حديث للعالم
الموضوع

فقه او اصول یې

288 حديث

288 حديث

له ابو سعيد الخدري رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ وفرمایل: اې ابو سعيده! څوک چې پر الله د رب، پر اسلام د دین او پر محمد صلی ﷺ د پېغمبر په توګه راضي وي نو جنت ورته واجب شوی دی»، ابو سعيد دې خبرې ته حیران شو او ویې ویل: «اې د الله رسوله! بیا یې راته تکرار کړه» نو رسول ﷺ بیا تکرار کړل، بیا یې وویل: «او بل عمل چې له امله یې سړی په جنت کې سل درجې لوړېږي، او د هرې درجې ترمنځ فاصله د آسمان او ځمکې ترمنځ ده»، ابو سعيد پوښتنه وکړه: یا رسول الله ﷺ هغه څه دي؟ رسول الله ﷺ وفرمایل: «د الله په لار کې جهاد، د الله په لار کې جهاد».مسلم روايت کړی دی
له ابو قتاده رضي الله عنه څخه روایت دی چې هغه د خپل پوروړي پسې ورغی، هغه ترې پټ شو، بیا یې وموند او ویې ویل: زه په سختۍ کې یم (لاس می تنګ دی او څه نه لرم)، هغه وویل: ستا دې په الله قسم وي؟ ويې ويل: په الله قسم؟ هغه وفرمایل: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایل یي: «که څوک خوښ ګڼي چې الله تعالی یې د قیامت د ورځې له سختیو څخه وساتي؛ نو د نادار او بې وزله لاس نیوی دې وکړي، او یا دې ورته پرېږدي».مسلم روايت کړی دی
له ابو هریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي: «چا چې د رمضان روژه - په الله تعالی - د ایمان په وجه د ثواب په نیت ونیوله؛ نو مخکني ټول ګناهونه یې وبخښل شي».متفق علیه دی
له ابو هریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي: "څوک چې د قدر شپه پر هغې د ایمان لرلو او ثواب په نیت - په عبادت - کې تیره کړي، د هغه تېر ګناهونه به وبخښل شي".متفق علیه دی
وعن سالم بن عبد الله بن عمر بن الخطاب رضي الله عنهم عن أبيه: أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: « نِعْمَ الرَّجُلُ عبد الله، لو كان يُصلِّي من الليل» قال سالم: فكان عبد الله بعد ذلك لا يَنامُ من الليل إلا قليلًا.متفق عليه
له ابو سعید الخدري رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایل یې: «څوک چې د الله جل جلاله په لار کې (په جهاد کې) یوه ورځ روژه ونیسي، الله تعالی به یې اویا کاله مخ له اور څخه لرې وساتي».متفق علیه دی
له سهل بن سعد رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «خلک به تر هغه پورې په خېر وي تر څو چې دوی په روژه ماتي کې بیړه کوي».متفق علیه دی
د زید بن ثابت رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې: موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره پیشلمی وکړ، بیا لمانځه ته پاڅېده، ما وویل: د اذان او پیشلمي تر منځه څومره وخت و؟ هغه وویل: د پنځوس آیتونو په اندازه.متفق علیه دی
له ام المؤمنین عائشة رضي الله عنها څخه روایت دی چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم مېرمن ده: رسول الله صلی الله علیه وسلم به د رمضان د میاشتې په وروستۍ لسیزه کې اعتکاف کاوه تر دې چې الله تعالی وفات کړ، بیا له هغه وروسته یې ورپسې مېرمنو اعتکاف کاوه.متفق علیه دی
له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "پېشلمی وکړئ، ځکه چې په پېشلمي کې برکت وي".متفق علیه دی
عَنْ جَابِرِ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُما قَالَ: كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي سَفَرٍ، فَرَأَى زِحَامًا وَرَجُلًا قَدْ ظُلِّلَ عَلَيْهِ، فَقَالَ: «مَا هَذَا؟»، فَقَالُوا: صَائِمٌ، فَقَالَ: «لَيْسَ مِنَ البِرِّ الصَّوْمُ فِي السَّفَرِ»، وَفِي لَفْظٍ لِمُسلِمٍ: «عَلَيْكُمْ بِرُخْصَةِ اللهِ الَّذِي رَخَّصَ لَكُمْ».متفق عليه
له ابو هریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي: «له رمضان څخه یوه او یا دوه ورځې مخکې روژه مه نیسئ، مګر هغه څوک چې عادتي روژې نیسي، نو هغه دې یې ونیسي».متفق علیه دی
