حديث للعالم
فضایل او آداب

د دعاګانو او اذکارو فقه

62 حديث

62 حديث

عن عبد الله بن مسعود رضي الله عنه قال: كان نبي الله صلى الله عليه وسلم إذا أمسى قال: «أمسينا وأمسى الملك لله، والحمد لله، لا إله إلا الله وحده لا شريك له» قال الراوي: أَرَاهُ قال فِيهِنَّ: «له الملك وله الحمد وهو على كل شيء قدير، ربِّ أسألك خير ما في هذه الليلة وخير ما بعدها، وأعوذ بك من شر ما في هذه الليلة وشر ما بعدها، رب أعوذ بك من الكسل، وسُوءِ الكِبَرِ، رب أعوذ بك من عذاب في النار، وعذاب في القبر»، وإذا أصبح قال ذلك أيضا «أصبحنا وأصبح الملك لله».رواه مسلم
له جابر رضي الله عنه څخه روایت دی چې هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل چې وییل یې: «کله چې یو سړی کور ته ننوځي او د ننوتلو او ډوډۍ خوړلو پر مهال الله یاد کړي نو شیطان -خپلو ملګرو ته-ووایي: نه د اوسېدو ځای لرئ او نه درته ډوډۍ شته، او کله چې کور ته ننوځي او د ننوتلو پر مهال الله یاد نه کړي نو شیطان ووایي: د شپې ځای مو پیدا کړ، او کله چې د ډوډۍ پر مهال الله یاد نه کړي، ووایي: د شپې ځای او ډوډۍ مو پيدا کړل».مسلم روايت کړی دی
د ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ به ویل: «اې الله ! تاته مې غاړه اېښودلې، پر تا مې ایمان راوړی، پر تا مې توکل کړی، تا ته مې رجوع کړې او ستا لپاره مې شخړه کړې، اې الله ! زه د ستا په عزت پناه غواړم چې ستا پرته بل معبود نشته- لدې چې ما ګمراه کړې، ته هغه ژوندی ذات یې چې هېڅکله نه مرې، حال دا چې پیریان او انسانان مري».متفق عليه دی او دا لفظ د مسلم دی، او البخاري مختصر روایت کړی دی
عن أبي موسى الأشعري رضي الله عنه قال: خَسَفَت الشمس على زمان رسول الله صلى الله عليه وسلم . فقام فَزِعًا، ويخشى أن تكون الساعة، حتى أتى المسجد، فقام، فصلى بأطول قيام وسجود، ما رأيته يفعله في صلاته قطُّ، ثم قال: إن هذه الآيات التي يُرْسِلُهَا الله عز وجل : لا تكون لموت أحد ولا لحياته، ولكن الله يُرْسِلُهَا يُخَوِّفُ بها عباده، فإذا رأيتم منها شيئا فَافْزَعُوا إلى ذكر الله و دُعَائِهِ وَاسْتِغْفَارِهِ.متفق عليه
عن جابر بن عبد الله رضي الله عنهما مرفوعاً: «لا تدعوا على أنفسكم؛ ولا تدعوا على أولادكم، ولا تدعوا على أموالكم، لا توافقوا من الله ساعة يُسأل فيها عطاءٌ فيستجيب لكم».رواه مسلم
عن أبي هريرة رضي الله عنه مرفوعاً: يُستجاب لأحدكم ما لم يَعْجَلْ: يقول: قد دعوت ربي، فلم يستجب لي». وفي رواية لمسلم: «لا يزال يُستجاب للعبد ما لم يَدْعُ بإثم، أو قطيعة رحم، ما لم يَسْتَعْجِلْ» قيل: يا رسول الله ما الاستعجال؟ قال: «يقول: قد دعوت، وقد دعوت، فلم أر يستجب لي، فَيَسْتَحْسِرُ عند ذلك ويَدَعُ الدعاء».متفق عليه
له ابو امامه رضي الله عنه نه روايت دی وایي چې عمرو بن عبسة رضي الله عنه له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه اورېدلي چې فرمايل یې: "د نیمایي شپې په وروستۍ برخه کې الله تعالی بنده ته تر ټولو زیات نږدې وي، نو که دې وکولی شول له هغو خلکو شې چې هغه شیبېه کې الله یادوي نو شه".أبو داود، الترمذي او النسائي روایت کړی دی
عن أنس بن مالك رضي الله عنه مرفوعًا: «من قال -يعني: إذا خَرج من بَيتِه-: بِسم الله تَوَكَّلتُ على اللهِ، وَلاَ حول ولا قُوَّة إِلَّا بالله، يُقَال له: هُدِيتَ وَكُفِيتَ وَوُقِيتَ، وَتَنَحَّى عَنه الشَّيطَان». زاد أبو داود: «فيقول -يعني: الشيطان- لِشَيطان آخر: كَيف لَك بِرَجلٍ قَد هُدِيَ وكُفِيَ ووُقِيَ؟».رواه أبو داود والترمذي
