».مسلم روايت کړی دی
له ابن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی چې فرمایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم راته تشهد داسې رازده کړ لکه څرنګه به یې چې له قرآن څخه یو سورت رازده کاوه، دا پداسې حال کې چې زما لاس د هغه په لاسونو کې و: «التَّحِيَّاتُ لِلَّهِ، وَالصَّلَوَاتُ وَالطَّيِّبَاتُ، السَّلاَمُ عَلَيْكَ أَيُّهَا النَّبِيُّ وَرَحْمَةُ اللَّهِ وَبَرَكَاتُهُ، السَّلاَمُ عَلَيْنَا وَعَلَى عِبَادِ اللَّهِ الصَّالِحِينَ، أَشْهَدُ أَنْ لاَ إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، وَأَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ» ټولې ستاینې ژبنې، بدني، او مالي عبادتونه الله جل جلاله لره دي، سلام او د الله رحمتونه او برکتونه دې وي پر تا ای پیغمبره، سلام دې وي پر مونږ او د الله پر نیکو بنده ګانو، ګواهي ورکوم چې له الله تعالی پرته بل هېڅوک د عبادت وړ نشته او ګواهي ورکوم چې محمد صلی الله علیه وسلم د الله بنده او رسول دی». او د دواړو په یو بل لفظ کې راغلي: «إِنَّ اللهَ هُوَ السَّلَامُ، فَإِذَا قَعَدَ أَحَدُكُمْ فِي الصَّلَاةِ فَلْيَقُلْ: التَّحِيَّاتُ لِلَّهِ وَالصَّلَوَاتُ وَالطَّيِّبَاتُ السَّلَامُ عَلَيْكَ أَيُّهَا النَّبِيُّ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَاتُهُ، السَّلَامُ عَلَيْنَا وَعَلَى عِبَادِ اللهِ الصَّالِحِينَ، فَإِذَا قَالَهَا أَصَابَتْ كُلَّ عَبْدٍ لِلَّهِ صَالِحٍ فِي السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ، أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، وَأَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ، ثُمَّ يَتَخَيَّرُ مِنَ الْمَسْأَلَةِ مَا شَاءَ». «یقینا الله سلام دی، نو کله چې ستاسو څخه یو څوک په لمانځه کې کېناست نو ودې وایي: التَّحِيَّاتُ لِلَّهِ...ثنا، ستاینې او پاکۍ الله لره دي، اې نبي ! پرتا دې سلام، د الله رحمت او برکتونه دې وي، پر مونږ او دالله پر نیکو بندګانو دې سلام وي. کله یې چې دا دعا وویله هر نېک بنده ته به په اسمان او ځمکه کې ورسیږي. (بیا به ووایي) ګواهي ورکوم چې له الله پرته بل حق معبود نشته او پدې ګواهي ورکوم چې محمد صلی الله علیه وسلم د الله جل جلاله بنده او رسول دی. د دې پسې بیا کولی شي هر ډول سوال او دعا چې وغواړي غوره یې کړي»متفق علیه دی
عن أبي موسى الأشعري رضي الله عنه قال: خَسَفَت الشمس على زمان رسول الله صلى الله عليه وسلم . فقام فَزِعًا، ويخشى أن تكون الساعة، حتى أتى المسجد، فقام، فصلى بأطول قيام وسجود، ما رأيته يفعله في صلاته قطُّ، ثم قال: إن هذه الآيات التي يُرْسِلُهَا الله عز وجل : لا تكون لموت أحد ولا لحياته، ولكن الله يُرْسِلُهَا يُخَوِّفُ بها عباده، فإذا رأيتم منها شيئا فَافْزَعُوا إلى ذكر الله و دُعَائِهِ وَاسْتِغْفَارِهِ.متفق عليه
