PS
زکات
زكاة الفطر
2 حديث
د زکات فرضیت او د پریښودونکي حکم یې
1
زكاة الفطر
2
نفلي صدقه (خیرات)
10
2 حديث
له ابن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم د مسلمانانو په غلام او آزاد، نارینه او ښځینه، کوچني او لوی باندې یو صاع خرما، یا یو صاع وربشې د فطر صدقه فرض کړې ده، او امر یې کړی چې عیدګاه ته له وتلو مخکې دې ادا کړی شي.
متفق علیه دی
له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی، وایي: رسول الله ﷺ سرسایه په دې خاطر مقرره کړې چې د روژهتي لپاره له بې ځایه کارونو او فاحشیو څخه پاکي او د مسکین لپاره خوراک شي. که چا د اختر له لمانځه څخه مخکې ورکړه، نو دا منل شوې سرسایه ده او که چا له لمانځه وروسته ورکړه، نو دا یوه عامه صدقه ده. أخرجه أبو داود في "السنن"، كتاب الزكاة باب زكاة الفطر (2/ 179) رقم (1609).