PS
كل الأحاديث
مجموعة البطاقات كاملة، رتّبها بحسب الباب
قرآن کریم او علوم یې
26
حدیث او علوم یې
3
عقیده
135
فقه او اصول یې
288
فضایل او آداب
288
دعوت او احتساب
15
سیرت او تاریخ
38
655 حديث
له معاویه رضی الله عنه څخه روایت دی وایي چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې ویل یې: "د قیامت په ورځ به د ټولو خلکو په پرتله موذنان تر ټولو اوږدې غاړې ولري".
مسلم روايت کړی دی
له عبد الله بن عمرو بن العاص (رضي الله عنهما) څخه روایت دی، وایي: ما له رسول الله ﷺ څخه اورېدلي دي، فرمایي: «الله تعالی علم له خلکو څخه په یوه وار نه اخلي، بلکې علم د علماوو په وفات کولو اخلي، تر دې چې کله هېڅ عالم پاتې نه شي، نو خلک به جاهل مشران مقرر کړي، له هغوی به پوښتنې کیږي هغوی به بې علمه ځوابونه کوي نو خپله به هم ګمراه شي او نور به هم ګمراه کړي». - متفق علیه
10119- قَالَ عُمَرُ الله عنه : أَمَا إِنَّ نَبِيِّكُمْ قد قالَ: إن اللهَ يَرْفَعُ بِهَذَا الكِتابَ أَقواماً ويَضَعُ بِهِ آخرین» . صحیح مسلم عمر رضي الله عنه وايي: یقینًا ستاسې نبيﷺ فرمايلي: «یقینًا الله تعالی پر دې کتاب ځینې خلک پورته کوي او ځینې نور پرې لاندې کوي».
10120 - عن أبي هريرة رضي الله عنه ؛ أَن النبي ﷺ أُتِيَ لَيْلَةً أُسْرِيَ بِهِ بِقَدَحَيْنِ مِن خَمْرٍ ولَبَنِ، فَنَظَرَ إِلَيْهِما ، فَأَخَذَ اللَّبَنَ، فقال جبريل عليه السَّلامُ : الحَمْدُ للهِ الذي هَداكَ لِلْفِطْرَةِ، لَوْ أَخَذْتَ الخَمْرَ؛ غَوَتْ أُمَّتُكَ. صحیح بخاري و مسلم له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله ﷺ ته د اسراء په شپه د شرابو او شیدو دوه جامونه راوړل شول، هغه ورته وکتل، نو شیدې یې راواخیستلې. جبریل علیه السلام وویل: الله تعالی لره ثناء ده چې تا ته یې د فطرت لاره وښووله؛ که شراب دې در اخیستي وای، نو امت به دې ګمراه شوی و.
10121 - عَنْ ابن عباس رضي الله عنهما، «أن رسول ﷺ صَامَ يَومَ عاشُوراء وأَمَرَ بِصِيَامِهِ». صحیح بخاري ومسلم له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی، چې رسول الله ﷺ د عاشوراء روژه ونیوله او د هغې د روژې امر یې هم وکړ.
ابو هریرة - رضي الله عنه - له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې فرمایلي یې دي: «الله تبارک وتعالى فرمایي: ما خپلو نېکو بندګانو ته داسې نعمتونه تیار کړي دي چې نه سترګو لیدلي، نه غوږونو اورېدلي او نه د کوم انسان په زړه کې تېر شوي دی» ابو هریره وايي: که وغواړئ دا آیت ولولئ: ترجمه: "نو چا ته نه ده معلومه چې هغوى ته د سترګو يخېدو كوم شيان پټ ساتل شوي" [السجدة سورت: ۱۷ آیت].