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی هغه فرمایلي: رسول الله صلی الله علیه وسلم به دعا کوله او وېیل به یې: « اې الله! زه پر تا د قبر له عذاب څخه پناه نیسم او د اور له عذاب څخه، او پناه نیسم پر تا د ژوند او مرګ او مسحه شوي دجال له فتنې څخه». او د مسلم په لفظ کې راځي «کله چې ستاسو څخه یو له وروستي تشهد څخه فارغ شو، نو له څلورو شیانو څخه دې الله ته پناه یوسي: د دوزخ له عذابه، د قبر له عذابه، د ژوند او مرګ له فتنې او د مسحه شوي دجال له فتنې څخه».متفق علیه دی
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې کله په لمانځه کې تکبیر ووایه نو له قراءت پیلولو وړاندې به یوه لحظه چپ پاتې شو، نو ما وویل: اې د الله رسوله ! زما پلار او مور دې له تا څخه قربان شي، د تکبیر او قراءت تر منځه د چوپتیا په اړه خبر راکړه، چې څه وایې؟ هغه وفرمایل: «زه وایم: اللهُمَّ بَاعِدْ بَيْنِي وَبَيْنَ خَطَايَايَ كَمَا بَاعَدْتَ بَيْنَ الْمَشْرِقِ وَالْمَغْرِبِ، اللهُمَّ نَقِّنِي مِنْ خَطَايَايَ كَمَا يُنَقَّى الثَّوْبُ الْأَبْيَضُ مِنَ الدَّنَسِ، اللهُمَّ اغْسِلْنِي مِنْ خَطَايَايَ بِالثَّلْجِ وَالْمَاءِ وَالْبَرَدِ».اې الله زما او د ګناهونو تر منځه داسې لرې والی راوله لکه څرنګه دې چې ختیځ له لوېدیځ څخه لرې کړی دی، اې الله ما له ګناهونو څخه داسې پاک کړه لکه سپینه جامه چې له خیرو څخه پاکیږي، اې الله ما له ګناهونو څخه په اوبو، واورو او ګلۍ سره ومینځه.متفق علیه دی
له ابو هریره - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «که خپل ملګرې ته دې د جمعې په ورځ وویل چې: چپ شه، په داسې حال کې چې امام خطبه وایي، نو تا د جمعې فضیلت له لاسه ورکړ».متفق علیه دی
له جابر بن عبدالله رضي الله عنهما څخه روایت دی هغه وايي چې: رسول الله ﷺ به مونږ ته د استخارې دعا داسې ښووله، لکه څنګه به یې چې مونږ ته د قرآن یو سورت ښووه، ویې فرمایل: کله چې ستاسو څخه یو څوک د کوم کار اراده ولري، نو له فرض لمانځه پرته دې دوه رکعته لمونځ وکړي، بیا دې دا دعا ووایي: اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْتَخِيرُكَ بِعِلْمِكَ وَأَسْتَقْدِرُكَ بِقُدْرَتِكَ، وَأَسْأَلُكَ مِنْ فَضْلِكَ الْعَظِيمِ، فَإِنَّكَ تَقْدِرُ وَلَا أَقْدِرُ، وَتَعْلَمُ وَلَا أَعْلَمُ، وَأَنْتَ عَلَّامُ الْغُيُوبِ، اللَّهُمَّ إِنْ كُنْتَ تَعْلَمُ أَنَّ هَذَا الْأَمْرَ خَيْرٌ لِي فِي دِينِي، وَمَعَاشِي، وَعَاقِبَةِ أَمْرِي» أَوْ قَالَ: «عَاجِلِ أَمْرِي وَآجِلِهِ، فَاقْدُرْهُ لِي وَيَسِّرْهُ لِي ثُمَّ بَارِكْ لِي فِيهِ، وَإِنْ كُنْتَ تَعْلَمُ أَنَّ هَذَا الْأَمْرَ شَرٌّ لِي فِي دِينِي وَمَعَاشِي وَعَاقِبَةِ أَمْرِي» أَوْ قَالَ: «فِي عَاجِلِ أَمْرِي وَآجِلِهِ، فَاصْرِفْهُ عَنِّي وَاصْرِفْنِي عَنْهُ، وَاقْدُرْ لِي الْخَيْرَ حَيْثُ كَانَ، ثُمَّ أَرْضِنِي». «یا الله! زه ستا څخه ستا د علم له مخې د خېر مشوره غواړم، او ستا د قدرت له مخې مرسته غواړم، او ستا د لوی فضل نه درڅخه سوال کوم، ځکه ته توان لرې او زه یې نه لرم، ته پوهېږې او زه نه پوهېږم، او ته په پټو چارو