حديث للعالم
روژه

سنن الصيام

7 حديث

7 حديث

له سهل بن سعد رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «خلک به تر هغه پورې په خېر وي تر څو چې دوی په روژه ماتي کې بیړه کوي».متفق علیه دی
د زید بن ثابت رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې: موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره پیشلمی وکړ، بیا لمانځه ته پاڅېده، ما وویل: د اذان او پیشلمي تر منځه څومره وخت و؟ هغه وویل: د پنځوس آیتونو په اندازه.متفق علیه دی
له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "پېشلمی وکړئ، ځکه چې په پېشلمي کې برکت وي".متفق علیه دی
له عمرو بن العاص رضي الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله ﷺ فرمایي: «زموږ او د اهل کتابو د روژو ترمنځ تو پېر د پېشلمي خوراک دی». رواه مسلم.
له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی، وایي: رسول الله ﷺ به له لمانځه وړاندې په یو څو تازه کجورو روژه ماتوله، که تازه کجورې به نه وې، نو عامې کجورې به یې خوړلې. که هغه به هم نه وې، نو له اوبو به یې یو څو غوړپه وکړل. رواه أبو داود والترمذي وأحمد.
له زید بن خالد الجهني رضي الله عنه څخه روایت دی، هغه له نبي ﷺ څخه روایت کوي، چې هغه فرمایي: «چا چې یوه روژه‌ دار ته روژه ماتی برابر کړ، نو د ده هم د هغه په اندازه ثواب دی، بغیر له دې چې د هغه له اجر څخه څه کم شي».
عن ابن عمر قال: كان رسول الله صلى الله عليه وسلم إذا أفطر قال: "ذهب الظمأُ، وابتلت العروق، وثبت الأجر إن شاء الله".رواه أبو داود