PS
الموضوع
فقه او اصول یې
288 حديث
د عبادتونو فقه
231
د معاملاتو فقه
17
د کورنۍ فقه
24
طب، درملنه، شرعي دم او دعا
9
خوراکونه او څښاک
5
جنایتونه
1
حدود
4
اصول فقه ( دفقهې اصول )
4
288 حديث
عن أبي ذر رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : «إِذَا صُمْتَ مِنَ الشَّهْرِ ثَلاَثاً، فَصُمْ ثَلاَثَ عَشْرَةَ، وَأرْبَعَ عَشْرَةَ، وَخَمْسَ عَشْرَةَ». عن قتادة بن ملحان رضي الله عنه قال: كانَ رسولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم يَأمُرُنَا بِصِيَامِ أيَّامِ البِيضِ: ثَلاثَ عَشْرَةَ، وَأرْبَعَ عَشْرَةَ، وَخَمْسَ عَشْرَةَ. عن ابن عباس رضي الله عنهما قال: كانَ رسولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم لاَ يُفْطِرُ أيَّامَ البِيضِ في حَضَرٍ وَلاَ سَفَرٍ.
حديث أبي ذر رواه الترمذي والنسائي وأحمد. حديث قتادة بن ملحان رواه أبو داود والنسائي وابن ماجه. حديث ابن عباس رواه النسائي
10109- - عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ - رضي الله عنه -: أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ - ﷺ - قَالَ: «إِذَا نُودِيَ لِلصَّلاَةِ، أَدْبَرَ الشَّيْطَانُ وَلَهُ ضُرَاطٌ، حَتَّى لاَ يَسْمَعَ التَّاذِينَ، فَإِذَا قُضِىَ النِّدَاءَ أَقْبَلَ، حَتَّى إِذَا ثُوِّبَ بِالصَّلاَةِ أَدْبَرَ، حَتَّى إِذَا قُضِىَ التَّثْوِيبَ أَقْبَلَ، حَتَّى يَخْطِرَ بَيْنَ الْمَرْءِ وَنَفْسِهِ، يَقُولُ: اذْكُرْ كَذَا، اذْكُرْ كَذَا، لِمَا لَمْ يَكُنْ يَذْكُرُ، حَتَّى يَظَلَّ الرَّجُلُ لاَ يَدْرِي كَمْ صَلَّى». صحیح بخاري ومسلم له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله ﷺ فرمايلي: «کله چې د لمانځه لپاره اذان وشي، نو شیطان شا کړي (منډې وهي) او ټيزونه اچوي، تر څو اذان وانه وري. کله چې اذان پای ته ورسېږي، نو بېرته راشي. بیا چې کله اقامت شروع شي، بیا شا کړي او وتښتي. کله چې اقامت ختم شي، بېرته راشي، تر دې چې د سړي او نفس تر منځ وسوسې اچوي، ورته وايي: فلانۍ خبره در یاده کړه، فلانۍ در یاده کړه، هغه ټول ور یاد کړي چې له ده هېر وي، تر دې چې سړی په لمانځه پوه نه شي چې څومره یې وکړ». صحیح بخاري ومسلم
د معاذه عدویه څخه روایت دی چې هغې له عائشې (رضي الله عنها) څخه وپوښتل: "ایا رسول الله ﷺ به هره میاشت درې ورځې روژه نیوله؟" هغې وویل: "هو." نو ما ورته وویل: "د میاشتې په کومو ورځو کې به یې روژه نیوله؟" هغې وویل: "پروا یې نه کوله چې د میاشتې په کومو ورځو کې روژه نیسي." رواه مسلم
له معاویه رضی الله عنه څخه روایت دی وایي چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې ویل یې: "د قیامت په ورځ به د ټولو خلکو په پرتله موذنان تر ټولو اوږدې غاړې ولري".
مسلم روايت کړی دی
10121 - عَنْ ابن عباس رضي الله عنهما، «أن رسول ﷺ صَامَ يَومَ عاشُوراء وأَمَرَ بِصِيَامِهِ». صحیح بخاري ومسلم له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی، چې رسول الله ﷺ د عاشوراء روژه ونیوله او د هغې د روژې امر یې هم وکړ.