ښه پوه یې، یا الله! که ستا په علم کې وي چې دا کار (دلته به خپله غوښتنه وکړي) زما لپاره زما په دین، ژوند، او د کار په پایله کې (یا: زما په اوسني او راتلونکي حال) کې زما په خېر وي، نو دا کار مې تقدیر کړه، اسان یې کړه، او پکې برکت راکړه، او که ستا په علم کې دا وي چې دا کار زما لپاره زما په دین، ژوند، او د کار په پایله کې (یا: زما په اوسني او راتلونکي حال) کې بد دی، نو دا کار له ما څخه لرې کړه، او ما ترې لرې کړه، او هر چېرته چې خیر وي، هغه مې تقدیر کړه، بیا مې پرې خوښ کړه» ویې فرمایل: «او د خپل حاجت یادونه دې وکړي».بخاري روايت کړی دی
ابو هریره رضي الله عنه له نبي صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي: «یا الله زما قبر بت مه جوړوه، د الله لعنت دې وي په هغو خلکو چې د خپلو پیغمبرانو قبرونه یې جوماتونه ګرځولي دي».احمد روايت کړی دی
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "پر منافقانو تر ټولو دروند لمونځ د ماخوستن او سهار لمونځونه دي، که دوی پوه شي چې په دوی کې څه دي، نو دوی به ورته راتګ کړی و، اګر که په خاپوړو وای، او ما هوډ وکړ چې د لمانځه د ادا کولو امر وکړم، بیا یو سړي ته امر وکړم چې خلکو ته لمونځ ورکړي، بیا د ځان سره سړي بوځم چې د لرګیو ګیډۍ ورسره وي، او په هغو خلکو کورونه وروسوځوم چې لمانځه ته نه حاضریږي».متفق علیه دی
عن أبي هريرة رضي الله عنه مرفوعًا: «صلاة الرجل في جماعة تَضعُفُ على صلاته في بيته وفِي سُوقِه خمسا وعشرين ضِعفًا، وذلك: أَنَّه إِذَا تَوَضَّأ، فَأَحسَن الوُضُوء، ثمَّ خرج إلى المسجد لاَ يُخرِجُهُ إلاَّ الصلاة؛ لَم يَخْطُ خُطوَةً إِلاَّ رُفِعَت له بِها درجة، وَحُطَّ عَنهُ بها خطيئة، فإذا صلَّى لم تزل الملائكة تُصَلِّي عليه، ما دام في مُصَلاَّه: اللهُمَّ صَلِّ عليه، اللهم اغفِر له، اللهم ارْحَمه، ولا يزال في صلاة ما انتظر الصلاة».متفق عليه
د مؤمنانو مور عائشې رضي الله عنها، ویلي: پېغمبر ﷺ د نورو نفلونو په پرتله د سهار د لمانځه (فجر) پر دوو رکعتونو ډېر پابند و.متفق علیه دی
له معاذ بن جبل رضي الله عنه څخه روایت دی چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه له لاس څخه ونیوه او ویې ویل: "اې معاذه، په الله قسم چې زه درسره مینه لرم"، نو ویې فرمایل:«اې معاذه! زه تاته سپارښتنه کوم چې د هر لمانځه په پاي کې مه پرېږده چې ووایې: اې الله، ستا په یادولو، ستا په شکر ادا کولو او ستا په ښه عبادت کولو کې راسره مرسته وکړې».ابو داود، النسائي او احمد روایت کړی دی
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به فرمایل: "پنځه وخته لمونځونه، له یوې جمعې څخه تر بلې پورې، او له یو رمضان څخه تر بل پورې، د دوی تر منځه د ګناهونو کفاره ده پدې شرط چې له کبیره ګناهونو څخه ځان وساتل شي".مسلم روايت کړی دی
