حديث للعالم
فضایل او آداب

د دعاګانو او اذکارو فقه

62 حديث

62 حديث

له ابو موسی رضي الله عنه نه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به په دې دعا سره دعا کوله: «رَبِّ اغْفِرْ لِي خَطِيئَتِي وَجَهْلِي، وَإِسْرَافِي فِي أَمْرِي كُلِّهِ، وَمَا أَنْتَ أَعْلَمُ بِهِ مِنِّي، اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِي خَطَايَايَ، وَعَمْدِي وَجَهْلِي وَهَزْلِي، وَكُلُّ ذَلِكَ عِنْدِي، اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِي مَا قَدَّمْتُ وَمَا أَخَّرْتُ، وَمَا أَسْرَرْتُ وَمَا أَعْلَنْتُ، أَنْتَ المُقَدِّمُ وَأَنْتَ المُؤَخِّرُ، وَأَنْتَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ». "زما ربه! ماته زما ګناهونه او ناپوهي، په ټولو چارو کې زما اسراف او هغه څه چې ته پرې زما څخه ښه پوهېږې وبښې، یا الله ما ته زما ګناهونه وبښې؛ هغه چې ما په قصد او یا سهوې او خطا سره کړي دي، او دا ټول زما سره دي، یا الله ما ته زما هغه ګناهونه وبښې چې ما پخوا کړي دي او یا یې وروسته کوم، هغه چې ما په ښکاره کړي او هغه چې ما پټ کړي، ته مخکې کوونکی (د خېر د کارونو توفیق ورکوونکی) او ( د خېر له کارونو وروسته کوونکی یې چالره چې وغواړې)او ته پر هر څه قادر یې.متفق علیه دی
له ابن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم به دا دعاګانې سبا او بیګا نه پرېښودلې: «اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ الْعَافِيَةَ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ، اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ الْعَفْوَ وَالْعَافِيَةَ فِي دِينِي وَدُنْيَايَ وَأَهْلِي وَمَالِي، اللَّهُمَّ اسْتُرْ عَوْرَتِي -أَو: عَوْرَاتِي- وَآمِنْ رَوْعَاتِي، اللَّهُمَّ احْفَظْنِي مِنْ بَيْنِ يَدَيَّ، وَمِنْ خَلْفِي، وَعَنْ يَمِينِي، وَعَنْ شِمَالِي، وَمِنْ فَوْقِي، وَأَعُوذُ بِعَظَمَتِكَ أَنْ أُغْتَالَ مِنْ تَحْتِي». «یا الله! زه له تانه په دنیا او آخرت کې د سلامتیا سوال کوم، یا الله! زه له تانه په خپل دین، دنیا، کورنۍ او مال کې د بخښنې او سلامتیا سوال کوم، یا الله! زما شرمګاه - او یا شرمګاوې په پرده کې وساته، او زما وېره په امن بدله کړه، یا الله زما د مخې، زما د شا، زما د ښي اړخ، زما د چپ اړخ، زما د پاسه او د لاندې له خوا زما ساتنه وکړه، او ستا په لویۍ پناه نیسم له دې چې د لاندې له خوا ترور شم.ابو داود، النسائي، ابن ماجه او احمد روایت کړی دی
له عبد الله بن عمر رضی الله عنهما څخه روایت دی وایې چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له دعاګانو څخه یوه دا وه: «اللهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنْ زَوَالِ نِعْمَتِكَ، وَتَحَوُّلِ عَافِيَتِكَ، وَفُجَاءَةِ نِقْمَتِكَ، وَجَمِيعِ سَخَطِكَ». «اې الله! تا پورې له دې نه پناه غواړم چې ستا نعمت رانه زوال شي، ستا عافيت راڅخه واوړي او ناخبره راباندې ستا عذاب راشي او يا راته ستا کامله غصه او غضب راوپارېږي».مسلم روايت کړی دی
