حديث للعالم
اضغط على الصورة لعرضها بالحجم الكامل
فقه او اصول یې

له أم المؤمنین عایشې رضی الله عنها څخه روایت دی هغې وفرمایل:

متاح بـ 60 لغة
«له أم المؤمنین عایشې رضی الله عنها څخه روایت دی هغې وفرمایل: اې د الله رسوله، موږ خو جهاد غوره عمل ګڼو، نو آیا جهاد ونه کړو؟ هغه وفرمايل: «لَا، لَكُنَّ أَفْضَلُ الجِهَادِ: حَجٌّ مَبْرُورٌ». «نه، بلکې تر ټولو غوره جهاد مبرور - قبول شوی - حج ​​دی».»

ترجمة بالمعنى ·

شرح الحديث

خلاصة المعنى بعبارة ميسّرة

صحابه کرامو رضی الله عنهم به د الله په لار کې جهاد او له دښمنانو سره جګړه کول له غوره عملونو څخه ګڼل، نو عائشې رضی الله عنها له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه چې دوي باید جهاد وکړي؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم دوي ته د غوره جهاد لارښوونه وکړه چې هغه مبرور یعنې قبول شوی حج دی، کوم چې د قرآن او سنت مطابق وي او له ګناه او ځان ښودنې څخه پاک وي.

المصدر
بخاري روايت کړی دی
تحميل الصورة

ستُحفظ الصورة بجودتها الأصلية