PS
كل الأحاديث
مجموعة البطاقات كاملة، رتّبها بحسب الباب
قرآن کریم او علوم یې
26
حدیث او علوم یې
3
عقیده
135
فقه او اصول یې
288
فضایل او آداب
288
دعوت او احتساب
15
سیرت او تاریخ
38
655 حديث
عائشه (رضي الله عنها) وایي: "نبيﷺ یوه شپه د قرآن کریم په یوه آیت باندې تهجد کړل" رواه الترمذي.
له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی، وایي: «رسول الله ﷺ د څلوېښت کلنۍ په عمر کې پېغمبر شو. بیا ورته دیارلس کاله په مکه کې وحي ورته کېده . بیا ورته د هجرت امر وشو، نو لس کاله یې په مهاجرت کې تېر کړل او د درې شپېتمو کلونو په عمر وفات شو». رواه البخاري ومسلم
له ابو سعید الخدری رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «لاَ تَسُبُّوا أَصْحَابِي، فَلَوْ أَنَّ أَحَدَكُمْ أَنْفَقَ مِثْلَ أُحُدٍ ذَهَبًا مَا بَلَغَ مُدَّ أَحَدِهِمْ، وَلاَ نَصِيفَهُ». "زما اصحابو ته کنځلې مه کوئ، ځکه که ستاسو څخه یو څوک د احد (د غره) په اندازه سره زر خیرات کړي، نو د هغه د یوې یا نیمې لپې په اندازه صدقې ته به ونه رسیږي".
متفق علیه دی
له مسور بن مخرمه رضي الله عنه څخه روایت دی، وایي: رسول الله ﷺ وفرمایل: «فاطمه زما یوه ټوټه ده، څوک چې هغه غوسه کړي، زه یې غوسه کړم». — رواه البخاري ومسلم.
له ابو هريرة رضي الله عنه څخه روایت دی، وایي: رسول الله ﷺ وفرمایل: «څوک چې له حسن او حسین سره مینه وکړي، هغه له ما سره مینه وکړه، او څوک چې له دوی سره بغض وکړي، هغه له ما سره بغض وکړ» — رواه ابن ماجه او احمد.
له ابو هريرة رضي الله عنه څخه روایت دی، وایي: رسول الله ﷺ وفرمایل: «ستاسې تر ټولو غوره هغه څوک دی چې زما له وفات وروسته له زما اهل بیت سره ښه وکړي». نو عبدالرحمن بن عوف رضي الله عنه یو بڼ په څلور لاکه (درهمه) وپلوره، او بیا یې د نبي ﷺ پر میرمنو وویشل. — رواه ابن أبي عاصم او الحاکم.
له عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی، وایي: "زه د نبي ﷺ له هېڅ بلې مېرمنې دومره نه سوځېدم، لکه د خدیجې رضي الله عنها څخه، سره له دې چې ما هغه نه وه لیدلې. وایي: "نبي ﷺ به کله پسه حلال کړ، وبه یې فرمایل: «دا د خدیجې پر ملګرو ووېشئ». یوه ورځ ما نبي ﷺ ته څه وویل، چې هغه پرې خوابدی شو، ما وویل: "خدیجه؟!" نبي ﷺ وفرمایل: «زه د هغې په مینه نازول شوی یم». — رواه مسلم.
له عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی، وایي: «نبي ﷺ تر هغه پر خدیجه رضي الله عنها بله ښځه ونه کړه چې هغه وفات شوه» — رواه مسلم.
له ام المؤمنین عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی، وایي: "جبریل علیه السلام نبيﷺ ته د هغې (عائشې) انځور راووړ، چې په شنه وریښمینه ټوټه کې نغښتی و، او ویې ویل: دا ستا مېرمن ده، هم په دنیا کې او هم په آخرت کې" — رواه الترمذي.
له ابو موسی اشعري رضي الله عنه څخه روایت دی، وایي: رسول الله ﷺ وفرمایل: «په نارینهوو کې ډېر کسان کامل (پوره) شوي دي، خو په ښځو کې یوازې د فرعون مېرمن آسیه او د عمران لور مریم کاملې شوې دي. او د عائشې رضي الله عنها فضیلت پر نورو ښځو دومره دی لکه ثرید (ماته ډوډۍ) چې پر نورو خوړو فضیلت لري». — رواه البخاري ومسلم.
له یوه صحابي عبدالرحمن بن ابي عمیره رضي الله عنه څخه روایت دی، وایي: "نبي ﷺ معاویه رضي الله عنه په اړه فرمایل: «اې الله تعالی! ته یې هدایت کوونکی او هدایت کړای شوی وګرځوه او د ده له لارې خلکو ته هدایت ورکړه». — رواه الترمذي او احمد.
له ابو عزة الهذلي رضي الله عنه څخه روایت دی، وایي: رسول الله ﷺ وفرمایل: «کله چې الله تعالی په یوه ځمکه (سیمه) کې د خپل بنده د روح اخیستلو اراده وکړي، نو هلته یې یوه اړتیا پیدا کړي». — رواه الترمذي، احمد او ابو داود الطيالسي.
