حديث للعالم

كل الأحاديث

مجموعة البطاقات كاملة، رتّبها بحسب الباب

655 حديث

له ابو سعید الخدری رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "کله چې تاسو اذان واورئ، نو تاسو هم د موذن په څېر هغه څه ووایئ چې هغه يې وایي".متفق علیه دی
له مغیره بن شعبه رضي الله عنه څخه روایت دی چې وایي: زه له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په یو سفر کې وم، نو زه ټیټ شوم چې (د اودس پر مهال یې) موزې وباسم، نو ویې فرمایل: « پرې یې ږده، یقینا چې له پاکۍ سره مې پښو کړي دي(یعنې په اودس مې پښو کړي دي)» نو مسح یې پرې وکړه.متفق علیه دی
مقدام بن معدیکرب - رضي الله عنه - له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي فرمایي: "کله چې یو سړی له خپل ورور سره مینه لري، نو هغه ته دې ووایي چې مینه ورسره لري".ابو داود، الترمذي او النسائي په الکبری کې او أحمد روایت کړی دی
له ام المؤمنین عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی وایې چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم به خوښول چې په بوټانو (پېزار) پښو کولو، سر ګمنځولو، پاکوالي او خپلو ټولو چارو کې په ښي (غړي یا اړخ) پېل وکړي.متفق علیه دی
عن عبد الله بن عمر رضي الله عنهما «أنَّ رسُول الله -صلَّى الله عليه وسلَّم- دَخَل مكَّة مِن كَدَاٍء، مِن الثَنِيَّة العُليَا التِّي بالبَطحَاءِ، وخرج من الثَنِيَّة السُفلَى».متفق عليه
له عمر رضي الله عنه څخه روایت دی چې: هغه د حجر الأسود خواته لاړ او هغه یې ښکَل کړ، بیا یې وویل: زه پوهېږم چې ته یوه ډبره یې، نه زیان رسولی شي او نه ګټه، که ما رسول ﷺ نه وای لیدلی چې ته یې ښکل کړي یې ما به ته نه وې ښکل کړې».متفق علیه دی
عن أنس بن مالك رضي الله عنه أنَّ رَجُلاً كَانَ عِند النَبِيَّ صلى الله عليه وسلم فَمَرَّ رَجُلٌ بِهِ، فقال: يا رسول الله، أنِّي لَأُحِبُّ هَذَا، فَقَال لَهُ النَبِيُّ صلى الله عليه وسلم : «أَأَعْلَمْتَهُ؟» قال: لا. قال: «أَعْلِمْهُ»، فَلَحِقَهُ، فقال: إِنِّي أُحِبُّك فِي الله، فقال: أّحَبَّك الَّذِي أَحْبَبْتَنِي لَهُ.رواه أبو داود والنسائي في الكبرى وأحمد
له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "خپل صفونه برابر کړئ، ځکه د صف برابرول د لمانځه له بشپړتیا څخه دي".متفق علیه دی
عن أبي موسى الأشعري رضي الله عنه قَالَ: قالَ رسول اللَّه -صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم-: «إِنَّ مِنْ إِجْلاَلِ الله -تَعَالَى-: إِكْرَامَ ذِي الشَّيْبَةِ المُسْلِمِ، وَحَامِلِ القُرْآنِ غَيرِ الغَالِي فِيه، وَالجَافِي عَنْه، وَإِكْرَام ذِي السُّلْطَان المُقْسِط».رواه أبو داود
له جابر رضي الله عنه څخه روایت دی چې هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل چې وییل یې: «کله چې یو سړی کور ته ننوځي او د ننوتلو او ډوډۍ خوړلو پر مهال الله یاد کړي نو شیطان -خپلو ملګرو ته-ووایي: نه د اوسېدو ځای لرئ او نه درته ډوډۍ شته، او کله چې کور ته ننوځي او د ننوتلو پر مهال الله یاد نه کړي نو شیطان ووایي: د شپې ځای مو پیدا کړ، او کله چې د ډوډۍ پر مهال الله یاد نه کړي، ووایي: د شپې ځای او ډوډۍ مو پيدا کړل».مسلم روايت کړی دی