له مَعْدَانَ بْنِ أَبِي طَلْحَةَ الْيَعْمَرِي څخه روایت دی وایي: د رسول الله صلی الله علیه وسلم له ازاد شوي غلام ثوبان سره مخ شوم، نو ورته مې وویل: په داسې یو عمل مې خبر کړه چې الله تعالی مې پرې جنت ته داخل کړي؟ یا وایي چې ومې ویل: هغه عمل چې الله تعالی ته ګران وي، نو چپ شو. بیا مې ترې پوښتنه وکړه، نو چپ شو، بیا مې ترې په دریم ځل پوښتنه وکړه، نو ویې ویل: پدې اړه مې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه، نو ویې فرمایل: «عَلَيْكَ بِكَثْرَةِ السُّجُودِ لِلَّهِ، فَإِنَّكَ لَا تَسْجُدُ لِلَّهِ سَجْدَةً، إِلَّا رَفَعَكَ اللهُ بِهَا دَرَجَةً، وَحَطَّ عَنْكَ بِهَا خَطِيئَةً» « الله تعالی ته ډېرې سجدې کوه، ځکه چې ته الله ته هره سجده کوې، الله تعالی دې پرې درجه لوړوي، او یوه ګناه درڅخه تویوي» معدان وویل: بیا له ابو الدرداء سره مخ شوم نو پوښتنه مې ترې وکړه، نو هغه خبره یې راته وکړه لکه څنګه چې ثوبان راته کړې وه.مسلم روايت کړی دی
عن أبي هريرة رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : «إذا قَام أحَدُكُم من الليل، فَاسْتَعْجَمَ القرآن على لِسَانه، فلم يَدْرِ ما يقول، فَلْيَضْطَجِع».رواه مسلم
له ابو هریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي: "څوک چې د قدر شپه پر هغې د ایمان لرلو او ثواب په نیت - په عبادت - کې تیره کړي، د هغه تېر ګناهونه به وبخښل شي".متفق علیه دی
وعن سالم بن عبد الله بن عمر بن الخطاب رضي الله عنهم عن أبيه: أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: « نِعْمَ الرَّجُلُ عبد الله، لو كان يُصلِّي من الليل» قال سالم: فكان عبد الله بعد ذلك لا يَنامُ من الليل إلا قليلًا.متفق عليه
له أبو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «په جماعت سره د یو سړي لمونځ د کور او بازار د لمانځه په پرتله څه د پاسه شل درجې لوړې دي، دا ځکه چې که له دوی څخه یو څوک ښایسته اودس وکړي. بیا جومات ته راشي او یوازې لمونځ یې جومات ته راباسي، له لمانځه پرته بله اراده نه لري، نو هیڅ قدم نه اخلي مګر دا چې یوه درجه یې پرې لوړیږی او یوه ګناه یې ترې توییږي، تر دې چې جومات ته ننوځي، نو کله چې جومات ته ننوځي دی په لمانځه کې دی، ځکه چې یوازې لمونځ ایسار کړی دی، او ستاسو څخه پر یو تر هغه وخته پورې ملاېکې درود وایي چې دی په هغه ناسته کې وي چې لمونځ یې په کې کړی دی، وایې: ای الله رحم پرې وکړه، ای الله بښنه ورته وکړه، ای الله توبه یې قبوله کړه، تر څو یې چې اودس خراب شوی نه وي او داسې کار یې نه وي وکړي چې خلک او ملاېکې پرې ازاریږي».متفق علیه دی
عن أبي ذر رضي الله عنه قال: قال النبي صلى الله عليه وسلم :«عُرِضَتْ عَلَيَّ أعمالُ أُمتي، حَسَنُهَا وسَيِّئُهَا فَوَجَدتُ في مَحَاسِنِ أَعْمَالِهَا الأَذَى يُمَاطُ عَنِ الطَّرِيقِ، ووَجَدتُ في مَسَاوِئِ أَعْمَالِهَا النُّخَاعَةُ تَكُونُ في المَسْجِدِ لا تُدْفَنُ».رواه مسلم
عن عائشة رضي الله عنها قالت: كان رسولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم إذا فَاتَتْهُ الصَّلَاةُ مِنَ الليلِ مِن وَجَعٍ أَوْ غَيْرِهِ، صَلَّى من النَّهَارِ ثِنْتَيْ عَشْرَةَ رَكْعَةً.رواه مسلم