له جابر رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې : ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي دي چې فرمایل یې: «تر ټولو غوره ذکر : لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ دی، او تر ټولو غوره دعا: الحمد لله ده».الترمذي او النسائي په الکبری کې او ابن ماجه روایت کړی دی
د سليمان بن صرد رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې: زه له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ناست وم چې دوو کسانو سره یو بل ته کنځلې کولې، نو د یو مخ سور شو او د مرۍ رګونه یې (له ډېرې غصې) راوپړسېدلې، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "زه په یوه کلمه پوهیږم چې که ویې وایي، نو غصه به یې لاړه شي، که چېرته: أَعُوذُ بِاللَّهِ مِنَ الشَّيْطَانِ) یعنې: زه له شیطان څخه په الله پناه غواړم ووایې: نو هغه څه به ترې لاړ شي چې دی ورسره مخ دی" نو هغوی ورته وویل چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې چې: له شیطان څخه په الله پناه وغواړه»، هغه وویل: آیا پر ما لیونتوب دی؟متفق علیه دی
له عبدالله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی، چې له نبي صلی الله علیه وسلم څخه یې نقل کوي چې هغه به فرمایل: « اې الله! زه له تا څخه هدایت، تقوا، پاکلمني او غنامندي غواړم».مسلم روايت کړی دی
عن جابر رضي الله عنه قال: سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول: «إن في الليل لساعة، لا يُوَافِقُهَا رجُلٌ مُسلم يَسأل الله تعالى خيرًا من أمْرِ الدنيا والآخرة، إلا أعْطَاه إِياه، وذلك كُلَّ ليلة».رواه مسلم
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې چې: «يَقُولُ اللهُ عَزَّ وَجَلَّ: أَنَا عِنْدَ ظَنِّ عَبْدِي، وَأَنَا مَعَهُ حِينَ يَذْكُرُنِي، فَإِنْ ذَكَرَنِي فِي نَفْسِهِ ذَكَرْتُهُ فِي نَفْسِي، وَإِنْ ذَكَرَنِي فِي مَلَإٍ ذَكَرْتُهُ فِي مَلَإٍ خَيْرٍ مِنْهُ، وَإِنِ اقْتَرَبَ إِلَيَّ شِبْرًا، تَقَرَّبْتُ إِلَيْهِ ذِرَاعًا، وَإِنِ اقْتَرَبَ إِلَيَّ ذِرَاعًا، اقْتَرَبْتُ إِلَيْهِ بَاعًا، وَإِنْ أَتَانِي يَمْشِي أَتَيْتُهُ هَرْوَلَةً». «الله جل جلاله فرمایي: زه د خپل بنده د باور سره یم (چې زما په اړه یې لري) او زه د هغه سره یم کله چې ما یادوي، که چېرته یې له ځان سره یاد کړم؛ زه به یې هم له ځان سره یاد کړم، او که چېرته یې په ډله کې یاد کړم، زه به یې له هغه څخه په غوره ډله کې یاد کړم، او که چېرته ماته یوه لویشت رانیږدې شي نو زه به یوه څنګل ورنږدې شم، او که چېرته ماته یوه څنګل رانږدې شو نو زه به د دواړو لاسونو په اندازه چې خلاص وي ورنږدې شم، او که هغه ماته په مزل راشي زه به ګړندی ورشم».متفق علیه دی
له سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره وو نو هغه وفرمایل: «آیا له تاسو څخه څوک نشي کولی چې هره ورځ زر نېکۍ ترلاسه کړي؟» نو یو ناست کس ترې وپوښتل: څنګه زموږ څخه یو څوک کولای شي زر نېکۍ تر لاسه کړي؟ هغه وفرمایل چې: «سل ځلې تسبیح ووايي، نو زر نېکۍ ورته لیکل کېږي او یا ترې زر ګناهونه کمېږي».مسلم روايت کړی دی
له ابو موسی رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «د هغه چا مثال چې خپل رب یادوي او د هغه چا مثال چې خپل رب نه یادوي د ژوندي او د مړي دی»، او د مسلم الفاظ داسې دي: «د هغه کور مثال چې الله پکې یادېږي او د هغه کور مثال چې الله پکې نه یادېږي د ژوندي او د مړي دی».متفق علیه دی
