فضایل او آداب
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
متاح بـ 62 لغة
«له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "څوک چې له یو مومن څخه یوه دنیوي ستونزه لرې کړي، الله جل جلاله به ترې د قیامت له ستونزو او سختیو څخه یوه لرې کړي، او څوک چې د یو تنګلاسي سره نرمي وکړي، نو الله تعالی به په دنیا او اخرت کې ورسره نرمي وکړي او څوک چې پر یو مسلمان پرده واچوي، الله جل جلاله به پرې په دنیا او آخرت کې پرده واچوي، الله تعالی تر هغه وخته پورې د خپل بنده مرسته کوي تر څو چې بنده د خپل ورور مرسته کوي، او چا چې د زده کړې لار ونیوه، نو الله تعالی به ورته د جنت لار اسانه کړي، او هېڅ یو ټولی د الله تعالی په یو کور کې سره د الله تعالی د کتاب په تلاوت او تدریس نه راټولېږي، مګر دا چې سکون به پرې نازل شي، رحمت به یې وپوښي، ملایکې یې په خپلو وزرونو سره پټ کړي، او الله تعالی یې د هغه کسانو په ډله کې یاد کړي چې له هغه سره دي، او څوک چې د عمل له لارې سست شو یعنې عمل یې کمزوری شو، نو هېڅکله به یې نسب تېز نه کړي».»ترجمة بالمعنى ·
ستُحفظ الصورة بجودتها الأصلية







