حديث للعالم
اضغط على الصورة لعرضها بالحجم الكامل
فقه او اصول یې

له کعب بن عجره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

متاح بـ 60 لغة
«له کعب بن عجره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «د هر فرض لمانځه پسې داسې تعقیبي دعاګانې شته چې ویونکی - یا کوونکی- به یې نامراده نه شي - درې دېرش ځلې سبحان الله، درې دېرش ځلې الحمد لله او څلور دېرش ځلې الله اکبر وییل».»

ترجمة بالمعنى ·

شرح الحديث

خلاصة المعنى بعبارة ميسّرة

رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغو دعاګانو په اړه خبر ورکوي چې ویونکی به یې نه تاواني شي او نه به پښېمانه شي، بلکې د دې کلمو اجر ورته شته. او ځینې یې د ځینو نورو پسې د فرض لمانځه پسې وېیل کیږي: ۳۳ ځلې «سُبْحَانَ اللهِ» یعني الله تعالی له ټولو نیمګړتیاوو پاک دی. او "الحمد لله" درې دېرش ځلې، چې دا له پوره محبت، عظمت او بشپړ کمال سره د الله تعالی یادول دي. او څلور دېرش ځلې "الله اکبر" نو الله جل جلاله لوی، عظیم او له هر شي نه زیات د عزت خاوند ذات دی.

المصدر
مسلم روايت کړی دی
تحميل الصورة

ستُحفظ الصورة بجودتها الأصلية