عقیده
له ام المؤمنین؛ ام سلمه رضی الله عنها څخه روایت دی وایي چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایل یې:
متاح بـ 39 لغة
«له ام المؤمنین؛ ام سلمه رضی الله عنها څخه روایت دی وایي چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایل یې: "هیڅ مسلمان نشته چې په یو مصیبت اخته شي او هغه څه ووایی چې الله تعالی یې ورته امر کړی یعنې: {إِنَّا لِلهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ} [البقرة: 156]،اللَّهُمَّ أْجُرْنِي فِي مُصِيبَتِي، وَأَخْلِفْ لِي خَيْرًا مِنْهَا) {یقینا چې موږ د الله یو او موږ هغه ته ورګرځېدونکي یو} اې الله! ماته زما د مصیبت بدله راکړه او له هغه څخه غوره راکړه، مګر دا چې الله به له هغه څخه غوره بدله ورکړي" ام سلمه رضي الله عنها وایي: کله چې ابو سلمه مړ شو، نو ما (له ځان سره) وویل: کوم مسلمان به له ابو سلمه څخه غوره وي؟ هغه لومړی کور و چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ئې هجرت وکړ، (خو بیا هم) ما دا دعا وکړه، نو همغه و چې په بدله کې الله تعالی رسول الله صلی الله علیه وسلم راکړ.»ترجمة بالمعنى ·
ستُحفظ الصورة بجودتها الأصلية