عن أبي هريرة رضي الله عنه قال: سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول: «وَاللهِ إني لأَسْتَغْفِرُ اللهَ وأَتُوبُ إليهِ في اليومِ أَكْثَرَ من سَبْعِينَ مَرَّةً».رواه البخاري
له الأغرّ رضي الله عنه نه روایت دی، او هغه د نبي صلی الله علیه وسلم له اصحابو څخه و، وايي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل: (ای خلکو! الله ته توبه وباسئ، یقینا زه چې یم د ورځې الله ته سل ځلې توبه کوم).مسلم روايت کړی دی
عن أبي أمامة رضي الله عنه أن النبي صلى الله عليه وسلم كَانَ إذا رَفَعَ مَائِدَتَهُ، قال: «الحَمْدُ للهِ حَمْدًا كَثِيرًا طَيِّبًا مُبَارَكًا فِيهِ، غَيْرَ مَكْفِيٍّ، وَلَا مُوَدَّعٍ، وَلَا مُسْتَغْنًى عَنْهُ رَبَّنَا».رواه البخاري
له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی چې: بېشکه چې رسول ﷺ به د سختۍ او اندېښنې پر مهال ویل: «لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ الْعَظِيمُ الْحَلِيمُ، لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ رَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِيمِ، لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ رَبُّ السَّمَاوَاتِ وَرَبُّ الْأَرْضِ وَرَبُّ الْعَرْشِ الْكَرِيمِ»، «نشته هېڅ برحق معبود پرته له الله نه، هغه ذات چې ستر او زغم لرونکی دی، نشته هېڅ معبود پرته له الله نه، هغه ذات چې د ستر عرش خاوند دی، نشته هېڅ معبود پرته له الله نه، هغه ذات چې د آسمانونو رب، د ځمکې رب، او د معزّز عرش رب دی».متفق علیه دی
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: "بنده د سجدې پر مهال خپل رب ته تر ټولو ډېر نږدې وي، نو ډېره دعا وکړئ".مسلم روايت کړی دی
له ابو هریره - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم به په خپلې رکوع او سجده کې «اللهُمَّ اغْفِرْ لِي ذَنْبِي كُلَّهُ دِقَّهُ، وَجِلَّهُ، وَأَوَّلَهُ وَآخِرَهُ وَعَلَانِيَتَهُ وَسِرَّهُ». ویل، یعنې «ای الله! ماته مې ټول واړه او غټ، اول او آخر، ښکاره او پټ ګناهونه وبخښه».مسلم روايت کړی دی
عن أبي سعيد الخدري رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : "الْبَاقِيَاتُ الصَّالِحَاتُ، لَا إلَهَ إلَّا اللَّهُ، وَسُبْحَانَ اللَّهِ، وَاَللَّهُ أَكْبَرُ، وَالْحَمْدُ لِلَّهِ، وَلَا حَوْلَ وَلَا قُوَّةَ إلَّا بِاَللَّهِ".رواه ابن حبان والحاكم، أما النسائي فرواه في الكبرى لكن من حديث أبي هريرة
له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «الدُّعَاءُ لاَ يُرَدُّ بَيْنَ الأَذَانِ وَالإِقَامَةِ». "د اذان او اقامت تر منځ دعا نه ردیږي".أبو داود، الترمذي او النسائي روایت کړی دی
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به وېیل: «اللهُمَّ أَصْلِحْ لِي دِينِي الَّذِي هُوَ عِصْمَةُ أَمْرِي، وَأَصْلِحْ لِي دُنْيَايَ الَّتِي فِيهَا مَعَاشِي، وَأَصْلِحْ لِي آخِرَتِي الَّتِي فِيهَا مَعَادِي، وَاجْعَلِ الْحَيَاةَ زِيَادَةً لِي فِي كُلِّ خَيْرٍ، وَاجْعَلِ الْمَوْتَ رَاحَةً لِي مِنْ كُلِّ شَرٍّ». "یا الله! دین مې راته اصلاح کړه؛ هغه چې زما د چارو ساتنه پکې ده، دنیا مې راته اصلاح کړه؛ هغه چې زما ژوند پکې دی، آخرت مې راته اصلاح کړه؛ چېرته چې زما ورګرځېدل دي، او ژوند راته د هرې ښېګڼې د زیاتوالي سبب وګرځوه، او مرګ راته له هر شر څخه د خلاصي سبب وګرځوه".مسلم روايت کړی دی