له عبد الله بن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «په تاسو کې چې کله یو څوک ومري، نو سبا او بېګا به یې ورته ځای وښودل شي که د جنت له خاوندانو و نو په جنت کې به یې ځای وروښودل شي او که له دوزخیانو څخه و نو په دوزخ کې به یې ځای وروښودل شي، ورته به وویل شي: دا دې ځای دی تر دې چې الله تعالی دې د قیامت په ورځ راپورته کړي».
متفق علیه دی
عن أسامة بن زيد رضي الله عنهما قال: أشرفَ النبيُّ صلى الله عليه وسلم على أُطُم من آطام المدينة، فقال: «هل ترون ما أرى؟» قالوا: لا، قال: «فإنِّي لأرى الفتنَ تقع خِلال بيوتكم كوَقْع القَطْر».
متفق عليه
له ابو سعید الخدري رضی الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "که په تاسو کې یو څوک د خپل لمانځه په اړه شک وکړي او نه پوهیږي چې څو رکعته (لمونځ) یې کړی؛ درې که څلور رکعته، نو شک دې لرې کړي او په هغه څه دې باور وکړي چې یقیني وي، بیا دې له سلام اړولو مخکې دوه سجدې وکړي، نو که چېرته یې پنځه رکعته کړي وو نو سجدې به یې ورته لمونځ جفت کړي، او که چېرته یې د څلورو د پوره کولو لپاره کړې وي نو د شیطان د رټلو لپاره به وي.
مسلم روايت کړی دی
له ابو رافع څخه روایت دی، چې ابو هريره رضي الله عنه دوی ته د "إذا السماء انشقت" سورت تلاوت کړ او سجده یې په کې وکړه. کله چې راستون شو، ویې ویل چې رسول الله ﷺ هم په دې سورې کې سجده کړې وه. — رواه البخاري ومسلم.
له ابو بکره رضي الله عنه څخه روایت دی، وایي: کله چې به نبي ﷺ ته د خوشحالۍ کوم کار راغی یا به ورته د خوښۍ زیری وشو نو د الله تعالی د شکر په خاطر به په سجده پریوت— رواه ابو داود، ابن ماجه، ترمذي او احمد.
عن حفصة رضي الله عنها «أن النبي صلى الله عليه وسلم كان يُصلي ركعتين خَفيفتين بعد ما يَطلع الفجر»، وفي رواية: قبل أن تُقام الصلاة.
رواه البخاري
له أم المؤمنین عایشې رضي الله عنها څخه روایت دی چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم به هېڅکله څلور رکعته لمونځ د ماسپښین له لمانځه نه مخکې او دوه رکعته د سهار د لمانځه نه مخکې نه پرېښودل.
بخاري روايت کړی دی
له ام حبیبه رضي الله عنها څخه روایت دی چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم مېرمن ده، وایې چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایل یې: «مَنْ حَافَظَ عَلَى أَرْبَعِ رَكَعَاتٍ قَبْلَ الظُّهْرِ وَأَرْبَعٍ بَعْدَهَا حَرَّمَهُ اللَّهُ عَلَى النَّارِ». "څوک چې له ماسپښین نه مخکې څلور رکعته او له ماسپښین نه وروسته څلور رکعته لمانځه ته پاملرنه وکړي، الله تعالی به یې په اور حرام کړي".
أبو داود، الترمذي، النسائي، ابن ماجه او أحمد روایت کړی دی
عن عبدالله بن عمر رضي الله عنهما قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : «رحم الله امرأ صلى قبل العصر أربعًا».
رواه أبو داود والترمذي وأحمد
عن عبد الله بنِ مُغَفَّلِ المُزَنِيِّ رضي الله عنهما قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : «صَلُّوا قبل المغرب ركعتين»، ثم قال: «صَلُّوا قبل المغرب ركعتين لمن شاء»، خشية أن يتخذها الناس سُنة.
رواه البخاري
عن عائشة رضي الله عنها قالت: «كان رسول الله صلى الله عليه وسلم إذا سَكَتَ المؤذن بالأولى من صلاة الفجر قام، فركع ركعتين خفيفتين قبل صلاة الفجر، بعد أن يَسْتَبينَ الفجر، ثم اضطجع على شِقِّهِ الأيمن، حتى يأتيه المؤذن للإقامة».
متفق عليه
عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عُمَرَ رَضيَ اللهُ عنهما: سَأَلَ رَجُلٌ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَهُوَ عَلَى المِنْبَرِ، مَا تَرَى فِي صَلاَةِ اللَّيْلِ، قَالَ: «مَثْنَى مَثْنَى، فَإِذَا خَشِيَ الصُّبْحَ صَلَّى وَاحِدَةً، فَأَوْتَرَتْ لَهُ مَا صَلَّى» وَإِنَّهُ كَانَ يَقُولُ: «اجْعَلُوا آخِرَ صَلاَتِكُمْ وِتْرًا» فَإِنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَمَرَ بِهِ.
متفق عليه
الصفحة السابقة
صفحة 22 من 28
الصفحة التالية