حديث للعالم
قرآن کریم او علوم یې

د قران فضيلتونه

19 حديث

19 حديث

عن ابن مسعود رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : «لا حَسَدَ إلا في اثنتين: رجل آتاه الله مالا، فسَلَّطَه على هَلَكَتِهِ في الحَقِّ، ورجل آتاه الله حِكْمَة، فهو يقضي بها ويُعَلِّمَها». وعن ابن عمر رضي الله عنهما ، عن النبي صلى الله عليه وسلم قال: «لا حسد إلا في اثنتين: رجل آتاه الله القرآن، فهو يقوم به آناء الليل وآناء النهار، ورجل آتاه الله مالا، فهو ينفقه آناء الليل وآناء النهار».حديث ابن مسعود رضي الله عنه: متفق عليه. حديث ابن عمر رضي الله عنه: متفق عليه
عن أبي أمامة رضي الله عنه قال: سمعتُ رسولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم يقولُ: «اقْرَؤُوا القرْآنَ؛ فَإنَّهُ يَأتِي يَوْمَ القِيَامَةِ شَفِيعًا لأَصْحَابِهِ».رواه مسلم
عثمان رضي الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي، چې هغه وفرمایل: "په تاسو کې غوره هغه څوک دی چې قرآن زده کړي او نورو ته یې وښایي".بخاري روايت کړی دی
عن البراء بن عازب –رضي الله عنهما- قال: كانَ رجلٌ يَقرَأُ سُورةَ الكهفِ، وعندَه فَرَسٌ مَربُوطٌ بِشَطَنَيْنِ، فَتَغَشَّتْهُ سَحَابَةٌ فَجَعَلَتْ تَدْنُو، وجَعلَ فَرَسُه يَنفِرُ منها، فلمّا أصبحَ أتَى النبيَّ صلى الله عليه وسلم فَذَكرَ ذلك له، فقالَ: «تِلكَ السَّكِينةُ تَنَزَّلَتْ للقُرآنِ».متفق عليه
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "له خپلو کورونو څخه هدیرې مه جوړوئ، یقینا چې شیطان له هغه کور څخه تښتي چې د بقرې سورت پکې لوستل کیږي".مسلم روايت کړی دی
له ابو موسی الأشعري - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایې چې : رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «مَثَلُ الْمُؤْمِنِ الَّذِي يَقْرَأُ الْقُرْآنَ كَمَثَلِ الْأُتْرُجَّةِ، رِيحُهَا طَيِّبٌ وَطَعْمُهَا طَيِّبٌ، وَمَثَلُ الْمُؤْمِنِ الَّذِي لَا يَقْرَأُ الْقُرْآنَ كَمَثَلِ التَّمْرَةِ، لَا رِيحَ لَهَا وَطَعْمُهَا حُلْوٌ، وَمَثَلُ الْمُنَافِقِ الَّذِي يَقْرَأُ الْقُرْآنَ مَثَلُ الرَّيْحَانَةِ، رِيحُهَا طَيِّبٌ وَطَعْمُهَا مُرٌّ، وَمَثَلُ الْمُنَافِقِ الَّذِي لَا يَقْرَأُ الْقُرْآنَ كَمَثَلِ الْحَنْظَلَةِ، لَيْسَ لَهَا رِيحٌ وَطَعْمُهَا مُرٌّ». «د هغه مؤمن مثال چې قرآن لولي د ترنج په څېر دی چې بوی يې ښایسته او خوند يې خوندور وي او د هغه مؤمن مثال چې قرآن نه لولي، د خرما په څېر دی چې بوی نه لري او خوند یې ښایسته دی، او د هغه منافق مثال چې قرآن لولي د ریحان یا کشمالي په څېر دی چې بوی یې ښایسته دی او خوند یې تریخ، او د هغه منافق مثال چې قران نه لولي د مړغوني په څېر دی چې نه بوی لري او خوند یې تریخ دی».متفق علیه دی
له ابو الدرداء رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «څوک چې د الکهف سورت له پیل نه لس آیتونه حفظ کړي، له دجال څخه به خوندي پاتې شي» او په یوه بله روایت کې راځي چې: «د الکهف سورت له پای څخه».مسلم روايت کړی دی
له ابو مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "څوک چې په شپه کې د سورت البقرې دوه وروستي آيتونه ولولي، د هغه لپاره بسنه کوي".متفق علیه دی
له عبدالله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «څوک چې د الله جل جلاله له کتاب څخه یو حرف ولولي نو د هغه لپاره د هغه په څېر لس چنده نیکي ده، زه نه وایم چې (الم) یو حرف دی، بلکې (الف) حرف دی، (لام) حرف دی او (میم) حرف دی».الترمذي روایت کړی دی
10112 - عَنْ أَبِي سَعِيدِ بْنِ الْمُعَلَّى - رضي الله عنه - قَالَ: النبي ﷺ : «ألا أُعَلِّمُكَ أَعْظَمُ سُورَةً فِي الْقُرْآنِ، {الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ} هِيَ السَّبْعُ الْمَثَانِي، وَالْقُرْآنُ الْعَظِيمُ الَّذِي أُوتِيتُهُ». له ابو سَعِيدِ بْنِ الْمُعَلَّى رضي الله عنه څخه روایت دی، وايي: نبيﷺ وفرمایل: آیا په قرآن کریم کې تر ټولو عظیم سورت در و نه ښایم: «{الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ} دی، دا اووه مثاني (زیات تکرارېدونکي) آیتونه او هغه لوی قرآن دی چې ما ته راکړل شوی دی». صحیح بخاري
له عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "څوک چې په قرآن کې ماهر وي، هغه به د شریفو، پاکو او عزتمندو ملاېکو سره وي، او څوک چې قرآن لولي، خو د سختۍ له امله پکې بندېږي او لوستل یې ورته ستونزمن وي، نو هغه لره دوه اجرونه دي".متفق علیه دی
١٠١١٤- عن عقبة بن عامر رضي الله عنه قال: قال رسول الله ﷺ: "ألم تر آيات أُنزلت الليلة لم يُر مثلهن قط: قل أعوذ برب الفلق، قل أعوذ برب الناس". رواه مسلم. عقبه بن عامر (رضي الله عنه) وایي: رسول الله ﷺ وفرمایل: "آیا تا هغه آیتونه نه دي لیدلي چې نن شپه نازل شوي دي؟ چې هېڅکله یې بېلګه نه ده لیدل شوې: «قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَقِ»، «قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ النَّاسِ»." حدیث روایت مسلم کړی دی.
10119- قَالَ عُمَرُ الله عنه : أَمَا إِنَّ نَبِيِّكُمْ قد قالَ: إن اللهَ يَرْفَعُ بِهَذَا الكِتابَ أَقواماً ويَضَعُ بِهِ آخرین» . صحیح مسلم عمر رضي الله عنه وايي: یقینًا ستاسې نبيﷺ فرمايلي: «یقینًا الله تعالی پر دې کتاب ځینې خلک پورته کوي او ځینې نور پرې لاندې کوي».
له عبدالله بن مسعود (رضي الله عنه) څخه روایت دی، وایي: نبيﷺ فرمایي: "د یوه تن تر ټولو بده خبره دا ده چې ووایي: 'فلانی آیت مې هیر کړ'. بلکې هغه ترې هېر کړی شو. قرآن تکراروئ، ځکه دا د خلکو له سینو څخه د اوښانو له تېښتې زیات تښتېدونکی دی". رواه البخاري و مسلم
له ابو امامة الباهلي رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایل یې: «قرآن ولولئ، ځکه چې د قیامت په ورځ خپلو خاوندانو ته شفاعت کوونکي راځي زهراوین (بقرة او آل عمران) تلاوت کړئ، ځکه چې دواړه د قیامت په ورځ لکه د دوو ورېځو یا سیورو په شان راځي، یا د مرغانو د دوو سېلونو په څېر، د خپل ویونکي څخه به دفاع کوي، البقره سورت ولولئ، ځکه چې اخیستل یې برکت، پرېښودل یې پښېمانتیا، او جادوګران يې مقابله نشي کولی او نه يې اثر له منځه وړلې شي».مسلم روايت کړی دی
له عبد الله بن عمرو رضی الله عنهما څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «يقالُ لصاحبِ القرآن: اقرَأ وارتَقِ، ورتِّل كما كُنْتَ ترتِّل في الدُنيا، فإن منزِلَكَ عندَ آخرِ آية تقرؤها». «د قرآن څښتن - حافظ، لوستونکي او پرې عمل کوونکي - ته به وویل شي: لوله، او پورته خېژه، یقینا چې ستا مقام د وروستني آیت سره دی چې ته به یې لولې».ابو داود، الترمذي او النسائي په الکبری کې او أحمد روایت کړی دی
له ابی بن کعب رضي الله عنه نه روایت دی وایي: چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «اې ابو المنذره، آیا ته پوهېږې چې د الله په کتاب کې تا سره کوم آیت تر ټولو لوی دی؟ " هغه وویل: ما وویل چې : الله او د هغه رسول ښه پوهیږي. هغه وفرمایل: « اې ابو المنذره، ته پوهېږې چې د الله په کتاب کې تاسره کوم آيت تر ټولو لوى دى؟» وايي: ما وويل: {اللهُ لا إِلَهَ إِلا هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ} [البقرة: 255]. (الله (چې دى) نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، همېشه ژوندى دى، د ټولې نړۍ انتظام كوونكى دى)وایي: نو زه یې په سينه کې ووهلم او ويې ويل: په الله قسم، چې علم دې درته مبارک شي (علم دې درته اسان شي) اې ابو المنذره».مسلم روايت کړی دی
عن أبي الدرداء عن النبي صلى الله عليه وسلم قال: «أيعجز أحدكم أن يقرأ في ليلة ثلث القرآن؟» قالوا: وكيف يقرأ ثلث القرآن؟ قال: «قل هو الله أحد تعدل ثلث القرآن».رواه مسلم
له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: کله چې له حدیبیې څخه د راګرځېدو پر مهال په رسول الله صلی الله علیه وسلم دا آیت نازل شو: {إِنَّا فَتَحْنَا لَكَ فَتْحًا مُبِينًا لِيَغْفِرَ لَكَ اللهُ} تر {فَوْزًا عَظِيمًا} پورې [الفتح سورت: له ١ څخه تر ٥ پورې آیتونه] صحابه کرام ډېر خفه او غمجن ول، حال دا چې خپلې قربانۍ یې په حدیبیه کې ذبح کړې وې، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «پر ما یو آیت نازل شوی چې له ټولې دنیا راته غوره او خوښ دی».مسلم روايت کړی دی