حديث للعالم

كل الأحاديث

مجموعة البطاقات كاملة، رتّبها بحسب الباب

655 حديث

له جابر رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: څوک چې اذان واوري او بیا ووایي: اللَّهُمَّ رَبَّ هَذِهِ الدَّعْوَةِ التَّامَّةِ، وَالصَّلاَةِ القَائِمَةِ، آتِ مُحَمَّدًا الوَسِيلَةَ وَالفَضِيلَةَ، وَابْعَثْهُ مَقَامًا مَحْمُودًا الَّذِي وَعَدْتَهُ». «اې د دې بشپړې بلنې او د دې ودریدونکي لمونځ (مالکه)؛ محمد - صلی الله علیه وسلم - ته وسیله او فضیلت ورکړه، او هغه ستایل شوي مقام ته یې ولېږه چې تا یې ورسره ژمنه کړې ده. (چا چې د اذان پسې دا دعا وویله نو ) هغه د قیامت په ورځ زما د شفاعت مستحق وګرځېده».بخاري روايت کړی دی
له ابو مرثد الغنوي - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "په قبرونو د پاسه مه کېنئ او لمونځ ورته مه کوئ".مسلم روايت کړی دی
مطرف له خپل پلار رضي الله عنه څخه روايت کوي وايي: ما رسول اللہ ﷺ په لمانځه کې وليد چې د ژړا له وجې يې په سينه کې د اوړو د مېچن په څېر غرار و». ابو داود روایت کړی دی
له عباده بن صامت (رضي الله عنه) څخه روایت دی، وایي: " کله چې به د الله تعالی پر نبيﷺ وحي نازلېده، نو له امله به یې هغه سخت اندېښمن و او مخ یې غمګین کېده". رواه مسلم
عن عائشة رضي الله عنها ، قالت: «إنْ كانَ لَيَنْزِلُ على رسولِ اللهِ صلى الله عليه وسلم في الغَدَاةِ الباردةِ، ثم تَفِيضُ جَبْهَتُه عَرَقًا».رواه مسلم
لہ براء بن عازب رضي الله عنه څخه روایت دی وايي: رسول الله ﷺ فرمايي: "قرآن په خپلو ښایسته غږونو سره ښکلی کړئ". ابو داود، نسائي، ابن ماجه او احمد روایت کړی دی.
له عبدالله بن مسعود (رضي الله عنه) څخه روایت دی، وایي: نبيﷺ فرمایي: "د یوه تن تر ټولو بده خبره دا ده چې ووایي: 'فلانی آیت مې هیر کړ'. بلکې هغه ترې هېر کړی شو. قرآن تکراروئ، ځکه دا د خلکو له سینو څخه د اوښانو له تېښتې زیات تښتېدونکی دی". رواه البخاري و مسلم
له ابو امامة الباهلي رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایل یې: «قرآن ولولئ، ځکه چې د قیامت په ورځ خپلو خاوندانو ته شفاعت کوونکي راځي زهراوین (بقرة او آل عمران) تلاوت کړئ، ځکه چې دواړه د قیامت په ورځ لکه د دوو ورېځو یا سیورو په شان راځي، یا د مرغانو د دوو سېلونو په څېر، د خپل ویونکي څخه به دفاع کوي، البقره سورت ولولئ، ځکه چې اخیستل یې برکت، پرېښودل یې پښېمانتیا، او جادوګران يې مقابله نشي کولی او نه يې اثر له منځه وړلې شي».مسلم روايت کړی دی
له جندب بن عبداللہ رضی اللہ عنہ څخه روایت دی چې نبي كريم ﷺ فرمايلي: "قرآن تر هغی لولئ چې زړونه مو پرې په اتفاق وي، خو چې کله مو اختلاف شي، نو بيا ترې پاڅئ». بخاري او مسلم روایت کړی دی.
له ابوهريره رضيَ اللَّهُ عَنْهُ څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ فرمايلي: «زه د قیامت په ورځ د آدم د اولادونو سردار یم، زه به لومړی هغه یم چې قبر ترې څيرې کېږي، زه لومړی شفاعت کوونکی او لومړی هغه یم چې شفاعت به يې قبول شي». مسلم روایت کړی دی.
له ابو موسی اشعري (رضي الله عنه) څخه روایت دی، وایي: رسول الله ﷺ به موږ ته خپل نومونه یادول او ویل به یې: "زه محمد یم، احمد یم، المقفي (وروستنی نبي) یم، الحاشر یم (هغه چې خلک به را ټول کړي)، د توبې نبي یم او د رحمت نبي یم". رواه مسلم
عن أنس بن مالك رضي الله عنه : أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: «إذا قُدِّمَ العَشَاءُ ، فابدءوا به قبل أن تُصَلُّوا صلاة المغرب، ولا تَعْجَلوا عن عَشَائِكم».متفق عليه
له انس بن مالک (رضي الله عنه) څخه روایت دی، وایي: نبي کریم ﷺ وفرمایل: "کله چې مؤمن په لمانځه کې وي، نو په حقیقت کې دی له خپل رب تعالی سره راز و نیاز کوي". رواه البخاري ومسلم
له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «پر ځینو خلکو څه شوي دي چې په لمانځه کې سترګې اسمان ته پورته کوي» نو په دې اړه یې خبره سخته کړه، تر دې چې ویې ویل: «هغوی دې له دې کاره لاس واخلي، که نه نو سترګې به یې واخیستل شي».بخاري روايت کړی دی
