PS
كل الأحاديث
مجموعة البطاقات كاملة، رتّبها بحسب الباب
قرآن کریم او علوم یې
26
حدیث او علوم یې
3
عقیده
135
فقه او اصول یې
288
فضایل او آداب
288
دعوت او احتساب
15
سیرت او تاریخ
38
655 حديث
عن ابن عمر رضي الله عنهما مرفوعاً: «لا تَتْرُكُوا النار في بيوتكم حين تنامون».
متفق عليه
د رسول الله صلی الله علیه وسلم له مېرمن؛ أم المؤمنین ام سلمه رضی الله عنها څخه روایت دی هغې ویلي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "څوک چې د قربانۍ لپاره څاروی ولري، نو کله چې د ذی الحجې میاشت ولیدل شي، نو د قرباني کولو پورې دې خپل وېښتان او نوکان نه پرې کوي".
مسلم روايت کړی دی
عن عائشة رضي الله عنها ، قالت: كان النبي صلى الله عليه وسلم إذا عَصَفَت الرِّيح قال: «اللَّهُمَّ إنِّي أسْأَلُك خَيرها وخير ما فيها وخَير ما أُرسِلت به، وأعوذ بك من شرِّها وشرِّ ما فيها وشرِّ ما أُرسِلت به».
رواه مسلم
عن أبي قتادة رضي الله عنه : أنه سمع رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول: «إيَّاكُمْ وكَثْرَةَ الحَلِفِ في البيع، فإنه يُنَفِّقُ ثم يَمْحَقُ».
رواه مسلم
له بریدة رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «مَنْ حَلَفَ بِالْأَمَانَةِ فَلَيْسَ مِنَّا». «چا چې په امانت قسم وکړ؛ هغه زمونږ له ډلې څخه نه دی».
ابو داود او احمد روايت کړی دی
له ابو سعید الخدري رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په لوی او یا کوچني اختر کې عیدګاه ته راووت، نو د ښځو تر څنګ تېر شو او ویې ویل: «يَا مَعْشَرَ النِّسَاءِ، تَصَدَّقْنَ، فَإِنِّي أُرِيتُكُنَّ أَكْثَرَ أَهْلِ النَّارِ» فَقُلْنَ: وَبِمَ يَا رَسُولَ اللَّهِ؟ قَالَ: «تُكْثِرْنَ اللَّعْنَ، وَتَكْفُرْنَ العَشِيرَ، مَا رَأَيْتُ مِنْ نَاقِصَاتِ عَقْلٍ وَدِينٍ أَذْهَبَ لِلُبِّ الرَّجُلِ الحَازِمِ مِنْ إِحْدَاكُنَّ»، قُلْنَ: وَمَا نُقْصَانُ دِينِنَا وَعَقْلِنَا يَا رَسُولَ اللَّهِ؟ قَالَ: «أَلَيْسَ شَهَادَةُ المَرْأَةِ مِثْلَ نِصْفِ شَهَادَةِ الرَّجُلِ» قُلْنَ: بَلَى، قَالَ: «فَذَلِكِ مِنْ نُقْصَانِ عَقْلِهَا، أَلَيْسَ إِذَا حَاضَتْ لَمْ تُصَلِّ وَلَمْ تَصُمْ» قُلْنَ: بَلَى، قَالَ: «فَذَلِكِ مِنْ نُقْصَانِ دِينِهَا». «اې د ښځو ټولیه! صدقه ورکړئ ځکه چې د دوزخ زیاتره خاوندان ماته تاسو راوښودل شوئ، هغوی وویل: اې د الله رسوله، د کوم کار له امله؟ ویې ویېل: تاسو ډېر لعنت وایئ، او د خپلو خاوندانو ناشکري کوئ، ما هېڅکله ستاسو په څېر بل څوک د عقل او دین له اړخه نېمګړي نه دي لېدلي چې یو هوښیار سړی له عقل نه خلاص کړي»، هغوی وویل: اې د الله رسوله! پدې کې زمونږ د دین او عقل څه نېمګړتیا ده؟ هغه وویل: "ایا د یوې ښځې شاهدي د نارینه د نیمایي شاهدۍ سره برابره نه ده؟" هغوی وویل: ولې نه، ویې فرمایل: « دا یې د عقل نیمګړتیا ده. آیا داسې نه ده چې کله پرې حیض راشي نو نه لمونځ کوي او نه روژه نیسي؟ هغوی وویل: ولې نه، ویې فرمایل: "دا یې د دین له نیمګړتیا څخه ده".
متفق علیه دی
له أم عطیة رضي الله عنها څخه روایت دی او دا هغه مېرمن وه چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره یې بیعت کړی و، فرمایي: موږ به له (حېض څخه د پاکوالي نه وروسته) خړوالي او زیړوالي (خړو او زیړو اوبو) ته نه لېدل (یعنې لمونځ به مو ورسره کاوه).
