حديث للعالم
د دعاګانو او اذکارو فقه

د ذکر په اړه د پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - لارښوونه

5 حديث

5 حديث

له جابر رضي الله عنه څخه روایت دی چې هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل چې وییل یې: «کله چې یو سړی کور ته ننوځي او د ننوتلو او ډوډۍ خوړلو پر مهال الله یاد کړي نو شیطان -خپلو ملګرو ته-ووایي: نه د اوسېدو ځای لرئ او نه درته ډوډۍ شته، او کله چې کور ته ننوځي او د ننوتلو پر مهال الله یاد نه کړي نو شیطان ووایي: د شپې ځای مو پیدا کړ، او کله چې د ډوډۍ پر مهال الله یاد نه کړي، ووایي: د شپې ځای او ډوډۍ مو پيدا کړل».مسلم روايت کړی دی
د ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ به ویل: «اې الله ! تاته مې غاړه اېښودلې، پر تا مې ایمان راوړی، پر تا مې توکل کړی، تا ته مې رجوع کړې او ستا لپاره مې شخړه کړې، اې الله ! زه د ستا په عزت پناه غواړم چې ستا پرته بل معبود نشته- لدې چې ما ګمراه کړې، ته هغه ژوندی ذات یې چې هېڅکله نه مرې، حال دا چې پیریان او انسانان مري».متفق عليه دی او دا لفظ د مسلم دی، او البخاري مختصر روایت کړی دی
عن أبي هريرة رضي الله عنه قال: سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول: «وَاللهِ إني لأَسْتَغْفِرُ اللهَ وأَتُوبُ إليهِ في اليومِ أَكْثَرَ من سَبْعِينَ مَرَّةً».رواه البخاري
له الأغرّ رضي الله عنه نه روایت دی، او هغه د نبي صلی الله علیه وسلم له اصحابو څخه و، وايي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل: (ای خلکو! الله ته توبه وباسئ، یقینا زه چې یم د ورځې الله ته سل ځلې توبه کوم).مسلم روايت کړی دی
له ابو هریره - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم به په خپلې رکوع او سجده کې «اللهُمَّ اغْفِرْ لِي ذَنْبِي كُلَّهُ دِقَّهُ، وَجِلَّهُ، وَأَوَّلَهُ وَآخِرَهُ وَعَلَانِيَتَهُ وَسِرَّهُ». ویل، یعنې «ای الله! ماته مې ټول واړه او غټ، اول او آخر، ښکاره او پټ ګناهونه وبخښه».مسلم روايت کړی دی