فقه او اصول یې
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دي وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
متاح بـ 53 لغة
«له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دي وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «الله تعالی فرمايي: د بني آدم هر عمل د هغه لپاره دى پرته له روژې څخه چې هغه زما لپاره ده او زه پرې اجر ورکوم او روژه ډال دی او کله چې په تاسو کې د یو چا د روژې ورځ وي نو پوچې خبرې او په لوړ اواز دې بد رد نه وایي، که چېرته ورته چا کنځلې وکړې او یا یې ورسره شخړه کوله، نو ودې وایي چې زه روژه دار سړی یم، او قسم په هغه ذات چې د محمد صلی الله علیه وسلم نفس د هغه په لاس کې دی چې د روژه دار انسان د خولې بوی د الله تعالی په نزد د مشکو له بوی څخه پاکیزه دی، د روژه دار لپاره دوه خوښۍ دي چې خوشحاله کوي یې: کله چې روژه ماته کړي نو خوشحاله شي او کله چې د خپل رب سره مخ شي نو په خپله روژه خوشحاله شي».»ترجمة بالمعنى ·
ستُحفظ الصورة بجودتها الأصلية








