حديث للعالم
اضغط على الصورة لعرضها بالحجم الكامل
عقیده

له عبد الله بن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

متاح بـ 43 لغة
«له عبد الله بن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «په تاسو کې چې کله یو څوک ومري، نو سبا او بېګا به یې ورته ځای وښودل شي که د جنت له خاوندانو و نو په جنت کې به یې ځای وروښودل شي او که له دوزخیانو څخه و نو په دوزخ کې به یې ځای وروښودل شي، ورته به وویل شي: دا دې ځای دی تر دې چې الله تعالی دې د قیامت په ورځ راپورته کړي».»

ترجمة بالمعنى ·

شرح الحديث

خلاصة المعنى بعبارة ميسّرة

رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې بنده کله مړ شي نو د ورځې په سر او په پای کې به یې په جنت او یا دوزخ کې ځای وروښودل شي؛ که جنتي وي نو ځای به یې په جنت کې وروښودل شي، او که دوزخي وي، نو ځای به یې په اور کې وروښودل شي او ورته به وویل شي: دا ستا هغه ځای دی چې د قیامت په ورځ به ورته راپورته کېږې؛ نو پدې سره مؤمن راحتېږي او کافر عذابېږي.

المصدر
متفق علیه دی
كلمات مفتاحية
عقیدهبرزخي ژوند
تحميل الصورة

ستُحفظ الصورة بجودتها الأصلية