PS
د عبادتونو فقه
روژه
40 حديث
وجوب الصيام وحكم تاركه
1
د روژې فضیلت
5
سنن الصيام
7
د میاشتې لیدل
2
صيام يوم الشك
2
صيام أهل الأعذار
1
مفسدات الصيام
2
ما يجب على الصائم
1
ما يجوز للصائم
1
نفلي روژه
12
الاعتكاف
1
د رمضان د میاشتې وروستۍ لسیزه
4
رمضان
2
40 حديث
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دي وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «الله تعالی فرمايي: د بني آدم هر عمل د هغه لپاره دى پرته له روژې څخه چې هغه زما لپاره ده او زه پرې اجر ورکوم او روژه ډال دی او کله چې په تاسو کې د یو چا د روژې ورځ وي نو پوچې خبرې او په لوړ اواز دې بد رد نه وایي، که چېرته ورته چا کنځلې وکړې او یا یې ورسره شخړه کوله، نو ودې وایي چې زه روژه دار سړی یم، او قسم په هغه ذات چې د محمد صلی الله علیه وسلم نفس د هغه په لاس کې دی چې د روژه دار انسان د خولې بوی د الله تعالی په نزد د مشکو له بوی څخه پاکیزه دی، د روژه دار لپاره دوه خوښۍ دي چې خوشحاله کوي یې: کله چې روژه ماته کړي نو خوشحاله شي او کله چې د خپل رب سره مخ شي نو په خپله روژه خوشحاله شي».
متفق علیه دی
له سهل رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «په جنت کې یوه دروازه ده چې ریان بلل کېږي، د قیامت په ورځ به ترې یوازې روژتیان ننوځي، او له دوی پرته به ترې نور خلک نه ننوځي وبه ویل شي: روژتیان چېرته دي، نو دوی به پاڅېږي او له دوی پرته به ترې بل څوک نه ننوځي، نو کله چې دوی ورننوځي بنده به شي، نو هېڅوک به ترې داخل نه شي».
متفق علیه دی
له عائشې أم المؤمنین رضي الله عنها څخه روایت دی چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم د (روژې د میاشتې) په وروستیو لسو شپو کې د نورو شپو په پرتله زیات زیار ویسته.
مسلم روايت کړی دی
له ابو هریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي: «چا چې د رمضان روژه - په الله تعالی - د ایمان په وجه د ثواب په نیت ونیوله؛ نو مخکني ټول ګناهونه یې وبخښل شي».
متفق علیه دی
له ابو هریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي: "څوک چې د قدر شپه پر هغې د ایمان لرلو او ثواب په نیت - په عبادت - کې تیره کړي، د هغه تېر ګناهونه به وبخښل شي".
متفق علیه دی
له ابو سعید الخدري رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایل یې: «څوک چې د الله جل جلاله په لار کې (په جهاد کې) یوه ورځ روژه ونیسي، الله تعالی به یې اویا کاله مخ له اور څخه لرې وساتي».
متفق علیه دی
له سهل بن سعد رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «خلک به تر هغه پورې په خېر وي تر څو چې دوی په روژه ماتي کې بیړه کوي».
متفق علیه دی
د زید بن ثابت رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې: موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره پیشلمی وکړ، بیا لمانځه ته پاڅېده، ما وویل: د اذان او پیشلمي تر منځه څومره وخت و؟ هغه وویل: د پنځوس آیتونو په اندازه.
متفق علیه دی
له ام المؤمنین عائشة رضي الله عنها څخه روایت دی چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم مېرمن ده: رسول الله صلی الله علیه وسلم به د رمضان د میاشتې په وروستۍ لسیزه کې اعتکاف کاوه تر دې چې الله تعالی وفات کړ، بیا له هغه وروسته یې ورپسې مېرمنو اعتکاف کاوه.
متفق علیه دی
له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "پېشلمی وکړئ، ځکه چې په پېشلمي کې برکت وي".
متفق علیه دی
عَنْ جَابِرِ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُما قَالَ: كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي سَفَرٍ، فَرَأَى زِحَامًا وَرَجُلًا قَدْ ظُلِّلَ عَلَيْهِ، فَقَالَ: «مَا هَذَا؟»، فَقَالُوا: صَائِمٌ، فَقَالَ: «لَيْسَ مِنَ البِرِّ الصَّوْمُ فِي السَّفَرِ»، وَفِي لَفْظٍ لِمُسلِمٍ: «عَلَيْكُمْ بِرُخْصَةِ اللهِ الَّذِي رَخَّصَ لَكُمْ».
متفق عليه
له ابو هریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي: «له رمضان څخه یوه او یا دوه ورځې مخکې روژه مه نیسئ، مګر هغه څوک چې عادتي روژې نیسي، نو هغه دې یې ونیسي».
