حديث للعالم
د اخرت په ورځ باندې ايمان

د قیامت نښانې

4 حديث

4 حديث

عن مرداس الأسلمي رضي الله عنه قَالَ: قَالَ النَّبِيُّ -صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ-: «يذهب الصالحون الأول فالأول، ويبقى حُثَالَةٌ كَحُثَالَةِ الشعير أو التمر لا يُبَالِيهُم الله بَالَةً».رواه البخاري
له زینب بنت جحش رضي الله عنها څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په ویره کې هغې ته ورغی او ویې فرمایل: «له الله پرته بل برحق معبود نشته، هلاکت دی عربو ته د هغه شر له امله چې په ریښتیا نږدې شوی، نن ورځ د یاجوج او ماجوجو هغه کنډو دومره پرانیستل شو» بیا یې خپله غټه او ورسره ګوته حلقه کړې(یعنې لږه برخه یې پاتې شوه)، زینب بنت جحش رضي الله عنها فرمایي نو ما وویل چې ای د الله رسوله! آیا موږ به هلاک شو په داسې حال کې چې زموږ په مینځ کې صالح خلک دي؟ ويې ويل: «هو، کله چې فسق او فجور زیات شي».متفق علیه دی
له ابو الدرداء رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «څوک چې د الکهف سورت له پیل نه لس آیتونه حفظ کړي، له دجال څخه به خوندي پاتې شي» او په یوه بله روایت کې راځي چې: «د الکهف سورت له پای څخه».مسلم روايت کړی دی
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ فرمایي: "د مدينې په دروازو باندې ملایکی دي ؛ طاعون او دجال ورته نه شي داخلېدى". بخاري او مسلم روایت کړی دی.