10406- عن شریح بن هانئ، قال: أتيتُ عائشة رضي الله عنها, أسألها عن المسيح على الخُفِّين، فقالت: عَلَيك بِعلي بن أبي طالب فَسَلْهُ, فإنّه كان يُسافِر مع رسول الله ﷺ فسألناه, فقال: «جَعَل رسولُ الله ﷺ ثَلَاثَةَ أيَّامٍ وَلَيالِهنَّ لِلمُسافِر، ويوماً وليلة للمُقِيم». صحیح مسلم له شُریح بن هانئ څخه روایت دی، وايي: زه عائشې رضي الله عنها ته ورغلم، له هغې مې پر موزو باندې د مسحې پوښتنه کوله، هغې وویل: علي ابن ابي طالب رضي الله عنه ته ورشه، له هغه پوښتنه وکړه، ځکه هغه به له رسول الله ﷺ سره سفر کاوه. نو موږ له هغه پوښتنه وکړه، هغه وویل: «رسول الله ﷺ د مسافر لپاره درې ورځې او شپې مقررې کړې دي او د مقیم لپاره یې یوه شپه او ورځ مقرره کړې ده».
له بریده رضي الله عنه نه روایت دی، چې رسول الله ﷺ به دوی ته ښوونه کوله، چې کله قبرونو ته ووځي. نو د ابوبکر په روایت کې دي چې یو کس به ویل: پر تاسې دې سلام وي ای د کورونو خاوندانو! او د زهیر په روایت کې داسې دي: «ای د کورونو خاوندانو مومنانو او مسلمانانو پر تاسې دې سلام وي، موږ ان شاءالله په تاسې پسې درتلونکي یو، له الله تعالی څخه موږ او تاسې ته معافي غواړو». صحیح مسلم
10551 - عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ - رضي الله عنه - قَالَ: قَالَ النَّبِيُّ - ﷺ -: «إِذَا كَانَ يَوْمُ الْجُمُعَةِ، كَانَ عَلَى كُلِّ بَابٍ مِنْ أَبْوَابِ الْمَسْجِدِ الْمَلَائِكَةُ، يَكْتُبُونَ الْأَوَّلَ فَالْأَوَّلَ، فَإِذَا جَلَسَ الْإِمَامُ طَوَوْا الصُّحُفَ، وَجَاءُوا يَسْتَمِعُونَ الذِّكْرَ». صحیح بخاري له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی، وايي: رسول الله ﷺ فرمايلي: «کله چې د جُمعې ورځ شي، نو د مسجد په هره دروازه کې ملایکې وي، هغوی لومړي راتلونکي کسان لیکي. بیا چې کله امام پر منبر کېني، نو ملایکې خپل کتابونه راجمع کړي او راشي خطبې ته غوږ شي».
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ فرمایي: "د مدينې په دروازو باندې ملایکی دي ؛ طاعون او دجال ورته نه شي داخلېدى". بخاري او مسلم روایت کړی دی.
له ابو موسى رضي الله عنه څخه روایت دی، وایي: رسول الله ﷺ فرمایلي دي: «زما امت به د وژنو او طاعون له لارې هلاک شي». چا وویل: ای د الله تعالی رسوله!، موږ د وژنې په اړه پوهېږو، خو طاعون څه شی دی؟ رسول الله ﷺ وفرمایل: «دا په پېریانو کې ستاسې د دښمنانو له اړخه وهل دي. او په هر یو کې یې شهیدان دي». روایت احمد
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی، وایي: رسول الله ﷺ فرمایي: «کله چې د آدم زوی د سجدې آیت تلاوت کړي او بیا سجده وکړي، نو شیطان یوې خواته شي، په ژړا شي او وایي: هلاک دې شي». د کریب په روایت کې دي: «زه دې هلاک شم! د آدم زوی ته امر وشو، هغه سجده وکړه، نو د ده لپاره جنت دی او ماته امر وشو ما انکار وکړ نو زما لپاره اور دی». په بل روایت کې دي: «ما نافرماني وکړه نو زما لپاره اور دی». صحیح مسلم
له عايشې رضي الله عنها څخه روایت دی وايي: چا چې له لمر پرېواته وړاندې د مازيګر د لمانځه یو رکعت راګېر کړ، یا یې له لمر راختلو وړاندې د سهار د لمانځه یو رکعت راګیر کړ، نو ده (په خپل وخت کې) لمونځ راګیر کړ". مسلم روایت کړی دی
له عقبة بن عامر الجهني رضي الله عنه څخه روایت دی وایي: په دریو وختونو کې به رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ له لمانځه څخه منع کولو او لدې چې خپل مړي پکې ښخ کړو: کله چې لمر څرک وهي، تر دې چې ښه راپورته شي، کله چې ټکنده غرمه شي تر دې چې لمر زوال وکړي، او کله چې لمر ډوبېدو ته نږدې شي تر دې چې ډوب شي.
