حديث للعالم
شرعي آداب

د جامو ادبونه

8 حديث

8 حديث

له عبدالرحمن بن ابي لیلی څخه روایت دی چې دوي له حذیفه سره وو، هغه اوبه وغوښتې، نو یو مجوسي اوبه ورکړې، کله یې چې لوښی په لاس کې ورکړ بېرته یې پرې وویشت او ویې ویل: که چېرته مې هغه یو یا دوه ځلې منع کړی نه و - لکه چې غوښتل یې داسې ووایې چې: داسې کار به مې نه و کړی- خو ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایلي یې دي: «نرم او سخت وریښمین کالي مه اغوندئ، او د سپینو او سرو زرو په پیالو کې څښاک مه کوئ، او مه یې په لوښو کې خوراک کوئ، ځکه دا د هغوی (کافرو) لپاره په دنیا او زموږ لپاره په آخرت کې دي».متفق علیه دی
له عمر رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "څوک چې په دنيا کې ورېښم واغوندي؛ په آخرت کې به یې نه اغوندي".متفق علیه دی
عن أبي هريرة رضي الله عنه مرفوعًا: «إِذَا لَبِسْتُم، وَإِذَا تَوَضَّأتُم، فَابْدَأُوا بَأَيَامِنُكُم».رواه أبو داود واللفظ له، والترمذي وابن ماجه وأحمد
عن علي بن أبي طالب رضي الله عنه مرفوعاً: «إذا انْتَعَل أحدكم فليبدأ باليمين، وإذا نَزَعَ فليبدأ بالشمال، ولْتَكُن اليُمنى أولَهُما تُنْعَل، وآخِرَهُما تُنْزَع».متفق عليه
له ابن عمر - رضي الله عنهما - څخه روایت دی چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي: «الله تعالی به هغه چا ته نظر و نه کړي چې خپل کالي د تکبر په نیت د ځان پسې راکاږي».متفق علیه دی
عن أبي هريرة رضي الله عنه مرفوعًا: «بينما رجل يمشي في حُلَّةٍ تُعْجِبُهُ نَفْسُهُ، مُرَجِّلٌ رأسه، يَخْتَالُ في مَشْيَتهِ، إذ خَسَفَ اللهُ به، فهو يَتَجَلْجَلُ في الأرض إلى يوم القيامة".متفق عليه
له ابو سعید الخدري رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «سړی به د سړي شرمګاه ته نه ګوري، او ښځه به د ښځې شرمګاه ته نه ګوري او نه دې یو سړی له بل سړي سره په یوه جامه کې ځان پټوي او نه دې یوه ښځه له بلې ښځې سره په یوه جامه کې ځان پټوي».مسلم روايت کړی دی
د ابن عباس رضی الله عنهما څخه روایت دی وایي چې رسول صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «سپينې جامې واغوندئ، ځکه چې هغه ستاسو له غوره جامو څخه دي، او خپل مړي په کې کفن کړئ».ابو داود، الترمذي او ابن ماجه روایت کړی دی