حديث للعالم
اضغط على الصورة لعرضها بالحجم الكامل
فقه او اصول یې

له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی وایي چې:

متاح بـ 60 لغة
«له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلى الله عليه وسلم د انصارو يوې ښځې ته وفرمایل چې ابن عباس یې نوم واخیست او زما څخه یې نوم هېر شو: «څه شي منع کړې چې زموږ سره حج وکړې؟» هغې وویل: موږ یوازې دوه اوښان درلودل نو خاوند او زوي یې په یوه اوښ حج ته لاړل او بله اوښه یې موږ ته پرېښوده چې اوبه پرې راوړو، هغه وفرمایل: «کله چې رمضان راشي، نو عمره وکړه، ځکه په رمضان کې عمره (په ثواب کې) د حج سره برابره ده».»

ترجمة بالمعنى ·

شرح الحديث

خلاصة المعنى بعبارة ميسّرة

کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له حجة الوداع څخه راستون شو نو یوې انصارۍ ښځې ته یې وویل چې حج یې نه و کړی: څه شي منع کړې چې موږ سره حج وکړې؟ نو هغې عذر وړاندې کړ چې دوي دوه اوښان درلودل، نو خاوند او زوي یې په یوه باندې حج وکړ او بل یې له څاه څخه د اوبو راوېستلو لپاره پرېښود. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکړ چې د رمضان په میاشت کې عمرې ثواب د حج له ثواب سره برابره دی.

المصدر
متفق علیه دی
تحميل الصورة

ستُحفظ الصورة بجودتها الأصلية