ابو داود په دې لفظ روایت کړی او البخاري د ( بعد الطهر ) له زیادت پرته روایت کړی
10026- عَنْ حذيفة رضي الله عنه أن رسول ﷺ قال: «فُضِّلْنا علَى النَّاسِ بثَلاثٍ: جُعِلَتْ صُفُوفُنا كَصُفُوفِ المَلائِكَةِ، وجُعِلَتْ لنا الأرْضُ كُلُّها مَسْجِدًا، وجُعِلَتْ تُرْبَتُها لنا طَهُورًا، إذا لَمْ نَجِدِ الماءَ». صحیح مسلم له حذیفه رضي الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله ﷺ فرمايي: «موږ ته په درېیو شیانو تر نورو خلکو غورهوالی راکړل شوی؛ زموږ صفونه د ملایکو د صفونو په څېر ګرځول شوي دی، زموږ لپاره ټوله ځمکه د لمانځه ځای ګرځول شوې ده او کله چې اوبه نه وي نو زموږ لپاره د ځمکې خاوره [د] پاکۍ [لامل] ګرځول شوې ده». صحیح مسلم
د سمره (رضي الله عنه) څخه مرفوع روایت دی: «څوک چې د جمعې په ورځ اودس وکړي، نو ښه خبره ده، خو که څوک غسل وکړي نو دا غوره ده». د حدیث روایت ابوداود، ترمذي، نسائي، ابن ماجه، دارمي او احمد کړی دی
له عمرو بن سلیم الانصاري رضی الله عنه څخه روایت دی وایي چې: زه په ابو سعید شاهدي ورکوم چې هغه ویلي: زه په رسول الله صلی الله علیه وسلم شاهدي ورکوم چې هغه فرمایلي: «د جمعې په ورځ پر هر بالغ غسل کول واجب دي او باید چې مسواک ووهي، خوش بویي ولګوي که وموندل شي».
متفق علیه دی
عن أبي هريرة رضي الله عنه مرفوعاً: «إذا أَحَبَّ اللهُ تعالى العَبْدَ، نَادَى جِبْرِيلَ: إنَّ اللهَ تعالى يُحِبُّ فلاناً، فَأَحْبِبْهُ، فَيُحِبُّهُ جِبْرِيلُ، فَيُنَادِي في أَهْلِ السَّمَاءِ: إنَّ اللهَ يحِبُّ فلاناً، فَأَحِبُّوهُ، فَيُحِبُّهُ أَهْلُ السَّمَاءِ، ثُمَّ يُوضَعُ لَهُ القَبُولُ في الأرضِ». وفي رواية: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : «إنَّ اللهَ تعالى إذا أَحَبَّ عَبْدًا دَعَا جِبْرِيلَ، فقال: إني أُحِبُّ فلاناً فَأَحْبِبْهُ، فَيُحِبُّهُ جِبْرِيلُ، ثم ينادي في السَّمَاءِ، فيقول: إنَّ اللهَ يُحِبُّ فلاناً فَأَحِبُّوهُ، فَيُحِبُّهُ أَهْلُ السَّمَاءِ، ثُمَّ يُوضَعُ له القَبُولُ في الأرضِ، وإذا أَبْغَضَ عَبْدًا دَعَا جِبْرِيلَ، فيقول: إني أُبْغِضُ فلاناً فَأَبْغِضْهُ. فَيُبْغِضُهُ جِبْرِيلُ، ثُمَّ ينادي في أَهْلِ السَّمَاءِ: إنَّ اللهَ يُبْغِضُ فلاناً فَأَبْغِضُوهُ، ثُمَّ تُوضَعُ له البَغْضَاءُ في الأرضِ».
متفق عليه. الرواية الأولى لفظ البخاري، والثانية لفظ مسلم
له أنس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی چې: معاذ رضي الله عنه رسول الله صلی الله علیه وسلم پسې شاته په سپرلۍ ناست و، نو ورته یې وویل: «اې معاذ بن جبل» هغه وویل: حاضر یم اې د الله جل جلاله رسوله او ستاسو بلنه مې منلې ده، نو په اورېدلو مې خوشحاله کړه! هغه وفرمایل: «اې معاذه» هغه وویل: حاضر یم اې د الله جل جلاله رسوله او ستاسو بلنه مې منلې ده، نو په اورېدلو مې خوشحاله کړه! درې ځلې، ویې فرمایل: " هېڅ داسې څوک نشته چې د زړه له اخلاصه پدې خبره ګواهي ورکړي چې له الله جل جلاله پرته بل معبود نشته او دا چې محمد د الله رسول دی، مګر دا چې الله جل جلاله به یې په اور حرام کړي»، هغه وویل: اې د الله جل جلاله رسوله آیا پدې سره خلکو ته خبر ورنکړم تر څو یو بل ته زیری ورکړي؟ هغه وفرمایل: بیا به هغوی په همدې تکیه وکړي او عمل کول به پریږدي، بیا معاذ خلکو ته د مړیني پر مهال خبر ورکړ تر څو د علم په کتمان سره ګناهکار نشي.
