حديث للعالم
اضغط على الصورة لعرضها بالحجم الكامل
فقه او اصول یې

له ابوهریرة - رضي الله عنه - څخه روایت دی فرمایي: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي دي چې فرمایل یې:

متاح بـ 71 لغة
«له ابوهریرة - رضي الله عنه - څخه روایت دی فرمایي: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي دي چې فرمایل یې: «څوک چې د الله لپاره حج وکړي، فحشا او بد اخلاقي و نه کړي، نو له حج څخه د راګرځېدو پر مهال به له ګناه څخه داسې پاک شي لکه په کومه ورځ چې مور زیږولی و».»

ترجمة بالمعنى ·

شرح الحديث

خلاصة المعنى بعبارة ميسّرة

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: چا چې د الله لپاره حج وکړ او له رفث څخه یې ځان وساته، چې رفث کوروالي او د کوروالي مقدماتو ته وایي لکه مچې اخیستل او یا لوبې کول، رفث بدې وینا ته هم ویل کیږي، او د ګناهونو او بدیو په کولو سره فسق یې ونکړ، او له فسق څخه په احرام کې د منع شوو کارونو کول هم دي، نو له حج څخه به بخښل شوی راوګرځي، لکه څرنګه چې یو ماشوم له ګناه څخه پاک زیږیږي.

المصدر
متفق علیه دی
تحميل الصورة

ستُحفظ الصورة بجودتها الأصلية