حديث للعالم
لمونځ

د لمانځه طریقه

10 حديث

10 حديث

له ابن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی چې فرمایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم راته تشهد داسې رازده کړ لکه څرنګه به یې چې له قرآن څخه یو سورت رازده کاوه، دا پداسې حال کې چې زما لاس د هغه په لاسونو کې و: «التَّحِيَّاتُ لِلَّهِ، وَالصَّلَوَاتُ وَالطَّيِّبَاتُ، السَّلاَمُ عَلَيْكَ أَيُّهَا النَّبِيُّ وَرَحْمَةُ اللَّهِ وَبَرَكَاتُهُ، السَّلاَمُ عَلَيْنَا وَعَلَى عِبَادِ اللَّهِ الصَّالِحِينَ، أَشْهَدُ أَنْ لاَ إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، وَأَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ» ټولې ستاینې ژبنې، بدني، او مالي عبادتونه الله جل جلاله لره دي، سلام او د الله رحمتونه او برکتونه دې وي پر تا ای پیغمبره، سلام دې وي پر مونږ او د الله پر نیکو بنده ګانو، ګواهي ورکوم چې له الله تعالی پرته بل هېڅوک د عبادت وړ نشته او ګواهي ورکوم چې محمد صلی الله علیه وسلم د الله بنده او رسول دی». او د دواړو په یو بل لفظ کې راغلي: «إِنَّ اللهَ هُوَ السَّلَامُ، فَإِذَا قَعَدَ أَحَدُكُمْ فِي الصَّلَاةِ فَلْيَقُلْ: التَّحِيَّاتُ لِلَّهِ وَالصَّلَوَاتُ وَالطَّيِّبَاتُ السَّلَامُ عَلَيْكَ أَيُّهَا النَّبِيُّ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَاتُهُ، السَّلَامُ عَلَيْنَا وَعَلَى عِبَادِ اللهِ الصَّالِحِينَ، فَإِذَا قَالَهَا أَصَابَتْ كُلَّ عَبْدٍ لِلَّهِ صَالِحٍ فِي السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ، أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، وَأَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ، ثُمَّ يَتَخَيَّرُ مِنَ الْمَسْأَلَةِ مَا شَاءَ». «یقینا الله سلام دی، نو کله چې ستاسو څخه یو څوک په لمانځه کې کېناست نو ودې وایي: التَّحِيَّاتُ لِلَّهِ...ثنا، ستاینې او پاکۍ الله لره دي، اې نبي ! پرتا دې سلام، د الله رحمت او برکتونه دې وي، پر مونږ او دالله پر نیکو بندګانو دې سلام وي. کله یې چې دا دعا وویله هر نېک بنده ته به په اسمان او ځمکه کې ورسیږي. (بیا به ووایي) ګواهي ورکوم چې له الله پرته بل حق معبود نشته او پدې ګواهي ورکوم چې محمد صلی الله علیه وسلم د الله جل جلاله بنده او رسول دی. د دې پسې بیا کولی شي هر ډول سوال او دعا چې وغواړي غوره یې کړي»متفق علیه دی
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله ﷺ فرمایلي: «کله چې امام ووایې: (غَيْرِ الْمَغْضُوبِ عَلَيْهِمْ وَلَا الضَّالِّينَ) نو تاسې ووایئ: آمین؛ ځکه د چا وینا چې د ملایکو له وینا سره برابره شوه، نو هغه ته به مخکیني ګناهونه وبښل شي». رواه البخاري ومسلم.
عن علي بن أبي طالب رضي الله عنه أنَّ رسولَ الله صلى الله عليه وسلم كان إذا قامَ إلى الصلاة، قال: «وَجَّهتُ وجهي للذي فطر السماوات والأرض حنيفًا، وما أنا من المشركين، إنَّ صلاتي، ونُسُكي، ومَحياي، ومماتي لله رب العالمين، لا شريك له، وبذلك أُمِرتُ وأنا من المسلمين، اللهمَّ أنت المَلِك لا إله إلَّا أنت، أنت ربي، وأنا عبدك، ظلمتُ نفسي، واعترفتُ بذنبي، فاغفر لي ذنوبي جميعًا، إنه لا يغفر الذنوب إلا أنت، واهدني لأحسن الأخلاق لا يهدي لأحسنها إلا أنت، واصرف عني سيئَها لا يصرف عني سيئها إلا أنت، لبَّيْك وسَعْدَيْك، والخيرُ كله في يديك، والشر ليس إليك، أنا بك وإليك، تباركتَ وتعاليتَ، أستغفرك وأتوب إليك»، وإذا ركع، قال: «اللهمَّ لك ركعتُ، وبك