متفق علیه دی
(10100) - عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ - رضي الله عنه -: عن النَّبِيِّ - ﷺ - قَالَ «بيْنَما كَلْبٌ يُطِيفُ برَكِيَّةٍ، كادَ يَقْتُلُهُ العَطَشُ، إذْ رَأَتْهُ بَغِيٌّ مِن بَغايا بَنِي إسْرائِيلَ، فَنَزَعَتْ مُوقَها فَسَقَتْهُ فَغُفِرَ لها بهِ» صحیح بخاری او مسلم له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی، هغه له نبيﷺ څخه روایت کوي، چې هغه ﷺ فرمايلي دي: «یو غسپی له یوه کوهي تاوېده، نږدې وه چې تنده یې ووژني، چې ناڅاپه د بني اسرائیلو یوې زناکارې ښځې ولید. هغې خپله موزه وایسته، هغه یې اوبه کړ (اوبه یې ورته را و ایستې او ور یې کړې)، نو پر دې خبره ورته بښنه وشوه». صحیح بخاري او مسلم
له عبدالله بن عمرو رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «مسلمان هغه څوک دی چې نور مسلمانان يې د ژبې او لاس له ضرر څخه په امان کې وي او مهاجر هغه څوک دی چې هغه څه پریږدي چې الله پاک ورڅخه منعه کړی وي».
متفق علیه دی
10104 - عَنْ أَبِي بَكْرَةَ نفيع بن الحارث- رضي الله عنه -، عَنْ النَّبِيِّ - ﷺ - قَالَ: « السَّنَةُ اثْنَا عَشَرَ شَهْرًا، مِنْهَا أَرْبَعَةٌ حُرُمٌ، ثَلَاثَةٌ مُتَوَالِيَاتٌ: ذُو الْقَعْدَةِ وَذُو الْحِجَّةِ وَالْمُحَرَّمُ، وَرَجَبُ مُضَرَ، الَّذِي بَيْنَ جُمَادَى وَشَعْبَانَ». صحیح بخاري له ابوبکره نفیع بن الحارث رضي الله عنه څخه روایت دی، هغه له نبيﷺ څخه روایت کوي، چې هغه ﷺ فرمايلي دي: «یو کال دوولس میاشتې دی، څلور په کې د حرمت میاشتې دي، چې دری یې پرلهپسې دي: ذُو الْقَعْدَه، ذُو الْحِجَّه او مُحَرَّم او بل د مضر قبیلې رجب؛ چې د جمادي او شعبان تر منځ دی».
له انس بن مالک (رضي الله عنه) څخه روایت دی، چې رسول الله ﷺ وفرمایل: «کافر چې کله کومه کلمه نېکۍ وکړي، نو الله تعالی د هغه نېکۍ د آخرت لپاره ساتي او په دنیا کې هغه فایده ورکول شي، خو مومن چې نېکۍ اوکړي، نو الله تعالی د هغه نېکۍ د آخرت لپاره ساتي او په دنیا کې د اطاعت په بدل کې رزق ورکوي.» (مسلم روایت کړی دی)
له ابو هُریرة رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «کله چې رمضان راشي نو د جنت دروازې پرانیستل شي، د دوزخ دروازې بندې شي او شیطانان په زنځیرونو وتړل شي».
متفق علیه دی
عن أبي ذر رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : «إِذَا صُمْتَ مِنَ الشَّهْرِ ثَلاَثاً، فَصُمْ ثَلاَثَ عَشْرَةَ، وَأرْبَعَ عَشْرَةَ، وَخَمْسَ عَشْرَةَ». عن قتادة بن ملحان رضي الله عنه قال: كانَ رسولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم يَأمُرُنَا بِصِيَامِ أيَّامِ البِيضِ: ثَلاثَ عَشْرَةَ، وَأرْبَعَ عَشْرَةَ، وَخَمْسَ عَشْرَةَ. عن ابن عباس رضي الله عنهما قال: كانَ رسولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم لاَ يُفْطِرُ أيَّامَ البِيضِ في حَضَرٍ وَلاَ سَفَرٍ.
