حديث للعالم
اضغط على الصورة لعرضها بالحجم الكامل
فضایل او آداب

له جابر رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی علیه وسلم فرمایلي دي:

متاح بـ 60 لغة
«له جابر رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی علیه وسلم فرمایلي دي: "له ظلم څخه ځان وساتئ، ځکه چې ظلم د قيامت په ورځ تيارې دي او له بخل څخه ځان وساتئ، ځکه چې بخل له تاسو څخه مخکې خلک هلاک کړي دي، دېته یې اړ ویستلي چې خپلو کې وینې توی کړي او د الله جل جلاله محرمات ځانته حلال وګرځوي".»

ترجمة بالمعنى ·

شرح الحديث

خلاصة المعنى بعبارة ميسّرة

رسول الله صلی الله علیه وسلم د ظلم په اړه خبرداری ورکړ، چې له جملې څخه یې: د خلکو سره ظلم کول، په خپل ځان ظلم کول او د الله تعالی په حق کې ظلم کول دي. او ظلم؛ حقدار ته د حق نه ورکول دي او دا چې ظلم د قیامت په ورځ د ظالمانو لپاره تیارې دي چې له امله به یې له سختیو او وحشتونو سره مخ شي. او له هغه بخل څخه یې منعه وفرمایله چې حرص ورسره مل وي، چې یو ډول یې د مالي حقونو په ادا کولو کې غفلت او په دنیا سخت حرص کول دي. دا ډول ظلم هغه ظلم دی چې زموږ څخه مخکني ملتونه یې تباه کړي دي، اړ یې ویستل چي يو بل ووژني او د الله جل جلاله محرمات ځانته حلال کړي.

المصدر
مسلم روايت کړی دی
تحميل الصورة

ستُحفظ الصورة بجودتها الأصلية