له أم المؤمنین عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی چې: ام سلمې رضي الله عنها رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د حبشې په خاوره کې د ماریا په نوم د یوې کلیسا یادونه وکړه، نو هغې ورته د هغو انځورنو یادونه وکړه چې په کلیسا کې یې لیدلي وو، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «دا هغه خلک دي چې کله په دوی کې کوم نیک بنده یا نیک سړی مړ شي نو پر قبر یې جومات جوړوي او بیا پکې هغه تصویرونه انځوروي، «دا د الله تعالی په نېز تر ټولو بد مخلوق دي».متفق علیه دی
له ابن عباس (رضي الله عنهما) څخه روایت دی، وایي: رسول الله ﷺ وفرمایل: "خبر شئ! زه له دې منع شوی یم چې په رکوع یا سجده کې قرآن ولولم. نو په رکوع کې د خپل رب تعالی تعظیم کوئ، او په سجده کې ډېرې دعاګانې کوئ، ځکه ډېره لایقه ده چې (په سجده کې) ستاسې دعاء قبوله شي". رواه مسلم
له ابو سعيد الخدري (رضي الله عنه) څخه روایت دی، وایي: رسول الله ﷺ چې به کله له رکوع څخه سر پورته کړ، داسې به یې ویل: "اې زموږ ربه! ټول حمدونه ستا دي، د اسمانونو او ځمکې د ډکوالي په اندازه، او له دغې وروسته د هر هغه څه د ډکوالي په اندازه چې ستا خوښه وي. ته د ستاینې او لویوالي وړ يې. دغه حقه ثنا ده چې یوه بنده ویلې ده، او موږ ټول ستا بندګان یو. اې الله! څه چې ته ورکړې، څوک یې منع کولی نشي، او څه چې ته منع کړې، څوک یې ورکولی نشي، او هېڅ شتمني یا ځواک ستا په وړاندې هېچا ته ګټه نه رسوي". رواه مسلم
ابن عباس رضي الله عنهما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې فرمایلي یې دي: «ماته امر شوی چې په اوو اندامونو سجده وکړم: په تندي او په لاس سره یې خپلې، پوزې، دواړو لاسونو، دواړو زنګنونو، او د پښو څوکو ته اشاره وکړه، او دا چې جامې به نه راټولوو او ویښتان به نه غوټه کوو».متفق علیه دی
له ابن عباس - رضي الله عنهما - څخه روایت دی چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم به د دوو سجدو تر مینځه وییل. یعنې "اې الله، ما ته بخښنه وکړه، پر ما رحم وکړه، ما ته روغتیا راکړه، لارښوونه راته وکړه، او روزي راکړه".ابو داود، الترمذي، ابن ماجه او احمد روایت کړی دی
له انس بن مالک (رضي الله عنه) څخه روایت دی، وایي: نبيﷺ به یوازې هغه مهال قنوت (نازله) کول چې یا به یې د کوم قوم لپاره دعا غوښته او یا به یې کوم قوم ته ښېرا کوله". رواه ابن خزیمة
له ثوبان رضي الله عنه څخه روایت دی وایي: کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل لمونځ پای ته ورساوه نو درې ځلې به یې استغفر الله وییل، او «اللَّهُمَّ أَنْتَ السَّلَامُ، وَمِنْكَ السَّلَامُ، تَبَارَكْتَ ذَا الْجَلَالِ وَالْإِكْرَامِ» به یې وویل، یعنې اې الله! ته سلامتیا ورکوونکی یې، او سلامتیا ستا لخوا ده، ډیر لوړ دی شان ستا، اې د جلال او عزت خاونده، ولید ویلي: ما اوزاعي ته وویل چې استغفار څنګه وي؟ هغه وویل: چې ووایي: أَسْتَغْفِرُ اللهَ، أَسْتَغْفِرُ اللهَ.مسلم روايت کړی دی
ابوهریره رضي الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي: "څوک چې د هر لمانځه په پای کې درې دېرش ځلې سبحان الله، درې دېرش ځلې الحمد لله او درې دیرش ځلې الله اکبر ووایي نو دا نهه نوي شول، او د سلو د پوره کولو لپاره یې: لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ" ووایي نو د هغه ګناهونه به وبخښل شي، که څه هم د سمندر د زګ په څېر وي.مسلم روايت کړی دی
له ابو امامه رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "څوک چې د هر فرض لمانځه پسې آیت الکرسي ووایي، نو هېڅ شی به هغه جنت ته له ننوتلو منع نه کړي، تر څو چې مړ شي".النسائي په الکبری کې روایت کړی
له عمران بن حصین رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: ما بواسیر درلودل، نو له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې د لمانځه په اړه پوښتنه وکړه، نو ویې وییل: "په ولاړه لمونځ وکړه، که دې نشو کولای نو په ناسته یې وکړه، او که دې نشو کولای نو په څنګ یې وکړه".بخاري روايت کړی دی