له عبدالله بن عمرو بن العاص رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به په دې الفاظو سره دعا کوله: «اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنْ غَلَبَةِ الدَّيْنِ، وَغَلَبَةِ الْعَدُوِّ، وَشَمَاتَةِ الْأَعْدَاءِ». (یا الله! زه پر تا له زیاتو قرضونو، د دښمن له غلبې او د دښمنانو له خوشحالۍ پناه نیسم).النسائي او احمد روایت کړی دی
له انس رضي الله عنه څخه روایت دی وایي: "اې الله زموږ ربه، موږ ته په دنيا او اخرت کې خېر راکړه، او د اور له عذابه مو وساته".متفق علیه دی
له شداد بن اوس رضي الله عنه نه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: د استغفار وییلو سرداره دعا اللَّهُمَّ أَنْتَ رَبِّي لاَ إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ، خَلَقْتَنِي وَأَنَا عَبْدُكَ، وَأَنَا عَلَى عَهْدِكَ وَوَعْدِكَ مَا اسْتَطَعْتُ، أَعُوذُ بِكَ مِنْ شَرِّ مَا صَنَعْتُ، أَبُوءُ لَكَ بِنِعْمَتِكَ عَلَيَّ، وَأَبُوءُ لَكَ بِذَنْبِي فَاغْفِرْ لِي، فَإِنَّهُ لاَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ إِلَّا أَنْتَ» (یا الله! ته زما رب یې، نشته د عبادت وړ په حق سره پرته له تا څخه، تا زه پیدا کړی یم او زه ستا بنده یم، او زه ستا پر لوظ او ژمنه له خپل توان سره سم ولاړ یم، پناه غواړم پر تا له هغه شر نه چې ما تر سره کړی، اقرار کوم تا ته ستا په هغو نعمتونو چې تا ما ته راکړي او پر خپلو ګناهونو هم اقرار کوم، نو ماته بخښنه وکړه، ځکه چې له تا پرته بل څوک ګناهونه نه شي بخښلی. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «وَمَنْ قَالَهَا مِنَ النَّهَارِ مُوقِنًا بِهَا، فَمَاتَ مِنْ يَوْمِهِ قَبْلَ أَنْ يُمْسِيَ، فَهُوَ مِنْ أَهْلِ الجَنَّةِ، وَمَنْ قَالَهَا مِنَ اللَّيْلِ وَهُوَ مُوقِنٌ بِهَا، فَمَاتَ قَبْلَ أَنْ يُصْبِحَ، فَهُوَ مِنْ أَهْلِ الجَنَّةِ». «او چا چې دا دعا له یقین سره د سهار له خوا وویله، او له شپې وړاندې په همدې ورځ مړ شو، نو هغه جنتي دی، او چا چې دا دعا په یقین سره د شپې له خوا وویله، او له سهار نه مخکې مړ شو، نو هغه جنتي دی».بخاري روايت کړی دی
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «دوه کلمې دي چې په ژبه سپکې، په تله کې درنې او رحمان - ذات - ته محبوبې دي: سُبْحَانَ اللهِ الْعَظِيمِ، سُبْحَانَ اللهِ وَبِحَمْدِهِ»، یعنې پاکي عظیم الله لره ده، پاکي او ستاینه الله لره ده».متفق علیه دی
له زید بن ارقم رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: زه تاسو ته نه وایم مګر هماغه څه چې رسول الله ﷺ به فرمایل، هغه به فرمایل: «ای الله! زه پر تا له کمزورۍ، سستۍ، بزدلۍ، بخل، زړښت او د قبر له عذابه پناه غواړم، ای الله! زما نفس ته تقوا ورکړه او پاک یې کړه، ته تر ټولو ښه پاکوونکی یې، ته د هغه ساتونکی او مالک یې، ای الله! زه پر تا له داسې علمه پناه غواړم چې ګټه ونه لري، له داسې زړه نه چې وېره پکې نه وي، له داسې نفس نه چې نه مړېږي، او له داسې دعا څخه چې نه قبلېږي».مسلم روايت کړی دی