آمنتُ، ولك أسلمتُ، خشع لك سمعي، وبصري، ومُخِّي، وعظمي، وعَصَبي»، وإذا رفع، قال: «اللهم ربنا لك الحمد مِلءَ السماوات، ومِلءَ الأرض، ومِلءَ ما بينهما، ومِلءَ ما شئتَ من شيء بعد»، وإذا سجد، قال: «اللهم لك سجدتُ، وبك آمنتُ، ولك أسلمتُ، سجد وجهي للذي خلقه، وصوَّره، وشقَّ سمعَه وبصرَه، تبارك الله أحسنُ الخالقين»، ثم يكون من آخر ما يقول بين التشهُّد والتسليم: «اللهم اغفر لي ما قدَّمتُ وما أخَّرتُ، وما أسررتُ وما أعلنتُ، وما أسرفتُ، وما أنت أعلم به مني، أنت المُقَدِّم وأنت المؤَخِّر، لا إله إلا أنت».رواه مسلم
له ابو سعيد الخدري (رضي الله عنه) څخه روایت دی، وایي: رسول الله ﷺ چې به کله له رکوع څخه سر پورته کړ، داسې به یې ویل: "اې زموږ ربه! ټول حمدونه ستا دي، د اسمانونو او ځمکې د ډکوالي په اندازه، او له دغې وروسته د هر هغه څه د ډکوالي په اندازه چې ستا خوښه وي. ته د ستاینې او لویوالي وړ يې. دغه حقه ثنا ده چې یوه بنده ویلې ده، او موږ ټول ستا بندګان یو. اې الله! څه چې ته ورکړې، څوک یې منع کولی نشي، او څه چې ته منع کړې، څوک یې ورکولی نشي، او هېڅ شتمني یا ځواک ستا په وړاندې هېچا ته ګټه نه رسوي". رواه مسلم
ابن عباس رضي الله عنهما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې فرمایلي یې دي: «ماته امر شوی چې په اوو اندامونو سجده وکړم: په تندي او په لاس سره یې خپلې، پوزې، دواړو لاسونو، دواړو زنګنونو، او د پښو څوکو ته اشاره وکړه، او دا چې جامې به نه راټولوو او ویښتان به نه غوټه کوو».متفق علیه دی
له ابن عباس - رضي الله عنهما - څخه روایت دی چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم به د دوو سجدو تر مینځه وییل. یعنې "اې الله، ما ته بخښنه وکړه، پر ما رحم وکړه، ما ته روغتیا راکړه، لارښوونه راته وکړه، او روزي راکړه".ابو داود، الترمذي، ابن ماجه او احمد روایت کړی دی
له انس بن مالک (رضي الله عنه) څخه روایت دی، وایي: نبيﷺ به یوازې هغه مهال قنوت (نازله) کول چې یا به یې د کوم قوم لپاره دعا غوښته او یا به یې کوم قوم ته ښېرا کوله". رواه ابن خزیمة
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «په خلکو کې تر ټولو بد غل هغه دی چې هغه خپل لمونځ غلا کوي» هغه وفرمایل: څنګه خپل لمونځ غلا کوي؟ ویې فرمايل چې: «نه یې رکوع بشپړوي، او نه یې سجده».ابن حبان روايت کړی دی
له ابن ابي اوفی رضی الله عنه څخه روایت دی وایي چې: کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خپله ملا له رکوع څخه پورته کړه نو - دا دعا به یې وویله: «سَمِعَ اللهُ لِمَنْ حَمِدَهُ، اللَّهُمَّ رَبَّنَا لَكَ الْحَمْدُ، مِلْءَ السَّمَاوَاتِ وَمِلْءَ الْأَرْضِ وَمِلْءَ مَا شِئْتَ مِنْ شَيْءٍ بَعْدُ». الله د هغه چا - وینا - واورېده چې د هغه ثنا یې وویله، اې الله زمونږه ربه ستا لره ستاینه ده، د آسمانونو د ډکوالي او د ځمکې د ډکوالي او د هغه څه د ډکوالي په اندازه چې له دوی نه وروسته دي».مسلم روايت کړی دی
د عثمان بن ابی العاص رضی الله عنه څخه روایت دی چې: هغه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او ویې ویل: اې د الله رسوله، زما او زما د لمانځه او زما د قرائت تر منځه شیطان مداخله وکړه تر څو یې راباندې ګډود کړي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: « دا یو شیطان دی چې خنزب ورته ویل کیږي، نو کله دې چې حس کړ، له هغه څخه په الله پناه وغواړه، او چپ لوري ته دې درې ځلې تو کړه»، وایي: دا کار مې وکړ، نو الله تعالی راڅخه لرې کړ.مسلم روايت کړی دی