حديث للعالم
اضغط على الصورة لعرضها بالحجم الكامل
فضایل او آداب

له عبدالله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوريدلي چې فرمایل يې:

متاح بـ 48 لغة
«له عبدالله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوريدلي چې فرمایل يې: «الله دې هغه سړی تازه او ښاد لري چې له موږ څخه څه واوري، او لکه څنګه یې چې اورېدلی وي نورو ته يې ورسوي، ځکه ځینې وختونه هغه څوک چې خبر رسوي، له هغه چا نه ښه پوهېږي چې خبر يې اورېدلی وي».»

ترجمة بالمعنى ·

شرح الحديث

خلاصة المعنى بعبارة ميسّرة

نبي صلی الله علیه وسلم دعا وکړه چې الله تعالی دې هغه چا ته په دې دنیا کې ښایست، خوشحالي او ښکلا ورکړي، او په اخرت کې دې هغه چا ته د جنت ښایست، نعمتونه او تازه ګي ورسوي چې د هغه حدیث واوري، یاد یې کړي او نورو ته یې ورسوي، کېدای شي هغه څوک چې حدیث ورته رسول شوی وي، له اورېدونکي څخه ښه پوه او ځیرک وي، نو لومړی کس په حفظ او روایت کې مهارت لري، او دویم کس په پوهه او استنباط کې.

المصدر
او ابن ماجه او احمد روايت کړی دی
تحميل الصورة

ستُحفظ الصورة بجودتها الأصلية