حديث للعالم
پر پېغمبرانو ایمان

زمونږ نبي؛ محمد صلی الله عليه وسلم.

7 حديث

7 حديث

له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «قسم په هغه ذات چې د محمد روح یې په لاس کې دی، له دې امت څخه چې هر څوک؛ که هغه یهودي وي یا نصراني، زما په اړه خبره شي، او بیا پداسې حال کې مړ شي چې په هغه څه یې ایمان نه وي راوړی چې زه پرې رالېږل شوی یم، مګر دا چې هغه به له دوزخیانو څخه شي».مسلم روايت کړی دی
له جابر بن عبدالله رضی الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «ما ته پنځه شیان راکړل شوي دي چې له ما څخه مخکې هیچا ته نه وو ورکړل شوي: ماته په وېره بریا راکړل شوې؛ زه چې کوم ځای ته ځم نو د یوې میاشتې د مزل په اندازه مې رعب هلته مخکې رسیدلی وي، او ټوله ځمکه زما لپاره جومات او پاک ځای ګرځېدلی، نو زما له امت څخه چې په هر چا د لمانځه وخت راغی نو لمونځ دې وکړي، او ماته غنیمت روا شوی چې زما نه مخکې هیچا ته نه و روا، او ماته شفاعت راکړل شوی او دا چې هر نبي به خاص خپل امت ته لېږل کېده او زه ټولو خلکو ته لېږل شوی یم».متفق علیه دی
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: "زما ټول امتیان به جنت ته داخلیږي مګر هغه څوک چې انکار وکړي " هغوی وویل: اې د الله رسوله! هغه څوک دی چې انکار به کوي؟ ویې فرماییل: چا چې زما اطاعت وکړ هغه به جنت ته داخل شي او چا چې زما نافرماني وکړه نو بېشکه چې هغه انکار کړی دی».بخاري روايت کړی دی
10120 - عن أبي هريرة رضي الله عنه ؛ أَن النبي ﷺ أُتِيَ لَيْلَةً أُسْرِيَ بِهِ بِقَدَحَيْنِ مِن خَمْرٍ ولَبَنِ، فَنَظَرَ إِلَيْهِما ، فَأَخَذَ اللَّبَنَ، فقال جبريل عليه السَّلامُ : الحَمْدُ للهِ الذي هَداكَ لِلْفِطْرَةِ، لَوْ أَخَذْتَ الخَمْرَ؛ غَوَتْ أُمَّتُكَ. صحیح بخاري و مسلم له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله ﷺ ته د اسراء په شپه د شرابو او شیدو دوه جامونه راوړل شول، هغه ورته وکتل، نو شیدې یې راواخیستلې. جبریل علیه السلام وویل: الله تعالی لره ثناء ده چې تا ته یې د فطرت لاره وښووله؛ که شراب دې در اخیستي وای، نو امت به دې ګمراه شوی و.
له ابوهريره رضيَ اللَّهُ عَنْهُ څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ فرمايلي: «زه د قیامت په ورځ د آدم د اولادونو سردار یم، زه به لومړی هغه یم چې قبر ترې څيرې کېږي، زه لومړی شفاعت کوونکی او لومړی هغه یم چې شفاعت به يې قبول شي». مسلم روایت کړی دی.
له ابو موسی اشعري (رضي الله عنه) څخه روایت دی، وایي: رسول الله ﷺ به موږ ته خپل نومونه یادول او ویل به یې: "زه محمد یم، احمد یم، المقفي (وروستنی نبي) یم، الحاشر یم (هغه چې خلک به را ټول کړي)، د توبې نبي یم او د رحمت نبي یم". رواه مسلم
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «مِنْ أَشَدِّ أُمَّتِي لِي حُبًّا نَاسٌ يَكُونُونَ بَعْدِي، يَوَدُّ أَحَدُهُمْ لَوْ رَآنِي بِأَهْلِهِ وَمَالِهِ».رواه مسلم