PS
نبوي سیرت
زوجاته صلى الله عليه وسلم وأحوال بيت النبوة
4 حديث
زوجاته صلى الله عليه وسلم وأحوال بيت النبوة
4
مبعثه صلى الله عليه وسلم
1
الهجرة
1
د پيغمبر صلی الله عليه وسلم غزاګانې او هغه جنګونه چې خپله یې پې ګډون نه درلوده
4
مكاتباته ومراسلاته صلى الله عليه وسلم
1
محمدي اخلاق
24
4 حديث
له اسود بن یزید څخه روایت دی وایي چې: له عایشې رضي الله عنها څخه می پوښتنه وکړه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به په کور کې څه کول؟ هغې وویل: هغه به خپلې کورنۍ په کارونو -ورسره مرستې کولو- بوخت و، نو کله به چې د لمانځه وخت راغلی، لمانځه ته به ووت.
بخاري روايت کړی دی
له عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی، وایي: "زه د نبي ﷺ له هېڅ بلې مېرمنې دومره نه سوځېدم، لکه د خدیجې رضي الله عنها څخه، سره له دې چې ما هغه نه وه لیدلې. وایي: "نبي ﷺ به کله پسه حلال کړ، وبه یې فرمایل: «دا د خدیجې پر ملګرو ووېشئ». یوه ورځ ما نبي ﷺ ته څه وویل، چې هغه پرې خوابدی شو، ما وویل: "خدیجه؟!" نبي ﷺ وفرمایل: «زه د هغې په مینه نازول شوی یم». — رواه مسلم.
له عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی، وایي: «نبي ﷺ تر هغه پر خدیجه رضي الله عنها بله ښځه ونه کړه چې هغه وفات شوه» — رواه مسلم.
له ابو موسی اشعري رضي الله عنه څخه روایت دی، وایي: رسول الله ﷺ وفرمایل: «په نارینهوو کې ډېر کسان کامل (پوره) شوي دي، خو په ښځو کې یوازې د فرعون مېرمن آسیه او د عمران لور مریم کاملې شوې دي. او د عائشې رضي الله عنها فضیلت پر نورو ښځو دومره دی لکه ثرید (ماته ډوډۍ) چې پر نورو خوړو فضیلت لري». — رواه البخاري ومسلم.