له ابن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم د مسلمانانو په غلام او آزاد، نارینه او ښځینه، کوچني او لوی باندې یو صاع خرما، یا یو صاع وربشې د فطر صدقه فرض کړې ده، او امر یې کړی چې عیدګاه ته له وتلو مخکې دې ادا کړی شي.متفق علیه دی
له ابو هریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي: «مسلمانې ښځې ته روا نه دی چې د یوې شپې په اندازه له خپل نارینه محرم پرته سفر وکړي».متفق علیه دی
عن عائشة وأم سلمة رضي الله عنهما «أن رسول الله صلى الله عليه وسلم كان يُدْرِكُهُ الفجر وهو جُنٌبٌ من أهله، ثم يغتسل ويصوم ».متفق عليه
له ابو هریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي: "څوک چې د روژې په حالت کې په هېره باندې خوراک او یا څښاک وکړي، نو خپله روژه دې پوره کړي، ځکه الله تعالی ورته خوراک او څښاک ورکړي دي".متفق علیه دی
له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی وایې: زما دوست او ملګري صلی الله علیه وسلم وسلم راته په درېو کارونو وصیت کړی دی: له هرې میاشتې څخه درې ورځې روژه نیول، د څاښت دوه رکعته لمونځ کول او دا چې له وېده کېدو وړاندې وتر وکړم.متفق علیه دی
له عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «د رمضان په وروستیو لسو شپو کې د قدر شپه ولټوئ».متفق علیه دی
له عمر بن خطاب رضي الله عنه څخه روایت دی، وایي: رسول الله ﷺ فرمایلي: «کله چې شپه له دې خوا را مخه کړي او ورځ له دې خوا شا کړي، نو د روژه‌تي روژه ماته شوه».
له ابن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی وایې چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې اورېدلي دي چې فرمایل یې: "کله مو چې ولیده (میاشت)، نو روژه شئ، او کله مو چې ولیده نو بوزه شئ، او که چېرته درباندې ورېځ شوه نو حساب ورته ونیسئ".متفق علیه دی
له ابو الحوراء السعدي څخه روايت دی وايي چې: ما حسن بن علي رضی الله عنهما ته وويل: له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه دې څه زده کړي دي؟ هغه وویل: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه دا زده کړي دي چې: "هغه څه پرېږده چې تا شکمنوي، او هغه وکړه چې تا نه شکمنوي، ځکه چې رښتیا ډاډ او دروغ شک دی".الترمذي، النسائي او أحمد روایت کړی دی
له أبو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «په جماعت سره د یو سړي لمونځ د کور او بازار د لمانځه په پرتله څه د پاسه شل درجې لوړې دي، دا ځکه چې که له دوی څخه یو څوک ښایسته اودس وکړي. بیا جومات ته راشي او یوازې لمونځ یې جومات ته راباسي، له لمانځه پرته بله اراده نه لري، نو هیڅ قدم نه اخلي مګر دا چې یوه درجه یې پرې لوړیږی او یوه ګناه یې ترې توییږي، تر دې چې جومات ته ننوځي، نو کله چې جومات ته ننوځي دی په لمانځه کې دی، ځکه چې یوازې لمونځ ایسار کړی دی، او ستاسو څخه پر یو تر هغه وخته پورې ملاېکې درود وایي چې دی په هغه ناسته کې وي چې لمونځ یې په کې کړی دی، وایې: ای الله رحم پرې وکړه، ای الله بښنه ورته وکړه، ای الله توبه یې قبوله کړه، تر څو یې چې اودس خراب شوی نه وي او داسې کار یې نه وي وکړي چې خلک او ملاېکې پرې ازاریږي».متفق علیه دی
له ابو هریره - رضي الله عنه - څخه روایت دی فرمایي: له رسول الله - صلی الله علیه وسلم - څخه مې اوریدلي دي چې فرمایل یې:« له هغه څه نه چې ما تاسو ته منع کړي یاست، له هغې څخه ډډه وکړئ او په هغه څه مې چې درته امر کړی، څومره چې کولی شئ هغه پر ځای کړئ، ځکه چې ستاسو څخه مخکې خلک د دوی د ډیرو پوښتنو او د انبیاوو په وړاندې د دوی د مخالفت له امله هلاک شوي دي».متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)
عن أبي ذر رضي الله عنه قال: قال النبي صلى الله عليه وسلم :«عُرِضَتْ عَلَيَّ أعمالُ أُمتي، حَسَنُهَا وسَيِّئُهَا فَوَجَدتُ في مَحَاسِنِ أَعْمَالِهَا الأَذَى يُمَاطُ عَنِ الطَّرِيقِ، ووَجَدتُ في مَسَاوِئِ أَعْمَالِهَا النُّخَاعَةُ تَكُونُ في المَسْجِدِ لا تُدْفَنُ».رواه مسلم