حديث للعالم
اضغط على الصورة لعرضها بالحجم الكامل
فضایل او آداب

له معاویة - رضی الله عنه - څخه روایت دی وایي چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي دي چې ویل یې:

متاح بـ 66 لغة
«له معاویة - رضی الله عنه - څخه روایت دی وایي چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي دي چې ویل یې: «د چا لپاره چې الله جل جلاله د خیر اراده وکړي نو هغه ته په دین کې پوهه ورکړي، او یقینا چې زه ویشونکی یم او الله جل جلاله ورکوونکی دی، او دا امت به د الله جل جلاله پر دین تل تر تله ثابت وي - هېڅ مخالف به یې ورته ضرر نه شي رسولای - تر څو چې قیامت قائم شي».»

ترجمة بالمعنى ·

شرح الحديث

خلاصة المعنى بعبارة ميسّرة

رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې الله جل جلاله چې د چا لپاره د خیر اراده وکړي، نو هغه ته په دین کې پوهه ورکوي او دا چې هغه (صلی الله علیه وسلم) د رزق، علم او نورو شیانو - چې الله تعالی هغه ته ورکړي - تقسیموونکی دی؛ او ورکونکی په حقیقت کې الله دی او له ده پرته نور ټول اسباب دي چې د الله جل جلاله له اجازې پرته ګټه نه رسوي او دا امت به تر هغه وخته پورې د الله پر دین ثابت پاتې شي -څوک چې د دوی مخالفت کوي دوی ته به زیان ونه رسوي- تر هغه وخته پورې چې قیامت راشي.

المصدر
متفق علیه دی
تحميل الصورة

ستُحفظ الصورة بجودتها الأصلية