متفق علیه دی
10406- عن شریح بن هانئ، قال: أتيتُ عائشة رضي الله عنها, أسألها عن المسيح على الخُفِّين، فقالت: عَلَيك بِعلي بن أبي طالب فَسَلْهُ, فإنّه كان يُسافِر مع رسول الله ﷺ فسألناه, فقال: «جَعَل رسولُ الله ﷺ ثَلَاثَةَ أيَّامٍ وَلَيالِهنَّ لِلمُسافِر، ويوماً وليلة للمُقِيم». صحیح مسلم له شُریح بن هانئ څخه روایت دی، وايي: زه عائشې رضي الله عنها ته ورغلم، له هغې مې پر موزو باندې د مسحې پوښتنه کوله، هغې وویل: علي ابن ابي طالب رضي الله عنه ته ورشه، له هغه پوښتنه وکړه، ځکه هغه به له رسول الله ﷺ سره سفر کاوه. نو موږ له هغه پوښتنه وکړه، هغه وویل: «رسول الله ﷺ د مسافر لپاره درې ورځې او شپې مقررې کړې دي او د مقیم لپاره یې یوه شپه او ورځ مقرره کړې ده».
له بریده رضي الله عنه نه روایت دی، چې رسول الله ﷺ به دوی ته ښوونه کوله، چې کله قبرونو ته ووځي. نو د ابوبکر په روایت کې دي چې یو کس به ویل: پر تاسې دې سلام وي ای د کورونو خاوندانو! او د زهیر په روایت کې داسې دي: «ای د کورونو خاوندانو مومنانو او مسلمانانو پر تاسې دې سلام وي، موږ ان شاءالله په تاسې پسې درتلونکي یو، له الله تعالی څخه موږ او تاسې ته معافي غواړو». صحیح مسلم
10409- عنْ عِياض بن حِمارِ المُجاشِعِي رضي الله عنه ؛ أَنَّ رسولَ اللهِ ﷺ قال: «وأَهْلُ الجَنَّةِ ثَلاثَةٌ : ذو سُلْطانِ مُقْسِطٌ مُتَصَدِّقٌ مُوَفَّقٌ، وَرَجُلٌ رَحِيمٌ رَقيقُ القَلْبِ لِكُلِّ ذِي قُربى، ومُسلِم وعَفيفٌ مُتَعَفِّفٌ ذو عِيال». صحیح مسلم له عیاض بن حِمارِ المُجاشِعِي څخه روایت دی، چې رسول الله ﷺ فرمايلي: «جنتیان دری ډوله دي: (۱) عادل، صدقه کوونکی او په کارونو کې موفق واکمن، (۲) بل هغه سړی چې مهربان او له هر خپلوان سره د نرم زړه خاوند وي، (۳) بل هغه مسلمان چې [له حرامو] پاکلمن وي او له سوال څخه ځان ساتونکی د بچیانو خاوند وي».
١٠٤١٠- عن ابن عباس رضي الله عنه قال: كان النَّبيُّﷺ يدعو: «: رَبِّ أعِنِّي ولا تُعِنْ عليَّ، وانصُرْني ولا تنصُرْ عليَّ، وامكُرْ لي ولا تمكُرْ عليَّ، واهْدِني ويَسِّرْ هُدايَ إليَّ، وانصُرْني على من بغى عليَّ، اللَّهُمَّ اجعَلْني لك شاكِرًا، لك ذاكِرًا، لك راهِبًا، لك مِطواعًا، إليك مُخبِتًا أو مُنيبًا، رَبِّ تقَبَّلْ توبتي، واغسِلْ حَوْبتي، وأجِبْ دَعوتي، وثَبِّتْ حُجَّتي، واهْدِ قَلبي، وسَدِّدْ لِساني، واسْلُلْ سَخيمةَ قلبي» سنن ابوداود، ترمذي، ابن ماجه مسند احمد له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی، وايي: نبيﷺ به داسې دعاء کوله: « اې الله! زما مرسته وکړه او زما پر خلاف د چا مرسته مه کوه، زما نصرت وکړه او زما پر خلاف د چا نصرت مه کوه، زما لپاره ښه تدبیر جوړ کړه او زما پر خلاف چاته تدبیر مه ورکوه، ما ته لارښوونه (هدایت) وکړه، زما لپاره لارښوونه (د هدایت لاره) آسانه کړه او څوک چې پر ما ظلم وکړي د هغه پر خلاف زما مرسته وکړه. اې الله! ما د خپل ځان لپاره شکر کوونکی، ستا ذکر کوونکی، له تا څخه وېرېدونکی، ستا پیرو او تاته عاجزي کوونکی له تا پنا غوښتونکی او تاته در گرځېدونکی وګرځوه. اې زما پالونکيه! زما توبه قبوله کړه، ګناه مې ومينځه، دعا مې قبوله کړه، زما حجت قائم کړه، زړه ته مې لار وښيه، ژبه مې سمه کړه او د زړه کینه مې لرې کړه.
