حديث للعالم
لمونځ

د لمانځه اذکار

15 حديث

15 حديث

له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی هغه فرمایلي: رسول الله صلی الله علیه وسلم به دعا کوله او وېیل به یې: « اې الله! زه پر تا د قبر له عذاب څخه پناه نیسم او د اور له عذاب څخه، او پناه نیسم پر تا د ژوند او مرګ او مسحه شوي دجال له فتنې څخه». او د مسلم په لفظ کې راځي «کله چې ستاسو څخه یو له وروستي تشهد څخه فارغ شو، نو له څلورو شیانو څخه دې الله ته پناه یوسي: د دوزخ له عذابه، د قبر له عذابه، د ژوند او مرګ له فتنې او د مسحه شوي دجال له فتنې څخه».متفق علیه دی
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې کله په لمانځه کې تکبیر ووایه نو له قراءت پیلولو وړاندې به یوه لحظه چپ پاتې شو، نو ما وویل: اې د الله رسوله ! زما پلار او مور دې له تا څخه قربان شي، د تکبیر او قراءت تر منځه د چوپتیا په اړه خبر راکړه، چې څه وایې؟ هغه وفرمایل: «زه وایم: اللهُمَّ بَاعِدْ بَيْنِي وَبَيْنَ خَطَايَايَ كَمَا بَاعَدْتَ بَيْنَ الْمَشْرِقِ وَالْمَغْرِبِ، اللهُمَّ نَقِّنِي مِنْ خَطَايَايَ كَمَا يُنَقَّى الثَّوْبُ الْأَبْيَضُ مِنَ الدَّنَسِ، اللهُمَّ اغْسِلْنِي مِنْ خَطَايَايَ بِالثَّلْجِ وَالْمَاءِ وَالْبَرَدِ».اې الله زما او د ګناهونو تر منځه داسې لرې والی راوله لکه څرنګه دې چې ختیځ له لوېدیځ څخه لرې کړی دی، اې الله ما له ګناهونو څخه داسې پاک کړه لکه سپینه جامه چې له خیرو څخه پاکیږي، اې الله ما له ګناهونو څخه په اوبو، واورو او ګلۍ سره ومینځه.متفق علیه دی
له معاذ بن جبل رضي الله عنه څخه روایت دی چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه له لاس څخه ونیوه او ویې ویل: "اې معاذه، په الله قسم چې زه درسره مینه لرم"، نو ویې فرمایل:«اې معاذه! زه تاته سپارښتنه کوم چې د هر لمانځه په پاي کې مه پرېږده چې ووایې: اې الله، ستا په یادولو، ستا په شکر ادا کولو او ستا په ښه عبادت کولو کې راسره مرسته وکړې».ابو داود، النسائي او احمد روایت کړی دی
له عبدالرحمن بن ابي لیلی څخه روایت دی، وایي چې: کعب بن عجره راسره مخ شو، نو ویې وییل: ایا زه تاته ډالۍ در نه کړم؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم موږ ته بهر راووت نو ویې فرمایل: اى د الله جل جلاله رسوله، یقینا دا مو زده کړی چې څرنګه پر تا سلام ووایو، خو درود درباندې څنګه ووایو؟ ویې فرمایل: « نو وایئ: اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ، إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ، اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا بَارَكْتَ عَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ، إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ».«یا الله! پر محمد - صلی الله علیه وسلم - او د هغه پرکورنۍ رحمت ووروه، لکه پر ابراهیم -علیه السلام- او د هغه پرکورنۍ دې چې ورولی و، بېشکه ته ستایل شوی او لوی یې. یا الله! پر محمد صلی الله علیه وسلم او د هغه پر کورنۍ برکتونه ووروه، لکه پر ابراهیم - علیه السلام - او د هغه پرکورنۍ دې چې ورولي و، بېشکه ته ستایل شوی او لوی یې».متفق علیه دی
عن عائشة رضي الله عنها أنّ رسولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم كانَ يقول في ركوعه وسجودِه: «سبُّوحٌ قُدُّوسٌ رَبُّ المَلاَئِكَةِ وَالرُّوحِ».رواه مسلم
له کعب بن عجره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «د هر فرض لمانځه پسې داسې تعقیبي دعاګانې شته چې ویونکی - یا کوونکی- به یې نامراده نه شي - درې دېرش ځلې سبحان الله، درې دېرش ځلې الحمد لله او څلور دېرش ځلې الله اکبر وییل».مسلم روايت کړی دی