له عبدالله بن عمرو بن العاص رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «لوی ګناهونه: له الله سره شرک کول، د مور او پلار نا فرماني، د نفس وژنه او په دروغو قسم خوړل دي».بخاري روايت کړی دی
ابو سعید الخدري رضي الله عنه له پیغمبر صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې فرمایلي یې دي: «په حقیقت کې دنیا خوږه او شنه ده، او الله تعالی پکې تاسو مېشتوي، تر څو وګوري چې څه کوئ، نو له دنیا څخه وېره وکړئ او له ښځو څخه وېره وکړئ، ځکه چې د بني اسرائیلو لومړۍ فتنه په ښځو کې وه».مسلم روايت کړی دی
عن عمران بن حصين رضي الله عنهما قَالَ: قَالَ رسولُ اللَّه -صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم-: «الحَيَاءُ لاَ يَأْتِي إِلاَّ بِخَيرٍ». وفي رواية : «الحَيَاءُ خَيرٌ كُلُّهٌ» أو قال: «الحَيَاءُ كُلُّهُ خَيرٌ».الرواية الأولى: متفق عليها. الرواية الثانية والثالثة: رواها مسلم
د ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ به ویل: «اې الله ! تاته مې غاړه اېښودلې، پر تا مې ایمان راوړی، پر تا مې توکل کړی، تا ته مې رجوع کړې او ستا لپاره مې شخړه کړې، اې الله ! زه د ستا په عزت پناه غواړم چې ستا پرته بل معبود نشته- لدې چې ما ګمراه کړې، ته هغه ژوندی ذات یې چې هېڅکله نه مرې، حال دا چې پیریان او انسانان مري».متفق عليه دی او دا لفظ د مسلم دی، او البخاري مختصر روایت کړی دی
كَانَ ابنُ عمرَ -رضِيَ الله عنهما- يَقُول لِلرَّجُل إِذَا أَرَادَ سَفَرًا: ادْنُ مِنِّي حَتَّى أُوَّدِعَكَ كَمَا كَان رسولُ الله -صلَّى الله عليه وسلَّم- يُوَدِّعُنَا، فَيقُول: «أَسْتَوْدِعُ الله دِينَكَ، وَأَمَانَتَكَ، وَخَوَاتِيمَ عَمَلِكَ». وعن عبد الله بن يزيد الخطمي رضي الله عنه- قال: كَانَ رسُول الله -صلَّى الله عليه وسلَّم- إِذَا أَرَادَ أَنْ يُوَدِّعَ الجَيشَ، قال: «أَسْتَودِعُ الله دِينَكُم، وَأَمَانَتَكُم، وخَوَاتِيمَ أَعْمَالِكُم».الحديث الأول: رواه أبو داود، والتَرمذي واللفظ له، وابن ماجه والنسائي في الكبرى وأحمد. الحديث الثاني: رواه أبو داود والنسائي الكبرى
له أم المؤمنین عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی وایي چې: ما هېڅکله رسول الله صلی الله علیه وسلم په خندا کې په دومره مبالغه نه دی لیدلی چې د ستوني غوښه یې ښکاره شي، بلکې مسکا به یې کوله.متفق علیه دی
له حذیفة رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: کله چې به رسول الله صلی الله علیه وسلم د شپې له خوبه پاڅېد، نو په مسواک به یې خپله خوله پاکوله.متفق علیه دی
عن عبد الله بن زيد بن عاصم المازني رضي الله عنه قال: (شُكِيَ إلى النبيِّ صلى الله عليه وسلم الرَّجلُ يُخَيَّلُ إِليه أنَّه يَجِد الشَّيء في الصَّلاة، فقال: لا ينصرف حتَّى يَسمعَ صَوتًا، أو يَجِد رِيحًا).متفق عليه
له ابو هریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي: «لَا يَفْرَكْ مُؤْمِنٌ مُؤْمِنَةً، إِنْ كَرِهَ مِنْهَا خُلُقًا رَضِيَ مِنْهَا آخَرَ» أَوْ قَالَ: «غَيْرَهُ». "مومن سړی دې له مؤمنې ښځې کرکه نه كوي، که د هغې یو خوی یې نه خوښېده، بل به یې خوښ شي» -رواي وایي چې-او یا یې وویل چې بل یو یې (یعنې بل خوی به یې خوښ شي).مسلم روايت کړی دی
