حديث للعالم
د قران فضيلتونه

د سورتونو او آیتونو فضیلت

9 حديث

9 حديث

عن البراء بن عازب –رضي الله عنهما- قال: كانَ رجلٌ يَقرَأُ سُورةَ الكهفِ، وعندَه فَرَسٌ مَربُوطٌ بِشَطَنَيْنِ، فَتَغَشَّتْهُ سَحَابَةٌ فَجَعَلَتْ تَدْنُو، وجَعلَ فَرَسُه يَنفِرُ منها، فلمّا أصبحَ أتَى النبيَّ صلى الله عليه وسلم فَذَكرَ ذلك له، فقالَ: «تِلكَ السَّكِينةُ تَنَزَّلَتْ للقُرآنِ».متفق عليه
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "له خپلو کورونو څخه هدیرې مه جوړوئ، یقینا چې شیطان له هغه کور څخه تښتي چې د بقرې سورت پکې لوستل کیږي".مسلم روايت کړی دی
له ابو الدرداء رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «څوک چې د الکهف سورت له پیل نه لس آیتونه حفظ کړي، له دجال څخه به خوندي پاتې شي» او په یوه بله روایت کې راځي چې: «د الکهف سورت له پای څخه».مسلم روايت کړی دی
له ابو مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "څوک چې په شپه کې د سورت البقرې دوه وروستي آيتونه ولولي، د هغه لپاره بسنه کوي".متفق علیه دی
10112 - عَنْ أَبِي سَعِيدِ بْنِ الْمُعَلَّى - رضي الله عنه - قَالَ: النبي ﷺ : «ألا أُعَلِّمُكَ أَعْظَمُ سُورَةً فِي الْقُرْآنِ، {الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ} هِيَ السَّبْعُ الْمَثَانِي، وَالْقُرْآنُ الْعَظِيمُ الَّذِي أُوتِيتُهُ». له ابو سَعِيدِ بْنِ الْمُعَلَّى رضي الله عنه څخه روایت دی، وايي: نبيﷺ وفرمایل: آیا په قرآن کریم کې تر ټولو عظیم سورت در و نه ښایم: «{الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ} دی، دا اووه مثاني (زیات تکرارېدونکي) آیتونه او هغه لوی قرآن دی چې ما ته راکړل شوی دی». صحیح بخاري
١٠١١٤- عن عقبة بن عامر رضي الله عنه قال: قال رسول الله ﷺ: "ألم تر آيات أُنزلت الليلة لم يُر مثلهن قط: قل أعوذ برب الفلق، قل أعوذ برب الناس". رواه مسلم. عقبه بن عامر (رضي الله عنه) وایي: رسول الله ﷺ وفرمایل: "آیا تا هغه آیتونه نه دي لیدلي چې نن شپه نازل شوي دي؟ چې هېڅکله یې بېلګه نه ده لیدل شوې: «قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَقِ»، «قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ النَّاسِ»." حدیث روایت مسلم کړی دی.
له ابو امامة الباهلي رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایل یې: «قرآن ولولئ، ځکه چې د قیامت په ورځ خپلو خاوندانو ته شفاعت کوونکي راځي زهراوین (بقرة او آل عمران) تلاوت کړئ، ځکه چې دواړه د قیامت په ورځ لکه د دوو ورېځو یا سیورو په شان راځي، یا د مرغانو د دوو سېلونو په څېر، د خپل ویونکي څخه به دفاع کوي، البقره سورت ولولئ، ځکه چې اخیستل یې برکت، پرېښودل یې پښېمانتیا، او جادوګران يې مقابله نشي کولی او نه يې اثر له منځه وړلې شي».مسلم روايت کړی دی
له ابی بن کعب رضي الله عنه نه روایت دی وایي: چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «اې ابو المنذره، آیا ته پوهېږې چې د الله په کتاب کې تا سره کوم آیت تر ټولو لوی دی؟ " هغه وویل: ما وویل چې : الله او د هغه رسول ښه پوهیږي. هغه وفرمایل: « اې ابو المنذره، ته پوهېږې چې د الله په کتاب کې تاسره کوم آيت تر ټولو لوى دى؟» وايي: ما وويل: {اللهُ لا إِلَهَ إِلا هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ} [البقرة: 255]. (الله (چې دى) نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، همېشه ژوندى دى، د ټولې نړۍ انتظام كوونكى دى)وایي: نو زه یې په سينه کې ووهلم او ويې ويل: په الله قسم، چې علم دې درته مبارک شي (علم دې درته اسان شي) اې ابو المنذره».مسلم روايت کړی دی
عن أبي الدرداء عن النبي صلى الله عليه وسلم قال: «أيعجز أحدكم أن يقرأ في ليلة ثلث القرآن؟» قالوا: وكيف يقرأ ثلث القرآن؟ قال: «قل هو الله أحد تعدل ثلث القرآن».رواه مسلم