متفق علیه دی
عن عائشة وأم سلمة رضي الله عنهما «أن رسول الله صلى الله عليه وسلم كان يُدْرِكُهُ الفجر وهو جُنٌبٌ من أهله، ثم يغتسل ويصوم ».
متفق عليه
له ابو هریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي: "څوک چې د روژې په حالت کې په هېره باندې خوراک او یا څښاک وکړي، نو خپله روژه دې پوره کړي، ځکه الله تعالی ورته خوراک او څښاک ورکړي دي".
متفق علیه دی
له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی وایې: زما دوست او ملګري صلی الله علیه وسلم وسلم راته په درېو کارونو وصیت کړی دی: له هرې میاشتې څخه درې ورځې روژه نیول، د څاښت دوه رکعته لمونځ کول او دا چې له وېده کېدو وړاندې وتر وکړم.
متفق علیه دی
له عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «د رمضان په وروستیو لسو شپو کې د قدر شپه ولټوئ».
متفق علیه دی
له عمر بن خطاب رضي الله عنه څخه روایت دی، وایي: رسول الله ﷺ فرمایلي: «کله چې شپه له دې خوا را مخه کړي او ورځ له دې خوا شا کړي، نو د روژهتي روژه ماته شوه».
له ابن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی وایې چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې اورېدلي دي چې فرمایل یې: "کله مو چې ولیده (میاشت)، نو روژه شئ، او کله مو چې ولیده نو بوزه شئ، او که چېرته درباندې ورېځ شوه نو حساب ورته ونیسئ".
متفق علیه دی
له ام المؤمنین عائشې - رضي الله عنها - څخه روایت دی وایي چې: کله به چې ( د رمضان د میاشتې وروستۍ) لسیزه داخل شوه نو شپه به یې رڼا کړه او خپله کورنۍ به یې ( د شپې) راویښه کړه او (د عبادت لپاره به یې) ملابند کلک کړ.
متفق علیه دی
عن أبي هريرة رضي الله عنه مرفوعًا: «تُعْرَضُ الأعمالُ يومَ الاثنين والخميس، فَأُحِبُّ أَنْ يُعْرَضَ عَملي وأنا صائم». وفي رواية: «تُفْتَحُ أبوابُ الجَنَّةِ يومَ الاثنين والخميس، فَيُغْفَرُ لكلِّ عبد لا يُشْرِكُ بالله شيئا، إِلا رجلا كان بينه وبين أخيه شَحْنَاءُ، فَيُقَالُ: أَنظِروا هذيْن حتى يَصْطَلِحَا، أنظروا هذين حتى يصطلحا». وفي رواية: «تُعْرَضُ الأَعْمَالُ في كلِّ اثْنَيْنِ وَخَميسٍ، فَيَغْفِرُ اللهُ لِكُلِّ امْرِئٍ لا يُشْرِكُ بالله شيئاً، إِلاَّ امْرَءاً كانت بينه وبين أخِيهِ شَحْنَاءُ، فيقول: اتْرُكُوا هذَيْنِ حتى يَصْطَلِحَا».
حديث أبي هريرة الأول رواه الترمذي. والحديثان الآخران هما حديث واحد، رواه مسلم، وكرر لفظة: "أنظروا هذين حتى يصطلحا" ثلاثاً
له عمرو بن العاص رضي الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله ﷺ فرمایي: «زموږ او د اهل کتابو د روژو ترمنځ تو پېر د پېشلمي خوراک دی». رواه مسلم.
له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم تر ټولو زیات سخي و او د نورو وختونو په پرتله به یې د رمضان په میاشت کې سخا ډېره زیاته وه کله به چې جبرایل علیه السلام ورسره مخ کېده، او د رمضان د میاشتې په هره شپه کې به ورسره مخ کېده او قرآن به یې تکراره وو، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم به د خېر په کارونو کې لکه د تېز باد په څېر په سخاوتمندۍ کې تېز و.
متفق علیه دی
له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی، وایي: رسول الله ﷺ به له لمانځه وړاندې په یو څو تازه کجورو روژه ماتوله، که تازه کجورې به نه وې، نو عامې کجورې به یې خوړلې. که هغه به هم نه وې، نو له اوبو به یې یو څو غوړپه وکړل. رواه أبو داود والترمذي وأحمد.
عن عائشة رضي الله عنها قالت: لم يكن النبي صلى الله عليه وسلم يصوم مِنْ شهر أكثر من شعبان، فإنّه كان يصوم شعبان كله. وفي رواية: كان يصوم شعبان إلا قليلا.
متفق عليه
صفحة 1 من 2
الصفحة التالية