حديث للعالم

كل الأحاديث

مجموعة البطاقات كاملة، رتّبها بحسب الباب

655 حديث

عن أنس بن مالك رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : «للَّهُ أَفْرَحُ بِتَوْبَةِ عَبْدِهِ مِنْ أَحَدِكُمْ، سَقَطَ عَلَى بَعِيرِهِ، وَقَدْ أَضَلَّهُ فِي أَرْضِ فَلاَةٍ». وفي رواية: «لَلَّهُ أَشَدُّ فَرَحًا بِتَوْبَةِ عَبْدِهِ حِينَ يَتُوبُ إِلَيْهِ، مِنْ أَحَدِكُمْ كَانَ عَلَى رَاحِلَتِهِ بِأَرْضِ فَلَاةٍ، فَانْفَلَتَتْ مِنْهُ وَعَلَيْهَا طَعَامُهُ وَشَرَابُهُ، فَأَيِسَ مِنْهَا، فَأَتَى شَجَرَةً، فَاضْطَجَعَ فِي ظِلِّهَا، وقَدْ أَيِسَ مِنْ رَاحِلَتِهِ، فَبَيْنَا هُوَ كَذَلِكَ إِذَا هُوَ بِهَا، قَائِمَةً عِنْدَهُ، فَأَخَذَ بِخِطَامِهَا، ثُمَّ قَالَ مِنْ شِدَّةِ الْفَرَحِ: اللهُمَّ أَنْتَ عَبْدِي وَأَنَا رَبُّكَ! أَخْطَأَ مِنْ شِدَّةِ الْفَرَح».متفق عليه والرواية الأولى لفظ البخاري، والرواية الثانية لفظ مسلم
له ابو موسی الاشعري رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «الله - تعالی - خپل لاس شپه مهال غوړوي تر څو د ورځې ګنهکار توبه وباسي، او د ورځې خپل لاس غوړوي تر څو د شپې ګنهکار توبه وباسي، تر دې چې لمر د لویدیځ له خوا راوخیژي».مسلم روايت کړی دی
له ابو سعید الخدري رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایل یې: «څوک چې د الله جل جلاله په لار کې (په جهاد کې) یوه ورځ روژه ونیسي، الله تعالی به یې اویا کاله مخ له اور څخه لرې وساتي».متفق علیه دی
له سهل بن سعد رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «خلک به تر هغه پورې په خېر وي تر څو چې دوی په روژه ماتي کې بیړه کوي».متفق علیه دی
د زید بن ثابت رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې: موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره پیشلمی وکړ، بیا لمانځه ته پاڅېده، ما وویل: د اذان او پیشلمي تر منځه څومره وخت و؟ هغه وویل: د پنځوس آیتونو په اندازه.متفق علیه دی
له ام المؤمنین عائشة رضي الله عنها څخه روایت دی چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم مېرمن ده: رسول الله صلی الله علیه وسلم به د رمضان د میاشتې په وروستۍ لسیزه کې اعتکاف کاوه تر دې چې الله تعالی وفات کړ، بیا له هغه وروسته یې ورپسې مېرمنو اعتکاف کاوه.متفق علیه دی
له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "پېشلمی وکړئ، ځکه چې په پېشلمي کې برکت وي".متفق علیه دی
عَنْ جَابِرِ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُما قَالَ: كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي سَفَرٍ، فَرَأَى زِحَامًا وَرَجُلًا قَدْ ظُلِّلَ عَلَيْهِ، فَقَالَ: «مَا هَذَا؟»، فَقَالُوا: صَائِمٌ، فَقَالَ: «لَيْسَ مِنَ البِرِّ الصَّوْمُ فِي السَّفَرِ»، وَفِي لَفْظٍ لِمُسلِمٍ: «عَلَيْكُمْ بِرُخْصَةِ اللهِ الَّذِي رَخَّصَ لَكُمْ».متفق عليه
له ابو هریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي: «له رمضان څخه یوه او یا دوه ورځې مخکې روژه مه نیسئ، مګر هغه څوک چې عادتي روژې نیسي، نو هغه دې یې ونیسي».متفق علیه دی
له ابن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم د مسلمانانو په غلام او آزاد، نارینه او ښځینه، کوچني او لوی باندې یو صاع خرما، یا یو صاع وربشې د فطر صدقه فرض کړې ده، او امر یې کړی چې عیدګاه ته له وتلو مخکې دې ادا کړی شي.متفق علیه دی
له ابو هریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي: «مسلمانې ښځې ته روا نه دی چې د یوې شپې په اندازه له خپل نارینه محرم پرته سفر وکړي».متفق علیه دی
عن عائشة وأم سلمة رضي الله عنهما «أن رسول الله صلى الله عليه وسلم كان يُدْرِكُهُ الفجر وهو جُنٌبٌ من أهله، ثم يغتسل ويصوم ».متفق عليه
له ابو هریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي: "څوک چې د روژې په حالت کې په هېره باندې خوراک او یا څښاک وکړي، نو خپله روژه دې پوره کړي، ځکه الله تعالی ورته خوراک او څښاک ورکړي دي".متفق علیه دی
له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی وایې: زما دوست او ملګري صلی الله علیه وسلم وسلم راته په درېو کارونو وصیت کړی دی: له هرې میاشتې څخه درې ورځې روژه نیول، د څاښت دوه رکعته لمونځ کول او دا چې له وېده کېدو وړاندې وتر وکړم.متفق علیه دی
له عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «د رمضان په وروستیو لسو شپو کې د قدر شپه ولټوئ».متفق علیه دی
له عمر بن خطاب رضي الله عنه څخه روایت دی، وایي: رسول الله ﷺ فرمایلي: «کله چې شپه له دې خوا را مخه کړي او ورځ له دې خوا شا کړي، نو د روژه‌تي روژه ماته شوه».
له ابن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی وایې چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې اورېدلي دي چې فرمایل یې: "کله مو چې ولیده (میاشت)، نو روژه شئ، او کله مو چې ولیده نو بوزه شئ، او که چېرته درباندې ورېځ شوه نو حساب ورته ونیسئ".متفق علیه دی
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: "الله تعالی ستاسو شکلونو او مالونو ته نه ګوري، بلکې هغه ستاسو زړونو او عملونو ته ګوري".مسلم روايت کړی دی
له عمر بن الخطاب رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «دار و مدار د عملونو په نيت سره دى او هر انسان ته يوازې هغه څه حاصل دي چې د هغه نيت يې کړى وي، نو د چا هجرت چې د الله او د هغه د رسول لپاره وي، نو هجرت یې د الله او د هغه د رسول لپاره دی، او د چا هجرت چې د دنیا لپاره وي تر څو یې تر لاسه کړي، او یا د ښځې لپاره چې نکاح یې کړي، نو هجرت یې د هغه څه لپاره دی چې نیت یې کړی وي» او د بخاري الفاظ داسې دي: "«بېشکه دار و مدار د عملونو په نیتونو سره دی، او د هر انسان لپاره هغه څه دي چې هغه يې اراده کړي وي».متفق علیه دی
له ابو الحوراء السعدي څخه روايت دی وايي چې: ما حسن بن علي رضی الله عنهما ته وويل: له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه دې څه زده کړي دي؟ هغه وویل: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه دا زده کړي دي چې: "هغه څه پرېږده چې تا شکمنوي، او هغه وکړه چې تا نه شکمنوي، ځکه چې رښتیا ډاډ او دروغ شک دی".الترمذي، النسائي او أحمد روایت کړی دی
له أبو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «په جماعت سره د یو سړي لمونځ د کور او بازار د لمانځه په پرتله څه د پاسه شل درجې لوړې دي، دا ځکه چې که له دوی څخه یو څوک ښایسته اودس وکړي. بیا جومات ته راشي او یوازې لمونځ یې جومات ته راباسي، له لمانځه پرته بله اراده نه لري، نو هیڅ قدم نه اخلي مګر دا چې یوه درجه یې پرې لوړیږی او یوه ګناه یې ترې توییږي، تر دې چې جومات ته ننوځي، نو کله چې جومات ته ننوځي دی په لمانځه کې دی، ځکه چې یوازې لمونځ ایسار کړی دی، او ستاسو څخه پر یو تر هغه وخته پورې ملاېکې درود وایي چې دی په هغه ناسته کې وي چې لمونځ یې په کې کړی دی، وایې: ای الله رحم پرې وکړه، ای الله بښنه ورته وکړه، ای الله توبه یې قبوله کړه، تر څو یې چې اودس خراب شوی نه وي او داسې کار یې نه وي وکړي چې خلک او ملاېکې پرې ازاریږي».متفق علیه دی
له عبدالله بن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی وایې چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم زه له اوږې ونیولم او ویې ویل: «كُنْ فِي الدُّنْيَا كَأَنَّكَ غَرِيبٌ أَوْ عَابِرُ سَبِيلٍ»«په دنيا کې داسې اوسېږه لکه پردی يا مسافر»، او ابن عمر به وېیل: كله دې چې ماښام کړ نو د سهار انتظار مه كوه، او كله چې دې سهار کړ نو د ماښام انتظار مه كوه، روغتيا دې د ناروغۍ او ژوند دې د مرګ پر وړاندې غنیمت وګڼه.بخاري روايت کړی دی
له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "یو بل سره کینه مه کوئ، یو پر بل قیمت مه لوړوئ په داسې حال کې چې توکي اخېستونکي نه یاست، له یو بل سره کینه مه کوئ، یو بل ته شا مه اړوئ، او کله چې یو څوک اخیستل کوي نو د هغه د بېعې د پاسه تاسو بیعه مه کوئ (تر دې چې هغه سره یې خبره خلاصه شوې نه وي)، او یو بل سره د الله بندګان؛ وروڼه وروڼه شئ یو مسلمان د بل مسلمان ورور دی، ظلم پرې نه کوي او ځانته یې نه پرېږدي او نه یې سپکوي، تقوا دلته ده،"هغه درې ځلې خپلې سینې ته اشاره وکړه" د یو سړي لپاره دومره شر بسنه کوي چې خپل مسلمان ورور ته سپک وګوري، هر مسلمان پر بل مسلمان حرام دی، وینه یې، مال یې، او عزت یې.مسلم روايت کړی دی
له ابو هریره - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې: یو سړي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل چې وصیت راته وکړه، هغه وفرمایل: « مه غوسه کېږه » هغه څو ځله تکرار کړه، ویې فرمایل: "مه غوسه کېږه".بخاري روايت کړی دی