حديث للعالم
حج او عمره

د حج او عمرې فضیلت

5 حديث

5 حديث

له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلى الله عليه وسلم د انصارو يوې ښځې ته وفرمایل چې ابن عباس یې نوم واخیست او زما څخه یې نوم هېر شو: «څه شي منع کړې چې زموږ سره حج وکړې؟» هغې وویل: موږ یوازې دوه اوښان درلودل نو خاوند او زوي یې په یوه اوښ حج ته لاړل او بله اوښه یې موږ ته پرېښوده چې اوبه پرې راوړو، هغه وفرمایل: «کله چې رمضان راشي، نو عمره وکړه، ځکه په رمضان کې عمره (په ثواب کې) د حج سره برابره ده».متفق علیه دی
له ابوهریرة - رضي الله عنه - څخه روایت دی فرمایي: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي دي چې فرمایل یې: «څوک چې د الله لپاره حج وکړي، فحشا او بد اخلاقي و نه کړي، نو له حج څخه د راګرځېدو پر مهال به له ګناه څخه داسې پاک شي لکه په کومه ورځ چې مور زیږولی و».متفق علیه دی
له أم المؤمنین عایشې رضی الله عنها څخه روایت دی هغې وفرمایل: اې د الله رسوله، موږ خو جهاد غوره عمل ګڼو، نو آیا جهاد ونه کړو؟ هغه وفرمايل: «لَا، لَكُنَّ أَفْضَلُ الجِهَادِ: حَجٌّ مَبْرُورٌ». «نه، بلکې تر ټولو غوره جهاد مبرور - قبول شوی - حج ​​دی».بخاري روايت کړی دی
عائشه رضي الله عنها وایي: رسول الله ﷺ به فرمایل: «دعرفې د ورځې په څېر هېڅ داسې ورځ نشته چې الله تعالی په کې تر ټولو زیات بندګان له اوره خلاصوي، الله تعالی رانږدې کیږي، بیا د دوی له امله پر ملایکانو فخر کوي، فرمایي: دوی څه غواړي!». رواه مسلم.
عن أبي هريرة رضي الله عنه: أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: «العمرة إلى العمرة كفارةٌ لما بينهما، والحج المبرور ليس له جزاءٌ إلا الجنة».متفق عليه