حديث للعالم
شرعي آداب

د عالم او متعلم ادبونه

6 حديث

6 حديث

عن أبي واقد الحارث بن عوف رضي الله عنه أنَّ رسول الله صلى الله عليه وسلم بينما هو جالس في المسجد، والناس معه، إذ أقبل ثلاثَةُ نَفَرٍ، فأقبل اثنان إلى رسول الله، صلى الله عليه وسلم وذهب واحد، فوقفا على رسول الله صلى الله عليه وسلم ، فأما أحدهما فرأى فُرْجَةً في الْحَلْقَةِ فجلس فيها، وأما الآخر فجلس خلفهم، وأما الثالث فأدْبَر ذاهبٍا، فلما فرغ رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: «ألا أُخْبِرُكُم عن النَّفَرِ الثلاثة: أما أحدهم فأَوَى إلى الله فآوَاهُ الله إليه، وأما الآخر فاسْتَحْيا فاسْتَحْيَا الله منه، وأما الآخر، فأعْرَضَ، فأعرضَ اللهُ عنه».متفق عليه
له ابو هریره - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یو اعرابی (اطرافی سړی) راغی او ورته یې وویل: ماته یو داسې عمل را وښیه چې که زه یې وکړم جنت ته به داخل شم، هغه ورته وفرمایل: «چې د الله تعالی عبادت وکړې او له هغه سره څوک شریک نه کړې، فرض لمونځ ادا کړې، فرض زکات ورکړې او د رمضان (میاشت) روژه ونیسې»، هغه وويل: قسم په هغه ذات چې زما روح يې په لاس کې دى، له دې څخه به یې زیات نه کړم، نو کله چې ولاړ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «که څوک غواړي چې له جنتیانو څخه یو سړي ته وګوري، نو دې ته دې وګوري».متفق علیه دی
له عبدالرحمن بن ابي لیلی څخه روایت دی، وایي چې: کعب بن عجره راسره مخ شو، نو ویې وییل: ایا زه تاته ډالۍ در نه کړم؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم موږ ته بهر راووت نو ویې فرمایل: اى د الله جل جلاله رسوله، یقینا دا مو زده کړی چې څرنګه پر تا سلام ووایو، خو درود درباندې څنګه ووایو؟ ویې فرمایل: « نو وایئ: اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ، إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ، اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا بَارَكْتَ عَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ، إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ».«یا الله! پر محمد - صلی الله علیه وسلم - او د هغه پرکورنۍ رحمت ووروه، لکه پر ابراهیم -علیه السلام- او د هغه پرکورنۍ دې چې ورولی و، بېشکه ته ستایل شوی او لوی یې. یا الله! پر محمد صلی الله علیه وسلم او د هغه پر کورنۍ برکتونه ووروه، لکه پر ابراهیم - علیه السلام - او د هغه پرکورنۍ دې چې ورولي و، بېشکه ته ستایل شوی او لوی یې».متفق علیه دی
له عبدالله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوريدلي چې فرمایل يې: «الله دې هغه سړی تازه او ښاد لري چې له موږ څخه څه واوري، او لکه څنګه یې چې اورېدلی وي نورو ته يې ورسوي، ځکه ځینې وختونه هغه څوک چې خبر رسوي، له هغه چا نه ښه پوهېږي چې خبر يې اورېدلی وي».او ابن ماجه او احمد روايت کړی دی
له عبد الله بن عمرو بن العاص (رضي الله عنهما) څخه روایت دی، وایي: ما له رسول الله ﷺ څخه اورېدلي دي، فرمایي: «الله تعالی علم له خلکو څخه په یوه وار نه اخلي، بلکې علم د علماوو په وفات کولو اخلي، تر دې چې کله هېڅ عالم پاتې نه شي، نو خلک به جاهل مشران مقرر کړي، له هغوی به پوښتنې کیږي هغوی به بې علمه ځوابونه کوي نو خپله به هم ګمراه شي او نور به هم ګمراه کړي». - متفق علیه
عن عبد الله بن عمر أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: «إن من الشجر شجرة لا يسقط ورقها، وهي مثل المسلم، حدثوني ما هي؟» فوقع الناس في شجر البادية، ووقع في نفسي أنها النخلة، قال عبد الله: فاستحييت، فقالوا: يا رسول الله، أخبرنا بها؟ فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم: «هي النخلة» قال عبد الله: فحدثت أبي بما وقع في نفسي، فقال: «لأن تكون قلتها أحب إلي من أن يكون لي كذا وكذا».متفق عليه