حديث للعالم
لمونځ

د لمونځ کوونکو تېروتنې

5 حديث

5 حديث

له عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی وایي چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایل یې: «هغه مهال لمونځ کول نه صحیح کېږي چې خواړه د خوراک لپاره چمتو وي او نه هغه مهال چې د وړوکي او یا لوی اودس ماتي له امله یې اودس تنګ وي».مسلم روايت کړی دی
له انس بن مالک (رضي الله عنه) څخه روایت دی، وایي: نبي کریم ﷺ وفرمایل: "کله چې مؤمن په لمانځه کې وي، نو په حقیقت کې دی له خپل رب تعالی سره راز و نیاز کوي". رواه البخاري ومسلم
له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «پر ځینو خلکو څه شوي دي چې په لمانځه کې سترګې اسمان ته پورته کوي» نو په دې اړه یې خبره سخته کړه، تر دې چې ویې ویل: «هغوی دې له دې کاره لاس واخلي، که نه نو سترګې به یې واخیستل شي».بخاري روايت کړی دی
له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «له چا څخه چې لمونځ هېر شو، نو هغه مهال دې وکړي کله چې وریاد شو، لدې پرته یې بله کفاره نشته: {وَأَقِمِ الصَّلاةَ لِذِكْرِي} او زما د یاد لپاره لمونځ وکړئ [طه: 14] ».متفق علیه دی
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «په خلکو کې تر ټولو بد غل هغه دی چې هغه خپل لمونځ غلا کوي» هغه وفرمایل: څنګه خپل لمونځ غلا کوي؟ ویې فرمايل چې: «نه یې رکوع بشپړوي، او نه یې سجده».ابن حبان روايت کړی دی