حديث للعالم
د أخلاقو فقه

ستایل شوي أخلاق

35 حديث

35 حديث

له سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه نه روايت دی چې وايي: ما له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه اورېدلي چې فرمايیل یې: "الله جل جلاله؛ پرهیزګاره، له نورو مستغني او پټ بنده خوښوي".مسلم روايت کړی دی
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "په مؤمنانو کې تر ټولو د کامل ایمان لرونکي هغه دي چې ښه اخلاق ولري او په تاسو کې غوره هغه څوک دی چې له خپلو مېرمنو سره ښه وي".ابو داود، الترمذي، او احمد روايت کړی دی
د رسول الله صلی الله علیه وسلم له مېرمن عائشې رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "مهرباني او نرمي په هېڅ شي کې نه وي، مګر دا چې هغه ته وزن (عزت) ورکوي، او له هېڅ شي څخه نه لرې کیږي مګر دا چې هغه شی بدرنګوي».مسلم روايت کړی دی
له عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی وایي چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایل یې: "بېشکه مؤمن په ښو اخلاقو سره د روژه نیوونکي او اعتکاف کوونکي درجې ته رسیږي".ابو داود او احمد روايت کړی دی
له عبد الله بن عمرو رضي الله عنهما څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم نه فاحش و (هغه څوک چې فحاشي یې عادت ګرځېدلی وي ) او نه متفحش و ( هغه څوک چې فحاشي یې عادت نه وي خو په عمدي توګه یې کوي) او فرمایل به یي: « یقینا چې په تاسو کې غوره هغه څوک دی چې ښه اخلاق ولري».متفق علیه دی
له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "(پر خلکو) اسانتیا راولئ او سختي مه کوئ، زیری ورکړئ او خلک مه زړه توري کوئ".متفق علیه دی
عَنْ أَبِي مُوسَى الأَشْعَرِيِّ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «أَطْعِمُوا الجَائِعَ، وَعُودُوا المَرِيضَ، وَفُكُّوا العَانِيَ».رواه البخاري
له عبد الله بن عمرو رضي الله عنهما څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «په رحم کوونکو باندې الله رحم کوي، تاسو د ځمکې پر خلکو رحم وکړئ هغه ذات چې په اسمانونو کې دی پر تاسو به رحم وکړي».ابو داود، الترمذي، او احمد روايت کړی دی
له عبدالله بن عمرو رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «مسلمان هغه څوک دی چې نور مسلمانان يې د ژبې او لاس له ضرر څخه په امان کې وي او مهاجر هغه څوک دی چې هغه څه پریږدي چې الله پاک ورڅخه منعه کړی وي».متفق علیه دی
عَن أَبي هُرَيْرَةَ، قَالَ: قَامَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي صَلاَةٍ وَقُمْنَا مَعَهُ، فَقَالَ أَعْرَابِيٌّ وَهُوَ فِي الصَّلاَةِ: اللَّهُمَّ ارْحَمْنِي وَمُحَمَّدًا، وَلاَ تَرْحَمْ مَعَنَا أَحَدًا. فَلَمَّا سَلَّمَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ لِلْأَعْرَابِيِّ: «لَقَدْ حَجَّرْتَ وَاسِعًا» يُرِيدُ رَحْمَةَ اللهِ.رواه البخاري
عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: سَمِعْتُ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ: «إِنَّ اللَّهَ قَالَ: إِذَا ابْتَلَيْتُ عَبْدِي بِحَبِيبَتَيْهِ فَصَبَرَ، عَوَّضْتُهُ مِنْهُمَا الجَنَّةَ» يُرِيدُ: عَيْنَيْهِ.رواه البخاري