عن شقيق بن سلمة رحمه الله قال: كان ابن مسعود رضي الله عنه يُذَكِّرُنا في كل خميس، فقال له رجل: يا أبا عبد الرحمن، لَوَدِدْتُ أنك ذَكَّرْتَنا كل يوم، فقال: أما إنه يمنعني من ذلك أني أكره أن أُمِلَّكُم، وإني أَتَخَوَّلُكُم بالمَوْعِظَةِ، كما كان رسول الله صلى الله عليه وسلم يَتَخَوَّلُنَا بها مَخَافَةَ السَّآمَةِ علينا.متفق عليه
عن عبد الله بن عمرو بن العاص رضي الله عنهما مرفوعاً: «ليس منا من لم يَرحمْ صغيرنا، ويَعرفْ شَرَفَ كبيرنا».رواه أبو داود والترمذي وأحمد
عن يزيد بن حيان قال: انطلقت أنا وحُصين بن سَبْرَة وعمرو بن مسلم إلى زيد بن أرقم رضي الله عنه فلما جلسنا إليه قال له حصين: لقد لقيتَ يا زيد خيرًا كثيرًا، رأيتَ رسول الله صلى الله عليه وسلم وسمعتَ حديثه، وغزوتَ معه، وصليتَ خلفه: لقد لقيت يا زيد خيرًا كثيرًا، حدثنا يا زيد ما سمعت من رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: يا ابن أخي، والله لقد كَبِرَتْ سني، وقَدُمَ عهدي، ونسيتُ بعض الذي كنت أَعِي من رسول الله صلى الله عليه وسلم فما حدثتكم فاقبلوا، وما لا فلا تُكَلِّفُونِيهِ. ثم قال: قام رسول الله صلى الله عليه وسلم يومًا فينا خطيبًا بماء يُدعى خُمًّا بين مكة والمدينة، فحمد الله، وأثنى عليه، ووعظ وذكَّر، ثم قال: «أما بعد، ألا أيها الناس، فإنما أنا بشر يُوشِكُ أن يأتي رسول ربي فأُجِيبَ، وأنا تاركٌ فيكم ثَقَلَيْنِ: أولهما كتاب الله، فيه الهدى والنور، فخذوا بكتاب الله، واستمسكوا به»، فحَثَّ على كتاب الله، ورغَّبَ فيه، ثم قال: «وأهل بيتي أُذَكِّرُكُمُ اللهَ في أهل بيتي، أُذَكِّرُكُمُ اللهَ في أهل بيتي» فقال له حصين: ومن أهل بيته يا زيد، أليس نساؤه من أهل بيته؟ قال: نساؤه من أهل بيته، ولكن أهل بيته من حُرِمَ الصدقةَ بعده، قال: ومن هم؟ قال: هم آل علي، وآل عقيل، وآل جعفر، وآل عباس. قال: كل هؤلاء حُرِمَ الصدقةَ؟ قال: نعم. وفي رواية: «ألا وإني تاركٌ فيكم ثَقَلَيْنِ: أحدهما كتاب الله وهو حبل الله، من اتبعه كان على الهدى، ومن تركه كان على ضلالة».رواه مسلم
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «ايا له تاسو څخه يو څوک نه وېرېږي – يا ستاسو څخه څوک دا وېره نه لري چې: کله دی له امام څخه مخکې خپل سر راپورته کوي، چې الله جل جلاله به یې سر د خره وګرځوي، او یا به یې څېره د خره څېره وګرځوي».متفق علیه دی
له انس رضي الله عنه څخه روایت دی: يو سړي له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه د قيامت په اړه پوښتنه وکړه، ويې ويل: قيامت کله دى؟ هغه وویل: «وَمَاذَا أَعْدَدْتَ لَهَا»، " څه دې ورته چمتو کړي دي " هغه وفرمایل: هیڅ، خو زه د الله تعالی او د هغه له رسول صلی الله علیه وسلم سره مینه لرم، هغه وفرمایل: «أَنْتَ مَعَ مَنْ أَحْبَبْتَ»، «ته له هغه چا سره یې چې مینه ورسره لرې». انس رضي الله عنه وویل: موږ په هیڅ شي دومره خوشحاله نه وو، لکه څومره چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې وینا خوشحاله وو چې: «تاسو د هغه چا سره یاست چې مینه ورسره لرئ» انس وویل: نو زه د رسول الله صلی الله علیه وسلم، ابوبکر او عمر سره مینه لرم او زه هیله لرم چې دوی سره زما د مینې له امله ورسره شم، که څه هم زه د دوی په څیر عمل ونه کړم.متفق علیه دی