عن أنس رضي الله عنه أن رسول الله صلى الله عليه وسلم كان إذا أوى إلى فراشه، قال: «الحمد لله الذي أطعمنا وسقانا، وكفانا وآوانَا، فَكَمْ مِمَّنْ لا كَافِيَ له وَلاَ مُؤْوِيَ».رواه مسلم
عن أبي هريرة-رضي الله عنه مرفوعاً: «اللهم إني أعوذ بك من الجوع، فإنه بِئْسَ الضَّجِيعُ،وأعوذُ بِكَ منَ الخِيَانَةِ، فَإنَّهَا بِئْسَتِ البِطَانَةُ».رواه أبو داود والنسائي وابن ماجه
عن أنس بن مالك رضي الله عنه قال: كان رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول: «اللهم إني أعوذ بك من العَجْزِ، والكَسَلِ، وَالجُبْنِ، والهَرَمِ، والبخل، وأعوذ بك من عذاب القبر، وأعوذ بك من فتنة المحيا والممات». وفي رواية: «وَضَلَعِ الدَّيْنِ، وَغَلَبَةِ الرِّجَالِ».متفق عليه. والرواية الثانية رواها البخاري دون مسلم
له علي رضی الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «قُلِ اللهُمَّ اهْدِنِي وَسَدِّدْنِي، وَاذْكُرْ بِالْهُدَى هِدَايَتَكَ الطَّرِيقَ، وَالسَّدَادِ سَدَادَ السَّهْمِ». «ووایه! اې الله! ماته هدایت وکړه او توفیق راکړه، او په هدایت سره د لارې د ښودلو یادونه وکړه، او په توفیق سره د غشي پر ځای د لګېدلو یادونه وکړه».مسلم روايت کړی دی
له خوله بنت حکیم السلمیة رضی الله عنها څخه روایت دی چې وییل یې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایل یې: "څوک چې یو ځای ته راغی (تم شو) شو او بیا یې وویل: (أَعُوذُ بِكَلِمَاتِ اللهِ التَّامَّاتِ مِنْ شَرِّ مَا خَلَقَ) زه د الله جل جلاله په بشپړو کلمو سره د هغه څه له شر څخه پناه غواړم چې هغه پیدا کړي دي) نو هېڅ شی به هغه ته زیان ونه رسوي تر څو یې چې نوموړی ځای پریښی نه وي".مسلم روايت کړی دی
عن أبي هريرة رضي الله عنه مرفوعاً: «إذا أوى أحدكم إلى فراشه فَليَنْفُضْ فِرَاشَهُ بِدَاخِلَةِ إزَارِهِ فإنَّهُ لا يدري ما خلفه عليه، ثم يقول: باسمك ربي وضعت جنبي، وبك أرفعه، إن أمسكت نفسي فارحمها، وإن أرسلتها، فاحفظها بما تحفظ به عبادك الصالحين».متفق عليه
عن أبي هريرة رضي الله عنه مرفوعاً: «تعوذوا بالله من جَهْدِ البلاء، وَدَرَكِ الشقاء، وسوء القضاء، وشماتة الأعداء». وفي رواية قال سفيان: أشك أني زدت واحدة منها.متفق عليه
عن أنس بن مالك رضي الله عنه قال: كَانَ رَسُولُ اللهِ -صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ- يَقُولُ: «اللهم إني أعوذ بك من البَرَصِ، والجُنُونِ، والجُذَامِ، وَسَيِّئِ الأسْقَامِ».رواه أبو داود والنسائي وأحمد
