حديث للعالم
عيد الفطر والأضحى

العيد: سلام ونفع وتواضع

أحاديث في السلام ونفع الأخ والتواضع، وهي من أخلاق أيام العيد.

3 أحاديث
عن أنس بن مالك رضي الله عنه أَنَّ النَبيَّ -صلَّى الله عليه وسلَّم- كَان إِذَا تَكَلَّمَ بِكَلِمَةٍ أَعَادَهَا ثَلاَثًا حَتَّى تُفْهَمَ عَنْهُ، وَإِذَا أَتَى عَلَى قَوْمٍ فَسَلَّمَ عَلَيهِم سَلَّمَ عَلَيهِم ثَلاَثًا.رواه البخاري
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "څوک چې له یو مومن څخه یوه دنیوي ستونزه لرې کړي، الله جل جلاله به ترې د قیامت له ستونزو او سختیو څخه یوه لرې کړي، او څوک چې د یو تنګلاسي سره نرمي وکړي، نو الله تعالی به په دنیا او اخرت کې ورسره نرمي وکړي او څوک چې پر یو مسلمان پرده واچوي، الله جل جلاله به پرې په دنیا او آخرت کې پرده واچوي، الله تعالی تر هغه وخته پورې د خپل بنده مرسته کوي تر څو چې بنده د خپل ورور مرسته کوي، او چا چې د زده کړې لار ونیوه، نو الله تعالی به ورته د جنت لار اسانه کړي، او هېڅ یو ټولی د الله تعالی په یو کور کې سره د الله تعالی د کتاب په تلاوت او تدریس نه راټولېږي، مګر دا چې سکون به پرې نازل شي، رحمت به یې وپوښي، ملایکې یې په خپلو وزرونو سره پټ کړي، او الله تعالی یې د هغه کسانو په ډله کې یاد کړي چې له هغه سره دي، او څوک چې د عمل له لارې سست شو یعنې عمل یې کمزوری شو، نو هېڅکله به یې نسب تېز نه کړي».مسلم روايت کړی دی
له عیاض بن حِمَار المجاشعي رضي الله عنه څخه روايت دی وایي چې: یوه ورځ رسول الله ﷺ زمونږ په منځ کې خطبه کوونکی ودرید او ویې فرمایل: بیا یې حدیث بیان کړ او پکې یې وفرمایل: «او الله ماته وحی کړی چې تاسو عاجزي وکړئ، تر څو هېڅوک د بل پر وړاندې پر ځان ونه ویاړي او هېڅوک په بل چا تېری ونه کړي».مسلم روايت کړی دی