حديث أبي ذر رواه الترمذي والنسائي وأحمد. حديث قتادة بن ملحان رواه أبو داود والنسائي وابن ماجه. حديث ابن عباس رواه النسائي
10109- - عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ - رضي الله عنه -: أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ - ﷺ - قَالَ: «إِذَا نُودِيَ لِلصَّلاَةِ، أَدْبَرَ الشَّيْطَانُ وَلَهُ ضُرَاطٌ، حَتَّى لاَ يَسْمَعَ التَّاذِينَ، فَإِذَا قُضِىَ النِّدَاءَ أَقْبَلَ، حَتَّى إِذَا ثُوِّبَ بِالصَّلاَةِ أَدْبَرَ، حَتَّى إِذَا قُضِىَ التَّثْوِيبَ أَقْبَلَ، حَتَّى يَخْطِرَ بَيْنَ الْمَرْءِ وَنَفْسِهِ، يَقُولُ: اذْكُرْ كَذَا، اذْكُرْ كَذَا، لِمَا لَمْ يَكُنْ يَذْكُرُ، حَتَّى يَظَلَّ الرَّجُلُ لاَ يَدْرِي كَمْ صَلَّى». صحیح بخاري ومسلم له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله ﷺ فرمايلي: «کله چې د لمانځه لپاره اذان وشي، نو شیطان شا کړي (منډې وهي) او ټيزونه اچوي، تر څو اذان وانه وري. کله چې اذان پای ته ورسېږي، نو بېرته راشي. بیا چې کله اقامت شروع شي، بیا شا کړي او وتښتي. کله چې اقامت ختم شي، بېرته راشي، تر دې چې د سړي او نفس تر منځ وسوسې اچوي، ورته وايي: فلانۍ خبره در یاده کړه، فلانۍ در یاده کړه، هغه ټول ور یاد کړي چې له ده هېر وي، تر دې چې سړی په لمانځه پوه نه شي چې څومره یې وکړ». صحیح بخاري ومسلم
عن أنس رضي الله عنه : أن النبيَّ صلى الله عليه وسلم جاءَ إلى سعد بنِ عبادة رضي الله عنه فَجَاءَ بِخُبْزٍ وَزَيْتٍ، فأكلَ، ثم قال النبيُّ صلى الله عليه وسلم : «أفْطَرَ عِنْدَكُمُ الصَّائِمُونَ؛ وَأكَلَ طَعَامَكُمُ الأَبرَارُ، وَصَلَّتْ عَلَيْكُمُ المَلاَئِكَةُ».
رواه أبو داود وابن ماجه وأحمد والدارمي
د معاذه عدویه څخه روایت دی چې هغې له عائشې (رضي الله عنها) څخه وپوښتل: "ایا رسول الله ﷺ به هره میاشت درې ورځې روژه نیوله؟" هغې وویل: "هو." نو ما ورته وویل: "د میاشتې په کومو ورځو کې به یې روژه نیوله؟" هغې وویل: "پروا یې نه کوله چې د میاشتې په کومو ورځو کې روژه نیسي." رواه مسلم
10112 - عَنْ أَبِي سَعِيدِ بْنِ الْمُعَلَّى - رضي الله عنه - قَالَ: النبي ﷺ : «ألا أُعَلِّمُكَ أَعْظَمُ سُورَةً فِي الْقُرْآنِ، {الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ} هِيَ السَّبْعُ الْمَثَانِي، وَالْقُرْآنُ الْعَظِيمُ الَّذِي أُوتِيتُهُ». له ابو سَعِيدِ بْنِ الْمُعَلَّى رضي الله عنه څخه روایت دی، وايي: نبيﷺ وفرمایل: آیا په قرآن کریم کې تر ټولو عظیم سورت در و نه ښایم: «{الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ} دی، دا اووه مثاني (زیات تکرارېدونکي) آیتونه او هغه لوی قرآن دی چې ما ته راکړل شوی دی». صحیح بخاري
له عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "څوک چې په قرآن کې ماهر وي، هغه به د شریفو، پاکو او عزتمندو ملاېکو سره وي، او څوک چې قرآن لولي، خو د سختۍ له امله پکې بندېږي او لوستل یې ورته ستونزمن وي، نو هغه لره دوه اجرونه دي".
متفق علیه دی
١٠١١٤- عن عقبة بن عامر رضي الله عنه قال: قال رسول الله ﷺ: "ألم تر آيات أُنزلت الليلة لم يُر مثلهن قط: قل أعوذ برب الفلق، قل أعوذ برب الناس". رواه مسلم. عقبه بن عامر (رضي الله عنه) وایي: رسول الله ﷺ وفرمایل: "آیا تا هغه آیتونه نه دي لیدلي چې نن شپه نازل شوي دي؟ چې هېڅکله یې بېلګه نه ده لیدل شوې: «قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَقِ»، «قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ النَّاسِ»." حدیث روایت مسلم کړی دی.
الصفحة السابقة
صفحة 19 من 28
الصفحة التالية