د عبد الله بن خبیب رضي الله عنه څخه روایت دی هغه فرمایلي چې: په تیاره باراني شپه کې ووتلو، تر څو رسول الله صلی الله علیه وسلم لمونځ راکړي، وایي: پیدا مې کړ، نو ویې فرمایل: «ووایه»، نو ما هیڅ ونه وییل، بیا یې وویل: «ووایه»، نو ما هیڅ ونه وېیل، بیا یې وفرمایل: «ووایه»، نو ما وویل: څه ووایم؟ ویې فرمایل ووایه: «صبا او بېګاه {قُلْ هُوَ اللهُ أَحَدٌ}، او معوذتین درې درې ځلې وایه، نو د هر څه نه به درته بسنه کوي (د هر شر او افت نه به په امان کې وې)».أبو داود، الترمذي او النسائي روایت کړی دی
له طلحه بن عبید الله رضي الله عنه څخه روایت دی، چې نبي ﷺ به کله میاشت ولیده، نو ویل به یې:«اللّهمَّ أهِلَّهُ علیْنا بالأمْن والإيمان، وَالسَّلامَةِ وَالإسلامِ، ربِّي وربُّکَ اللهُ». الله تعالی پر موږ یې له امن، ایمان، سلامتیا او اسلام سره راوپورته کړې (راوخېژوې)، زما او ستا رب الله تعالی دی. رواه الترمذي وأحمد والدارمي.
عن جابر رضي الله عنه قَالَ: كُنَّا إِذَا صَعِدْنَا كَبَّرْنَا، وَإِذَا نَزَلْنَا سَبَّحْنَا. عن ابن عمر رضي الله عنهما قالَ: كانَ النبيُّ صلى الله عليه وسلم وجيُوشُهُ إِذَا عَلَوا الثَّنَايَا كَبَّرُوا، وَإِذَا هَبَطُوا سَبَّحُوا.حديث جابر -رضي الله عنه- رواه البخاري. حديث ابن عمر -رضي الله عنهما- رواه أبو داود
له ابو هریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي: «دا چې : ( سُبْحَانَ اللهِ، وَالْحَمْدُ لِلهِ، وَلَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، وَاللهُ أَكْبَرُ) ووایم؛ دا راته له هر هغه څه نه غوره دي چې لمر پرې راختلی دی».مسلم روايت کړی دی
له کعب بن عجره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «د هر فرض لمانځه پسې داسې تعقیبي دعاګانې شته چې ویونکی - یا کوونکی- به یې نامراده نه شي - درې دېرش ځلې سبحان الله، درې دېرش ځلې الحمد لله او څلور دېرش ځلې الله اکبر وییل».مسلم روايت کړی دی
له ابو مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "څوک چې په شپه کې د سورت البقرې دوه وروستي آيتونه ولولي، د هغه لپاره بسنه کوي".متفق علیه دی
له عبد الله بن عمرو بن العاص - رضي الله عنهما - څخه روایت دی وایې چې: ما له رسول الله صلی علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایل یې: "بېشکه د آدم د ټولې اولادې زړونه د رحمان ذات د دوو ګوتو تر منځ دي، لکه یو زړه، نو هر لور ته چې وغواړي ګرځوي یې» بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "ای د زړونو اړوونکی ذاته! زموږ زړونه خپل اطاعت ته وروګرځوه".مسلم روايت کړی دی
له عبد الله بن عمرو بن العاص رضي الله عنهما څخه روایت دی: له پېغمبر صلی الله علیه وسلم څخه چې هغه به کله جومات ته ننوت نو ویل به یې: «أعوذ بالله العظيم، وبوجهه الكريم، وسلطانه القديم، من الشيطان الرَّجِيم»، یعنې په لوی الله، د هغه په عزتمن روی او قدیم سلطنت له رټلی شوي شیطان څخه پناه نیسم، وایي: آیا همداسې یې ویلي؟ ما وویل: هو، وایي: کله چې دا ذکر ووایي، نو شیطان ووایي چې: ټوله ورځ راڅخه په امن کې شو.ابو داود روايت کړی دی