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «زمونږ پروردګار، تبارک وتعالی، هره شپه په وروستۍ پاتې دریمه برخه کې د دنیا اسمان ته راکوزیږي وایي چې: "څوک شته چې ما راوبلي او زه یې بلنه ومنم؟ څوک شته چې زما څخه سوال وکړي او زه یې ورکړم؟ څوک شته چې بخښنه راڅخه وغواړي او بخښنه ورته وکړم؟"
متفق علیه دی
10551 - عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ - رضي الله عنه - قَالَ: قَالَ النَّبِيُّ - ﷺ -: «إِذَا كَانَ يَوْمُ الْجُمُعَةِ، كَانَ عَلَى كُلِّ بَابٍ مِنْ أَبْوَابِ الْمَسْجِدِ الْمَلَائِكَةُ، يَكْتُبُونَ الْأَوَّلَ فَالْأَوَّلَ، فَإِذَا جَلَسَ الْإِمَامُ طَوَوْا الصُّحُفَ، وَجَاءُوا يَسْتَمِعُونَ الذِّكْرَ». صحیح بخاري له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی، وايي: رسول الله ﷺ فرمايلي: «کله چې د جُمعې ورځ شي، نو د مسجد په هره دروازه کې ملایکې وي، هغوی لومړي راتلونکي کسان لیکي. بیا چې کله امام پر منبر کېني، نو ملایکې خپل کتابونه راجمع کړي او راشي خطبې ته غوږ شي».
له عايشي رضي الله عنها څخه روايت دى وايي: کله چې نبي کريم ﷺ له خندق څخه راستون شو، وسلې يې کېښودلې او غسل يې وکړل ، جبرائيل - علیہ السلام - ورته راغی او ويې ويل: تا وسلې کېښودلې؟ په الله قسم مونږ وسلې نه دي اېښودلي ، ور ووځه هغه وفرمایل: کومې خوا ته؟»، هغه وویل: دې خوا ته ؛ او د بني قريظه لور ته يې اشاره وکړه نو نبي كريم ﷺ ورووت". بخاري او مسلم روایت کړی دی.
لہ انس بن مالک رضي الله عنه څخه روايت دى وايي: لکه زه چې اوس د بني غنم په کوڅو کې هغه ګرد ته ګورم چې د جبرائیل علیہ السلام - د کاروان د حرکت له امله را پورته کید؛ کله چې رسول الله ﷺ د بني قریظہ پر لور روان شو. بخاري روايت کړی دی.
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ فرمایي: "د مدينې په دروازو باندې ملایکی دي ؛ طاعون او دجال ورته نه شي داخلېدى". بخاري او مسلم روایت کړی دی.
