حديث للعالم
اضغط على الصورة لعرضها بالحجم الكامل
فقه او اصول یې

له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی وایي چې:

متاح بـ 56 لغة
«له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم تر ټولو زیات سخي و او د نورو وختونو په پرتله به یې د رمضان په میاشت کې سخا ډېره زیاته وه کله به چې جبرایل علیه السلام ورسره مخ کېده، او د رمضان د میاشتې په هره شپه کې به ورسره مخ کېده او قرآن به یې تکراره وو، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم به د خېر په کارونو کې لکه د تېز باد په څېر په سخاوتمندۍ کې تېز و.»

ترجمة بالمعنى ·

شرح الحديث

خلاصة المعنى بعبارة ميسّرة

رسول الله صلى الله عليه وسلم په سخاوتمندۍ کې په انسانانو کې ستر انسان و، او د روژې په مياشت كې به یې سخا لا پسې زیاتېده، نو چاته به چې څومره ورکړه لازمه وه، همغومره سخا به یې ورسره کوله، د هغه د زیاتې سخاوتمندۍ لاملونه دوه څيزونه وو : لومړی: جبرائیل علیه السلام سره د هغه ملاقات. بله خبره: د قرآن کريم تکرار، چې هغه له یادو د قرآن کریم لوستل و. نو جبرائیل علیه السلام سره به یې ټول نازل شوی قرآن ګردان کاوه، او رسول الله صلی الله علیه وسلم ډېر سخي او د ډېرې ورکړې خاوند او ښګېڼه کوونکی و، او خلکو ته په خېر رسولو کې به لکه د هغه ښایسته باد په څېر تېز و چې الله تعالی یې د باران او رحمت لپاره رالیږي.

المصدر
متفق علیه دی
تحميل الصورة

ستُحفظ الصورة بجودتها الأصلية