مسلم روايت کړی دی
له جبیر بن مطعم (رضي الله عنه) څخه روایت دی، وایي: نبيﷺ فرمایي: "هیڅوک مه منع کوئ چې له بیت الله (کعبې) څخه طواف یا په کې لمونځ وکړي؛ د شپې او ورځې په هر ساعت کې چې غواړي". رواه أبو داود، أحمد، ترمذي، نسائي، ابن ماجه، او دارمي
له جابر رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: څوک چې اذان واوري او بیا ووایي: اللَّهُمَّ رَبَّ هَذِهِ الدَّعْوَةِ التَّامَّةِ، وَالصَّلاَةِ القَائِمَةِ، آتِ مُحَمَّدًا الوَسِيلَةَ وَالفَضِيلَةَ، وَابْعَثْهُ مَقَامًا مَحْمُودًا الَّذِي وَعَدْتَهُ». «اې د دې بشپړې بلنې او د دې ودریدونکي لمونځ (مالکه)؛ محمد - صلی الله علیه وسلم - ته وسیله او فضیلت ورکړه، او هغه ستایل شوي مقام ته یې ولېږه چې تا یې ورسره ژمنه کړې ده. (چا چې د اذان پسې دا دعا وویله نو ) هغه د قیامت په ورځ زما د شفاعت مستحق وګرځېده».
بخاري روايت کړی دی
له ابو مرثد الغنوي - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "په قبرونو د پاسه مه کېنئ او لمونځ ورته مه کوئ".
مسلم روايت کړی دی
مطرف له خپل پلار رضي الله عنه څخه روايت کوي وايي: ما رسول اللہ ﷺ په لمانځه کې وليد چې د ژړا له وجې يې په سينه کې د اوړو د مېچن په څېر غرار و». ابو داود روایت کړی دی
عن أنس بن مالك رضي الله عنه : أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: «إذا قُدِّمَ العَشَاءُ ، فابدءوا به قبل أن تُصَلُّوا صلاة المغرب، ولا تَعْجَلوا عن عَشَائِكم».
متفق عليه
له انس بن مالک (رضي الله عنه) څخه روایت دی، وایي: نبي کریم ﷺ وفرمایل: "کله چې مؤمن په لمانځه کې وي، نو په حقیقت کې دی له خپل رب تعالی سره راز و نیاز کوي". رواه البخاري ومسلم
له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «پر ځینو خلکو څه شوي دي چې په لمانځه کې سترګې اسمان ته پورته کوي» نو په دې اړه یې خبره سخته کړه، تر دې چې ویې ویل: «هغوی دې له دې کاره لاس واخلي، که نه نو سترګې به یې واخیستل شي».
بخاري روايت کړی دی
له أم المؤمنین عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی چې: ام سلمې رضي الله عنها رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د حبشې په خاوره کې د ماریا په نوم د یوې کلیسا یادونه وکړه، نو هغې ورته د هغو انځورنو یادونه وکړه چې په کلیسا کې یې لیدلي وو، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «دا هغه خلک دي چې کله په دوی کې کوم نیک بنده یا نیک سړی مړ شي نو پر قبر یې جومات جوړوي او بیا پکې هغه تصویرونه انځوروي، «دا د الله تعالی په نېز تر ټولو بد مخلوق دي».
متفق علیه دی
له ابن عباس (رضي الله عنهما) څخه روایت دی، وایي: رسول الله ﷺ وفرمایل: "خبر شئ! زه له دې منع شوی یم چې په رکوع یا سجده کې قرآن ولولم. نو په رکوع کې د خپل رب تعالی تعظیم کوئ، او په سجده کې ډېرې دعاګانې کوئ، ځکه ډېره لایقه ده چې (په سجده کې) ستاسې دعاء قبوله شي". رواه مسلم
له ابو سعيد الخدري (رضي الله عنه) څخه روایت دی، وایي: رسول الله ﷺ چې به کله له رکوع څخه سر پورته کړ، داسې به یې ویل: "اې زموږ ربه! ټول حمدونه ستا دي، د اسمانونو او ځمکې د ډکوالي په اندازه، او له دغې وروسته د هر هغه څه د ډکوالي په اندازه چې ستا خوښه وي. ته د ستاینې او لویوالي وړ يې. دغه حقه ثنا ده چې یوه بنده ویلې ده، او موږ ټول ستا بندګان یو. اې الله! څه چې ته ورکړې، څوک یې منع کولی نشي، او څه چې ته منع کړې، څوک یې ورکولی نشي، او هېڅ شتمني یا ځواک ستا په وړاندې هېچا ته ګټه نه رسوي". رواه مسلم
ابن عباس رضي الله عنهما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې فرمایلي یې دي: «ماته امر شوی چې په اوو اندامونو سجده وکړم: په تندي او په لاس سره یې خپلې، پوزې، دواړو لاسونو، دواړو زنګنونو، او د پښو څوکو ته اشاره وکړه، او دا چې جامې به نه راټولوو او ویښتان به نه غوټه کوو».
متفق علیه دی
الصفحة السابقة
صفحة 8 من 12
الصفحة التالية