لہ زید بن ثابت رضي الله عنه څخه روایت دی وايي: رسول الله ﷺ فرمایي: "د شام لپاره خوشحالي ده!». مونږ ورته وویل ای د اللہ رسول ﷺ! د څه له امله؟ هغه وفرمایل ځکه چی د رحمان ذات ملایکو پرې خپلې وزرې غوړولې دي". ترمذي او احمد روایت کړی دی
له ابو موسى رضي الله عنه څخه روایت دی، وایي: رسول الله ﷺ فرمایلي دي: «زما امت به د وژنو او طاعون له لارې هلاک شي». چا وویل: ای د الله تعالی رسوله!، موږ د وژنې په اړه پوهېږو، خو طاعون څه شی دی؟ رسول الله ﷺ وفرمایل: «دا په پېریانو کې ستاسې د دښمنانو له اړخه وهل دي. او په هر یو کې یې شهیدان دي». روایت احمد
له جابر بن عبداللہ رضی اللہ عنہما څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ فرمايلي: "ابلیس خپل تخت په اوبو ږدي، بيا خپلې ډلګۍ لېږي. په دوی کې هغه کس ابلیس ته زیات نږدې وي چې تر ټولو لویه فتنه رامنځته کړي، په دوی کې يو كس راځي، وايي: ما داسې او داسې وکړل، ابلیس ورته وايي هېڅ دې نه دي کړي. بيا بل راځي، وايي: ما انسان پرېنښود، تر دې چې له ښځې مې بيل كړ، ابلیس دغه شیطان خان ته را نږدې کړي او ووايي: ته ډېر ښه يې». مسلم روایت کړی دی.
له زید بن ارقم (رضي الله عنه) څخه روایت دی، وایي: رسول الله ﷺ فرمایلي دي: «دغه د قضاء حاجت ځایونو ته شیطانان حاضریږي. که له تاسې کوم یو د قضاء حاجت لپاره ورځي، نو باید ووایي: أعوذ بالله من الخبث والخبائث». روایت ابو داود، ابن ماجه او احمد
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی، وایي: رسول الله ﷺ فرمایي: «کله چې د آدم زوی د سجدې آیت تلاوت کړي او بیا سجده وکړي، نو شیطان یوې خواته شي، په ژړا شي او وایي: هلاک دې شي». د کریب په روایت کې دي: «زه دې هلاک شم! د آدم زوی ته امر وشو، هغه سجده وکړه، نو د ده لپاره جنت دی او ماته امر وشو ما انکار وکړ نو زما لپاره اور دی». په بل روایت کې دي: «ما نافرماني وکړه نو زما لپاره اور دی». صحیح مسلم
د رسول الله ﷺ له ازاد کړي غلام زید څخه روایت دی، وایي: رسول الله ﷺ وفرمایل: "څوک چې دا ووايي: أَسْتَغْفِرُ اللهَ الَّذِي لاَ إِلَهَ إِلَّا هُوَ الحَيُّ القَيُّومُ وَأَتُوبُ إِلَيْهِ نو ګناوې به یې وبښل شي، که څه هم له جګړې څخه تښتېدلی وي". روایت ابو داود او ترمذي
له عايشې رضي الله عنها څخه روایت دی وايي: چا چې له لمر پرېواته وړاندې د مازيګر د لمانځه یو رکعت راګېر کړ، یا یې له لمر راختلو وړاندې د سهار د لمانځه یو رکعت راګیر کړ، نو ده (په خپل وخت کې) لمونځ راګیر کړ". مسلم روایت کړی دی
له عقبة بن عامر الجهني رضي الله عنه څخه روایت دی وایي: په دریو وختونو کې به رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ له لمانځه څخه منع کولو او لدې چې خپل مړي پکې ښخ کړو: کله چې لمر څرک وهي، تر دې چې ښه راپورته شي، کله چې ټکنده غرمه شي تر دې چې لمر زوال وکړي، او کله چې لمر ډوبېدو ته نږدې شي تر دې چې ډوب شي.
مسلم روايت کړی دی
له جبیر بن مطعم (رضي الله عنه) څخه روایت دی، وایي: نبيﷺ فرمایي: "هیڅوک مه منع کوئ چې له بیت الله (کعبې) څخه طواف یا په کې لمونځ وکړي؛ د شپې او ورځې په هر ساعت کې چې غواړي". رواه أبو داود، أحمد، ترمذي، نسائي، ابن ماجه، او دارمي
الصفحة السابقة
صفحة 20 من 28
الصفحة التالية