عن علي بن أبي طالب رضي الله عنه أنَّ رسولَ الله صلى الله عليه وسلم كان إذا قامَ إلى الصلاة، قال: «وَجَّهتُ وجهي للذي فطر السماوات والأرض حنيفًا، وما أنا من المشركين، إنَّ صلاتي، ونُسُكي، ومَحياي، ومماتي لله رب العالمين، لا شريك له، وبذلك أُمِرتُ وأنا من المسلمين، اللهمَّ أنت المَلِك لا إله إلَّا أنت، أنت ربي، وأنا عبدك، ظلمتُ نفسي، واعترفتُ بذنبي، فاغفر لي ذنوبي جميعًا، إنه لا يغفر الذنوب إلا أنت، واهدني لأحسن الأخلاق لا يهدي لأحسنها إلا أنت، واصرف عني سيئَها لا يصرف عني سيئها إلا أنت، لبَّيْك وسَعْدَيْك، والخيرُ كله في يديك، والشر ليس إليك، أنا بك وإليك، تباركتَ وتعاليتَ، أستغفرك وأتوب إليك»، وإذا ركع، قال: «اللهمَّ لك ركعتُ، وبك آمنتُ، ولك أسلمتُ، خشع لك سمعي، وبصري، ومُخِّي، وعظمي، وعَصَبي»، وإذا رفع، قال: «اللهم ربنا لك الحمد مِلءَ السماوات، ومِلءَ الأرض، ومِلءَ ما بينهما، ومِلءَ ما شئتَ من شيء بعد»، وإذا سجد، قال: «اللهم لك سجدتُ، وبك آمنتُ، ولك أسلمتُ، سجد وجهي للذي خلقه، وصوَّره، وشقَّ سمعَه وبصرَه، تبارك الله أحسنُ الخالقين»، ثم يكون من آخر ما يقول بين التشهُّد والتسليم: «اللهم اغفر لي ما قدَّمتُ وما أخَّرتُ، وما أسررتُ وما أعلنتُ، وما أسرفتُ، وما أنت أعلم به مني، أنت المُقَدِّم وأنت المؤَخِّر، لا إله إلا أنت».رواه مسلم
له ابو سعيد الخدري (رضي الله عنه) څخه روایت دی، وایي: رسول الله ﷺ چې به کله له رکوع څخه سر پورته کړ، داسې به یې ویل: "اې زموږ ربه! ټول حمدونه ستا دي، د اسمانونو او ځمکې د ډکوالي په اندازه، او له دغې وروسته د هر هغه څه د ډکوالي په اندازه چې ستا خوښه وي. ته د ستاینې او لویوالي وړ يې. دغه حقه ثنا ده چې یوه بنده ویلې ده، او موږ ټول ستا بندګان یو. اې الله! څه چې ته ورکړې، څوک یې منع کولی نشي، او څه چې ته منع کړې، څوک یې ورکولی نشي، او هېڅ شتمني یا ځواک ستا په وړاندې هېچا ته ګټه نه رسوي". رواه مسلم
له ابن عباس - رضي الله عنهما - څخه روایت دی چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم به د دوو سجدو تر مینځه وییل. یعنې "اې الله، ما ته بخښنه وکړه، پر ما رحم وکړه، ما ته روغتیا راکړه، لارښوونه راته وکړه، او روزي راکړه".ابو داود، الترمذي، ابن ماجه او احمد روایت کړی دی
له ثوبان رضي الله عنه څخه روایت دی وایي: کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل لمونځ پای ته ورساوه نو درې ځلې به یې استغفر الله وییل، او «اللَّهُمَّ أَنْتَ السَّلَامُ، وَمِنْكَ السَّلَامُ، تَبَارَكْتَ ذَا الْجَلَالِ وَالْإِكْرَامِ» به یې وویل، یعنې اې الله! ته سلامتیا ورکوونکی یې، او سلامتیا ستا لخوا ده، ډیر لوړ دی شان ستا، اې د جلال او عزت خاونده، ولید ویلي: ما اوزاعي ته وویل چې استغفار څنګه وي؟ هغه وویل: چې ووایي: أَسْتَغْفِرُ اللهَ، أَسْتَغْفِرُ اللهَ.مسلم روايت کړی دی
ابوهریره رضي الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي: "څوک چې د هر لمانځه په پای کې درې دېرش ځلې سبحان الله، درې دېرش ځلې الحمد لله او درې دیرش ځلې الله اکبر ووایي نو دا نهه نوي شول، او د سلو د پوره کولو لپاره یې: لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ" ووایي نو د هغه ګناهونه به وبخښل شي، که څه هم د سمندر د زګ په څېر وي.مسلم روايت کړی دی
له ابو امامه رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "څوک چې د هر فرض لمانځه پسې آیت الکرسي ووایي، نو هېڅ شی به هغه جنت ته له ننوتلو منع نه کړي، تر څو چې مړ شي".النسائي په الکبری کې روایت کړی
له ابن ابي اوفی رضی الله عنه څخه روایت دی وایي چې: کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خپله ملا له رکوع څخه پورته کړه نو - دا دعا به یې وویله: «سَمِعَ اللهُ لِمَنْ حَمِدَهُ، اللَّهُمَّ رَبَّنَا لَكَ الْحَمْدُ، مِلْءَ السَّمَاوَاتِ وَمِلْءَ الْأَرْضِ وَمِلْءَ مَا شِئْتَ مِنْ شَيْءٍ بَعْدُ». الله د هغه چا - وینا - واورېده چې د هغه ثنا یې وویله، اې الله زمونږه ربه ستا لره ستاینه ده، د آسمانونو د ډکوالي او د ځمکې د ډکوالي او د هغه څه د ډکوالي په اندازه چې له دوی نه وروسته دي».مسلم روايت کړی دی
عن ابن عمر قال: بينما نحن نصلي مع رسول الله صلى الله عليه وسلم إذ قال رجل من القوم: الله أكبر كبيرًا، والحمد لله كثيرًا، وسبحان الله بكرةً وأصيلًا، فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم: «من القائلُ كلمة كذا وكذا؟» قال رجل من القوم: أنا، يا رسول الله. قال: «عجبتُ لها، فتحت لها أبواب السماء» قال ابن عمر: «فما تركتهن منذ سمعتُ رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول ذلك».رواه مسلم
عن أبي بكر الصديق رضي الله عنه: أنه قال لرسول الله صلى الله عليه وسلم: علمني دعاء أدعو به في صلاتي، قال: "قل: اللهم إني ظلمت نفسي ظلما كثيرا، ولا يغفر الذنوب إلا أنت، فاغفر لي مغفرة من عندك، وارحمني إنك أنت الغفور الرحيم".متفق عليه