حديث للعالم
اضغط على الصورة لعرضها بالحجم الكامل
فضایل او آداب

له سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه نه روايت دی چې وايي: ما له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه اورېدلي چې فرمايیل یې:

متاح بـ 66 لغة
«له سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه نه روايت دی چې وايي: ما له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه اورېدلي چې فرمايیل یې: "الله جل جلاله؛ پرهیزګاره، له نورو مستغني او پټ بنده خوښوي".»

ترجمة بالمعنى ·

شرح الحديث

خلاصة المعنى بعبارة ميسّرة

رسول الله صلی الله علیه وسلم څرګنده کړه چې الله تعالی له خپلو ځینو بندګانو سره مینه لري. چې د هغوی له جملې څخه یو پرهیزګار دی: هغه چې د الله جل جلاله حکمونه مني او د هغه له منهیاتو ډډه کوي. او غني (له نورو مستغني انسان) خوښوي: هغه چې له خلکو څخه یې ځان په الله جل جلاله مستغني کړی وي، له هغه پرته بل چاته توجه نه اړوي. او پټ بنده خوښوي یعنې: عاجز، د خپل رب عبادت کوونکی، هغه څوک چې په هغه څه بوخت وي چې ګټه ورته لري، دا ورته مهمه نه وي چې څوک یې وپیژني او یا يې په خبرو سره وستایي.

المصدر
مسلم روايت کړی دی
تحميل الصورة

ستُحفظ الصورة بجودتها الأصلية